مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-07-02   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

يوازې خدای ښه دی

محمد يعقوب واحدي

   
دخپل ژوند یوه لنډه کیسه
یو شمیر خلک چې کله یې د ورور سره کومه هسکه ټیټه شي نو بیا دا وايي چې کاشکي لدې ورور نه مې چې ورور نه وی ښه به وو خو زه بیا دا خبره نه منم ځکه چي زه د مور او پلار یو زوی يم زه تل خپلو ملګرو اوخپل ځان سره داوایم چې کاشکي یو ورور مې درلودی زه چې کله ماشوم وم ډیرمې له درس سره علاقه درلوده خپل پلار تل دې ته هڅولم چې درس ووایه ډیر کوشش یې راسره کاوه خو ماهم په ډیره مینه درس ویلو کله چې په مکتب کې په شپږم ټولګي وم زما پلار د غریبی دپاره ګاونډي هیواد ایران ته دمزدوری لپاره تللی وو ماورته زما دیو کلیوال په لاس لیک واستوه کله چي هغه لیک ورته رسیدلی وو ډیر خوشهاله شوي وو هغه زما لیک زما کلیوالو اوخپل ملګرته ښودلی وو خپلو ملګروته یې دا خبره کړې وه چې په راتلونکي کې به زما زوی یو څه جوړیږي ډیر ښکلی لیک یې دی خو چې زه کله اووم ټولګي ته لاړم په اووم ټولګي کې چهارنیما هه امتحانونو ته کمې ورځې پاتې وې چې ناڅاپه زمویږ کلي ته موټر راغی زه په خپل کور کې دخپلو خویندو اومور سره ډيرپریشانه ناست وم خپلو خویندو اومور ته مې دا خبره وکه چې څه خبره ده چي دومره پریشانه يې مور مې په ژړغوني غږ وویل څه خبره نشته دا چې زما مور خبره وه چې زما پلا ر وفات شوي دموټر اواز شو دکور نه بهر ووتم چې ګورم دموټر شا او خوا زما ډیر کلیوال راټول شوي وو خو چې کله مې وکتل دری داسي کسان مې ولیدل چې هغه په کلي کې نه وو چې په هغې کې زما دکاکا زوی جاوید جان هم وو ډير ور خطا شوم دخلکو نه پوښتنه کوم چي دا څوک وفات شوي هیڅوک راته نه وايي چې څوک دي تابوت خلکو په اوږه زمویږ دزاړه کور خواته روان کړ خوزه بیاهم نه پوهېدم چي څوک دي کله چې زمویږ په زاړه کور کې تابوت کېښود نوبیا زه پوه شوم چي داخو زما پلا ر دی زه اوزما کورني و رته هر وخت دعاګانې کوو خدای دجنت ورته په نصیب کړي وروسته زه د کور سرپرست شوم يوه مور او دری خوندې راپاتې شوې مور مې هر وخت یې دا هڅه کوله چې کوژده راته وکړي خو ما ورسره نه منله دری کاله وروسته یې راته کوژده وکړه وروسته بیا دډيرو اقتصادي مشکلاتو سره مخ شوم دخپلې کورنۍ دمشکل او دا چې زما کورنۍ چاته مهتاجه نشي نو تر لسم ټولګي پورې مې درسونه وویل ورسته بیا درس پاتې شو تر دې نن ورځې ډیره هڅه کوم چې پاتې زده کړې سر ته ورسوم خو په هیڅ ډول نشم توانیدلای چې زده کړې وکړم.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery