مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-05-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

محمود کرزی احمد شاه بابا (رح) ته د یو ډاکو او غل په سترګه ګوری....

رحمتی

 

څه موده مخکی د د لوی ننګرهار او لوی کندهار څخه د ښوونی او روزنی وزارت په وړاندیز د دارالمعلمینو استادانو لپاره په کابل کی یو روزنیز سمینار جوړ شوی وو. دغی سمینار یوه اونی دوام درلود.
 د سمینار په ورستی ورځ یو استاد ډیر ټینګار پدی کوو چی د ولسمشر ورور محمود کرزی سره د افغانستان په راتلوونکی باید بحث وکړو او نظر یی هم واخلو، پدی استادانو کی غوڅ اکثریت مخلص او په وطن میین اشخاص وو زړه نازړه د محمود کرزی کور چی په شیر پور کی موقعیت لری ورغلل، د یو څه ځنډ نه ورسته ملمستون یا حجره ته ورداخل شو.استادانو د وطن د دود سره سم خپل بوټان ویستل او داخل کی د کرزی صیب انتظار ویستو، کله چی دا ښاغلی حجری ته د بوټانوسره داخل شو استادانو یو بل ته په سترګو کی ولیدل جوړ په خیر شروع شو استادانو غیږ خلاصه کړه خو کرزی صیب لاس ورکړو. استادان چی کله کیناستل نو په معرفت یی شروع وکړه خو کرزی صیب یی په خبرو کی راودانګل او داسی ورته وویل دیته ضرورت نشته دی راځی چی په اصلی موضوع خبری شروع کړو. استادانو ټکان وخوړو او ټول هفه استاد ته په غوسه ښکاریدل کوم چی د کرزی صیب په لیدو ټیګار کوو. بحث هم شروع شو استادانو په خپل وار سره پوښتنی کول شروع کړل، چی تاسو د راتلوونکی په اړه کومه برنامه لری ؟ خو کرزی صیب ډیر تاکید په سوداګری کو او هره پوښتنه به یی په اقتصادی لید لوری ځوابوله پدی کی یو استاد د پښتنو د راتلونکی او د هغوی په زعامت پوښتنه وکړه چی تاسو د پوښتنو لپاره څه برنامه لری څه مو تر اوسه پوری ورته کړیدی او څه به ورته وکړی ؟ په ځواب کی ښاغلی کرزی صیب په ډیره تنده لحجه ځواب ورکړو چی کټ مټ ټکی به یی زه هم ولیکم. پښتنو دری سوه کاله دوره کی تل په نورو قومونو ظلم او ستبدادکړیدی، تل یی نور لوټ کړیدی همیشه یی افغانستان د بهرنیو په واک او اختیار کی پريښودلی دی هیواد یی د پرمختګ پر ځای لوی ناورین سره مخ کړیدی پښتانه څه تاریخ لری راځی چی حقیقت اوایو احمد شاه بابا یو غل او ډاکو وو تل به یی په هند ډاکه کوله او د ژمی لپاره بی بودجه راوړله، امان الله هم افغانستان ندی ازاد کړی افغانستان تل اشغال وو مونږ کله ازادی درلوده راځی چی اوس نوو نسلونو ته حقیقت اوایو چی مونږ یو ډیر ظالم قوم یو. د استادانو د وجود ویښتان هم نیغ ودریدل یو بل ته یی رڼی رڼی کتلی خو پدی کی یو استاد ډیر احساساتی شو او محمود کرزی ته یی سم د لاسه وویلی چی داسو هم پاک نه یاست، په تاسو هم تورونه لګیدلی دی تاسو د کابل بانګ په موضوع کی هم ښکیل یاست پدی اړه څه وایی ؟ کرزی صیب تېر راوړو بل استاد ورته اوایلی چی ښه شوه چی راته معلوم شوی په ورور دی هم غولیدلی وو خو په تاسو به نور ونه غولیږو. کرزی صیب د غوسی نه ډکی سترګی راواړولی او وویلی چی ماته مهمه نده چی پښتون دی نور په واک کی وی راځی چی دی نورو قومو ته هم یو ځل موقعی ورکړو دوی هم حق لری چی ژوند وکړی، ازادی ولری، حکومت وکړی او خپلی ژبی او خلکو ته چوپړ وکړی راځی چی نور ځان په پدی غلط نکړو چی احمد شاه بابا بچیان یو او د میرویس نیکه، امان الله خان هم ازادی نده اخستلی افغانستان تل اشغال وو، مونږ باید د پاکستان سره د ډیورند مسله حل کړو هغه خلک زمونږ په درد نه خوړل کیږی او مونږ د پاکستان هر څه ته اړتیا لرو. د استادانو زړونه مات سترګی یی د اوښکو نه ډکی وی چی ووتل. د دی خبرو ثبوت هم شته دی او ټول استادان د عینی شاهدانو په توګه د حاضریدی شی.
 په پښتنه مینه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery