مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-07-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غازي ادې

سیدسعید

 


دتاریخ په اوږدوکي چي کله هم افغانستان ته یرغلګرځواکونه راغلي افغان ملت یې پرضدپاڅون کړی ،نیواکګریې ژړولي ،ژوبل کړي ،وژلي اوپاته شوني یې له خپلې خاوري څخه په ټیټوسترګوشړلي دي .دنارینه ووترڅنګ ښځوهم دخپل هیوادڅخه دفاع کړې ،مجاهدینوته یې غذایې موادبرابرکړي اوپه سختوحالاتوکي یې دغازیانوسره اوږه په اوږه دیرغلګروپرضدجهادکي پراخه برخه اخیستې ده .
 ددې هیوادپه تاریخ کي - چي په نړۍ کي دامپراتوریوپه هدیره مشهوردی- دډیروداسي نومیالو میرمنوکارنامې اوحماسې ثبت دي چي دخپل دین ،هیواداوناموس څخه ددفاع په جګړوکي یې برخه اخیستې اودغزاپه میدان کي یې دشهادت جامونه پرسراړولي دي .
 پرافغانستان باندي دانګریزي استعمارددوهم یرغل په وړاندي دجهاددمورچلونویوه نومیالۍ توریالۍ میرمن « غازي ادې »ده ،غازي ادې چي په الماسۍ هم شهرت لري ځینوڅېړونکودکټوازبعضوبیادلوګرسلېمانخېله بللې ده ،په ۱۱۹۷هش کال لوګرکي دکوچي پرګنوپه یوې متدینې کورنۍ کي زیږیدلې ده .
 په ۱۲۹۴هق کال چي انګریزانوپرپېواړیرغل وکړ،غازي ادې ددغي جګړې هغه زړ وره اتله میرمن وه چي دپوړني پلوونه به یې ترملاتاوکړي وو ،چاړه به ورسره وه اودجګړې په اوج کي به یې غازیانوته اوبه اوخوراکي توکي رسول ،کوم وخت به چي مجاهدین دمهماتودکمښت سره مخ شول باروداوګولۍ به یې دغازیانومورچلونوته وروړلې .
 دغازي ادې خاوندحبیب اکانومیده اودښایسته خان په نوم یکی یوزوی یې درلودچي دواړه (خاونداوزوری یې )دپېواړپه جګړه کي په شهادت ورسیدل ،له دې وروسته غازي ادې دخپل شهیدشوي زوی (ښایسته خان )ټوپک پراوږه کړاودمجاهدینوسره یوځای یې وسله واله مبارزه پیل کړه .دلوګردخوشي ،چهاراسیااوسنګ نوشتې په جګړوکي یې ګډون وکړ،ادې په نښه ویشتلوکي ځانګړې مهارت درلود،دپرنګي لښکروڅووتلي جګړه ماریې ښکارکړل .
 علامه رشاددکارنامومیرمني رساله کي لیکي چي :«دسنګ نوشتې په جنګ کي چي دپکتیااوکټوازله لښکروسره دننګرهاردخواپوځونه هم ملګري سول ،یوه ورځ ددوی په منځ کي الماسۍ ولاړه سوه دواړه لاسونه یې ددعاء په خاطرپورته کړل اودپاک خدای جل جلاله حضورته یې داسي مناجات وکړ:اې خدایه !زه ستادرضااوستاددین دننګي له پاره د ې جنګ ته راغلې یمه ،خدایه ته ماته وس راکړې چي ستاددین دښمنان ووهم اوددغومړونوغازیانوپت وساتم » .
 دسنګ نوشتې له جنګ څخه وروسته دپکتیاغازیانود غازي ادې په ملتیادچوکي ارغندي په خوامخه کړه هلته چي ورسیدل دوردګوڅخه دغازي محمدجان خان سپاهیان هم میدان ته رارسیدلي وو،غازي ادې دمحمدجان خان له مجاهدینوسره یوځای دقلعه قاضي په غزاکي برخه واخیسته ،په دغه غزاکي دغازي ادې میړاني اوهمت ځوانانوته ددښمن دوهلواوټکولوداسي انرجي ورکړه چي په برکت یې پرنګي لښکري کوڅي کوڅي اوله ماتي سره مخ شولې .
 سپه سالارغازي محمدجان خان وردګ غازي ادې ته دسپرلۍ یوآس ورکړاوورته ویې ویل چي : په ټولوغزاګانوکي دي پلي مزلونه ترسره کړي دي نوربه پردې آس سپریږي ،خوراکه به یې زماسپاهیان دروړي .غازي ادې دمحمدجان خان څخه مننه وکړه ،خودآس دقبلولوڅخه یې ډډه وکړه اوزیاته یې کړه چي :« زه به د خپل شهیدخاونداوزوی سره به کوم مخ وینم ،دوی به وایې چي ترموږپوري پلې نشوای راتللای پرآس سپره راغلي ،زه داپیغورنشم منلای » .
 دقلعه قاضي ترسوبي وروسته چي غازي ادې دمحمدجان خان له سرتیروسره دکابل پرخواراوانه وه دالنډۍ به یې ویلي :
 توره کوئ بری به خپل کړئ
که بری نه وځوانان تل په تورومرینه
توري په څرخ وهئ ځوانانو!
وطن موخپل دی په سرووینویې ساتونه
چوڼۍ په توپونه ړنګیږي
غازي ځلمیان یې په توپکوړنګوینه
جنګ دکابل جـَوَس ته راغی
ځوانان څنګلي لګوي کابل ګټینه

واصل ابادته دغازي محمدجان خان دپوځونودرسیدوسره پراسمایې غره دغازي محمدعثمان خان سافي مجاهدین ولیدل شول ،پرنګي لښکروشېرپورته درسیدوپه موخه دهغوی په لورحرکت پیل کړ،غازي جان خان خپل مجاهدین پردوومحاذونووویشل ،یوې ډلي غازیانوته یې دتخت شاه پرغره دبریدامروکړاوبل محاذیې داسمایې غره دکلانیولوته سوق کړ،غازي ادې د همدې دوهم محاذدمخ په لیکوکي په ډیري زړورتیا دپرنګي پوځونوپرضداتلواله مبارزه کوله .
 دکپتان قیام الدین خان تره کي چي دغازي ادې سره په ډیروغزاګانوکي مل و،له قوله ویل شوي چي :غازي ادې دلوړي تنې ،پیاوړي اسکلیټ اوپراخي ټنډي څښتنه شپېته کلنه ښځه وه ،قیام الدین خان وایې :موږچي پرکلابریدکاوه غازي ادې دمخ په لیکوکي وه ، کلاته ایله درې سوه ګامه پاته ووچي غازي ادې ولګېده ،موږچي همدغه ځای ته راورسیدوکه ګوروچي دغازې ادې ترټټراوخولې ویني بهېږي خو دالله اکبرملکوتي اوازیې ترخولې خیژي چي په همدغه حالت کي یې شهیده ارواله تنې والوته .موږدکلاپرلورولاړوکلاموفتحه کړه وروسته مودشېرپورلورته پرنګ پسې واخیست ،دغاز ي ادې دمړي پته راته ونه لګیده چي چااوچیرته دفن کړشوی دی .
 غازي ادې یوه پوهه ،مینه ناکه اومجاهده میرمن وه ،غیرت یې نه ایجابوله چي پرنګي لښکري یې په هیوادکي خپل کرغیړن پلانونه پلي کوي ،دافغانستان دمستعمره کولواودافغانانودغلامۍ هڅي کوي خودادي په ارامه کښېني ،خاونداوزوی یې داسلام اوهیوادڅخه ددفاع په جګړه کي په شهادت ورسیدل ،خودایې دمجاهدینودملاتړاوآن دپرنګ پرضددوسله والي مبارزې څخه راونه ګرځوله .بالاخره خپله هم همدې ننګیالۍ پردین اووطن میني اتلي مېرمني (غازي ادې )دجهاد په سپېڅلې لارکي دشهادت جام پرسرواړاوه .
 روح یې ښادیادیې تاند

ماخذونه :
دکارنامومیرمني
مشاهیرافغانستان
پښتني میرمني

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery