مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-06-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نبي ګل

بريال ناياب

اختر ته لا څو ورځې پاتې وې  هغه ته یې دکوټې ملګري وویل :
- چې زه نوځم دادي درې مېاستې وشوې چې کاله ته نه يم تللى
- ښه ځه زه به هم دوه ، دریو ورځوکې لاړشمه
 په دې کې ملګري یې ورباندې ټینګاروکړ چې داځل اختربه په کلي کې ورسره تېروي ، دکلي اخترونه دښارتراخترونو خوندور وي .
نبي ګل ته ملګری ګران و اونه یې غوښتل خپه یې کړي ، له کومې ورځې چې ورسره ملګری شوی و اوپه یوه دفترکې یې سره یوځای کار کاوه نوتر خپلو ورونو هم ورباندې مهربانه و، نوځکه یې دهغه داسلا ومنله چې داخترپه څلورمه به سره دواړه بیرته دښارپه لوري راستانه شي .
له تګ نه مخکې هغه دملګري سره دکابل دمنډوی بازارته لاړ اودهغه دکورنۍ لپاره یې څه سوغاتونه واخیستل اوملګري یې هم داختر ټوله میوه له کابله برابره کړه .
شپه دکلي په کيسوتېره شوه دسهارترلمانځه وروسته نبي ګل اوملګري یې بنی حصار ته دموټرو اډې ته ځانونه ورسول ، ټوله لاره کې ملګري یې ورته دکلي دڅوانډیوالانوکیسې راواخیستې ، نبي ګل په زړه کې نورهم دملګري دکلي دلیدو لېواله شو ، لاره په کیسو کیسو لڼده شوه اودواړه ملګري ماپشین قضاوو چې دملګري سره دهغه په حجره کې دهغه ددوه ورونو اوپلارسره ناست و اودشیدو ګرمه پیاله اودتناره ګرمه ډوډۍ یې مخې ته اېښې وه.
دمازیګر دلمانځه لپاره یې اودس وکړ اودملګري سره یوځای دکلي په جومات کې دمازیګرلمونځ یې وکړ ، ملګري یې جومات والوته نبي ګل وروپېژانده ، دکلي دخامه اوساده اوزړراښکونکي جومات نه دخوړپه لوري وخوځېدل ، دسینددغاړې چکریې سره ووواهه .  داخترورځې هم نبي ګل ته اوهغه هم په کلي کې سمې خوندورې وې  ، ترهرڅه دکلیوالو دخلوص نه ډک ژوند دکلیوالو مینه یوتربله سره نبي ګل یې سم تراغیزلاندې راوستی و.
داخترپه څلورمه دنبي ګل سره ملګری یې جنت خان دکابل لاره ونه نیوله ، هغه دځمکې دلانجې لپاره مجبور و چې دپلاره سره پاتې شي ، ولې دپلارمشرزوی و.
موټر له سوارلیو ډک و ، ښځې نارینه ځوانان اوماشومان دیوه لاس په پورته کوولو سره موټر دکابل په لوري روان شو ، نبي ګل دجنت خان له کوراوکلي سمې خاطرې ځان سره راوړې وې ، هغه اوس هم دکلي په رنګینویې کې ورک و، موټرلکه باد روان و ، ترښایسته مزل وروسته دلرګیوله آډې سره يوې ښځې ورته لاس ورکړ او راوختله او له يوې بلې ميرمنې سره کيناسته . کله چې موټر کابل ته راورسيد ډريور خپله کرايه ټوله کړه يواځې دغې ښځې چې تنها راپورته شوې وه کرايه ورنکړه او وې ويل چې کرايه نلرم ډريور ورته وويل چې اول بدې ويلي وو چې کرايه نلرم اوس چې راورسيدو اوس وايې خوښځې کرايه ورنکړه . کله چې د موټرو په تم ځاي کې خلک کوز شول او ډريور غږ وکړ چې زه نور وړاندې نه ځم او دا زموږ وروستي تم ځاي ده . ښځې ورته وويل :
-  چې زه به چيرې لاړه شم زه له کوره راوتلې يم او ته مې له ځان سره بوځه .
 خو ډريور چې پخپله په کابل  کې د اوسيدو ځاي نه لاره ، ټکنی غوندې شو ، نبي ګل دجنۍ له کیسې پوه شو چې هغه دمېرې دظلم له لاسه دکورپه پرېښودو مجبوره شوې وه ، نوزړه یې پرې وسوځېده ، نوفیصله یې وکړه چې هغه له ځا سره بوځي اوخپل څادر ورپه سرکړي ، موټروان دجینۍ دښکلاتراغیزلاندې راغلی و ، نوځکه هغه هم دنبي ګل سره په جګره شو ، په اډه کې سم خلک پرې رامات شول ، ترڅوساعتونووروسته جینۍ دنبي ګل سره روانه شوه ، هغه هم سم دلاسه یې ښارته بوتله اوڅو جوړې جامې یې ورته واخیستې
نبي ګل دکورنه پټ شپږمیاشتې کېدې چې له سعودي بیرته وطن ته ستون شوی و، خودکورنۍ اودورونوله وېرې کورته تللی نشو هغه مجبور و، دکورنۍ قرضونه خلاص کړي اودکوردخرڅ لپاره تل څه پیسې کورته ولیږي ، اوس چې دجینۍ په تکه اخته شو ، نوښه یې وګنله چې هغه دخپل ترور کره چې په کابل کې اوسېده ورولي څو جوړه جامې راونيولې او بيايې کورته دتلو اراده وکړه خو نبي ګل چې يونيم کال مخکې له کوره وتلي او عربي ملکوته په سفر تللى وو او هلته دکومې خطا په وجه راسفر شوي وو نو شپږ مېاشتې یې دلته په کابل کې پټې له کوره تيرې کړې وې . نو و ويريده زړه يې ونشو کړاي چې کورته لاړشي خوخپل کلي ته نژدې دترور کورته ورغى
سباسهاریې پلار چې له پیښې خبر شوی وو  سره دواړو ورورنو یې دنبي ګل په مخ کې ناست وو ، دجینۍ څخه یې دهغې دکورادرس واخیست د نبی ګل وروڼه سېده یې کورته  ورغلل  ، هغه ته وویل چې لوردې امانت مونږ سره ده  موږ جرګه درځو چې اصولي اوقانوني خبرې وکړو  ترجرګې وروسته فیصله وسوه چې جینۍ دنبي ګل شوه ، اوهغه مجبوره ده یوڅه نغدې پیسې اویوه جینۍ به ددې جینۍ په بدو کې ورکوي تر پریکړې وروسته د نبی ګل دوستان او کورنۍ د ده د واده په تابیا شول . .
خلک دواده په تمه ناست ول چې اوازه شوه نبي ګل تښتېدلی اودرک یې نشته لکه دوه کاله مخکې چې له کوره ورک وو ، وروسته دنبي ګل ورور هغه جینۍ ځانته په نکاح کړه ، خودکلي اودځوانانوپه خوب کې به تل راته چې نبي ګل به ټولوته همدا ویل چې زه ورونو په شریکه ووژلم اودپلانکي زیارت خواته یې دکاڼو لاندې کړی یم .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery