مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-06-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

لوبه

محب الله آرمل


د کابل له کوټه سنګي ، سهار په خپل موټر د غزني پر لور روان شوم ،د پغمان له څلور لارې تېر او د کابل کندهار لويه لار مې ونيوله ،سړک وران وو په ډېره نرمۍ روان وم ځای ځای د سړک دواړو خواوو ته د تېلو او نورو اکمالاتو سوي په ګوليو سوري لوی او واړه موټر پراته وو ،کله کله به دومره ډېر شول چې د سړک دواړو خواووته به د يوه اوږده دېواله په څېر ښکارېدل ، يوه يوه نيمه ګړۍ وروسته دسيد آباد سلارو درې ته ورسېدم په بازار کې په اکمالاتې کتار د نښتې له امله تم شوم ،مخکې څو ځايه اور بل وو ، د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدل کېدل، وېرې واخستم او له مخکې تلو پښېمانه شوم له لږ ځنډ وروسته جېټ الوتکې راغلې په شنو کروندو يې څو ځايه بمونه و ورول جګړه ختمه شوه ، الوتکو زړونه يخ کړل ،ښار او شاو خوا کلي له خلکو خالي وو .
په موټرکې سوچونو وړی وم ، کله مې چې ګړۍ ته وکتل د غرمې دولس بجې يې ښودلې سخته ګرمي وه له يو هټۍ مې يو څه خورا کي توکي را واخستل ، د موټر دروازې مې وتړلې او لاندې د کروندو خواته ښکته شوم د وړو ماشوما نو شور ته مې پام شو، نږدې ورغلم لس دولس تنه وو د سنيد په غاړه يې جامې ايستلې وې په بې غمه زړه يې لمبو کلوله ، د دوی لمبو ته مې پام په بله شو د نښتې وېره مې له زړه لاړه، د ماشومانو منډو او حوسونو ته ځير وم ، چې يوه ماشوم په نورو ماشومانو غږ وکړ ! راځئ د ( فدايي ) لوبه وکړو نورو ماشومانو بې ځنډه ورسره ومنله يوه بل چيغې کړې څوک به فدايي شي د خالد په نوم يوه تن ګوته پورته زه ، زه فدايي کېږم ، ټولو ورسره آمين کړه خالد له دوی لږ لرې لاړو او نور په سيند کې د يوه ګر داب ترڅنډه تاوشول ،خالد په پوره تېزۍ د دوی په لور منډې کړې ،ګرداب له رسېدو سره چيغې الله اکبر... او ځان اوبو ته ګزار کړ پاتې ماشومان ورسره سم په ځمکه د مړو په څېر بې سېکه ولوېدل . دې صحنې لا و وېرولم خوراکي توکي مې هملته پرېښودل او د خپل موټر پر لور وخوځېدم .
پای
د وردګو ملي راډيو تلوېزيون
۱۳۹۱ د چنګاښ څلورمه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery