مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-07-17   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

حساب

ژباړه: نظرمحمد افغان
 
  
 د يو ملک پاچا ناروغ شو. پاچا چې وليدل، چې له مرګ څخه يې خلاصی نشته؛ نو ولس ته يې اعلان وکړ، چې که د ده تر مړينې وروسته، هر چا د ده په قبر کې يوه شپه تېره کړه؛ نو دی به خپله پاچاهي همغه ته ورکوي.
ټوله خلک وېرېدل او هېچا دې کار ته زړه نه ښه کاوه. همدا مهال يو کلال، چې په ټول عمر کې يې څه نه وو ګټلي. دې چارې ته غاړه کېښوده. له ده سره له يوه خره پرته نور هېڅه نه وو. ده فکر وکړ، چې که دا کار وکړي؛ نو پاچا به شي. د قبر په حساب، کتاب کې خو بې له هغې هم بريالی دی؛ ځکه د يوه خره به څه حسابي وي؟ اعلان يې وکړ، چې دی به د پاچا په قبر کې يوه شپه تېروي!!!
خلکو د پاچا له مړينې وروسته قبر وکينده. له وعدې سره سم کلال په ډېرې خوشالۍ په کې وغځېد. خلکو قبر ډک کړ.
څو شېبې وروسته پرښتې راغلې او ده ته يې وويل، چې خپله حسابي ورکړي. ده وويل: د څه شي حسابي ای وروره! ما خو ټول ژوند له يوه خره پرته نور څه نه لاره!!!
پرښتې د ده د ځواب په اورېدو بېرته وګرځېدې؛ خو ناڅاپه ودرېدل او ويې ويل: ته ودرېږه، چې د ده عملنامه پرانيزو، وګورو چې په دې کې څه دي؟ لومړی يې ورته وويل: ښه وروره! تا په پلانۍ ورځ خپل خر يو وخت وږی ساتلی و. هغه ځوابر ورکړ: هو...!
سملاسي حکم وشو، چې سل درې دې ووهل شي او له دې سره ښه وټکول شو.
تر دې وروسته پرښتو بيا وويل: ښه! پلانۍ ورځ تا پرې ډېر بار اچولی و او ډېر دې وهلی و. ده وويل: هو!
بيا حکم وشو، چې دوه سوه درې يې ووهئ. لنډه دا چې تر سهاره پورې ښه نرم شو.
سهار ټول خلک راټول شول، چې قبر وسپړي او خپل د نوي پاچا هرکلی وکړي.
د قبر له لوڅولو سره سم، کلال راووته او منډه يې واخېسته. خلکو پوښتنه وکړه: پاچا سلامت تاسو چېرې ځئ؟ ده ځواب ورکړ: وه ورونو! ما ټوله شپه د يوه خره حسابي ورنه کړی شوه؛ نو د ټول ولس او پاچاهۍ حساب به څنګه ورکړم؟!!!
آيا کله مو فکر کړی دی، چې موږ هم حساب ورکوو هغه هم معلومات نشته، چې د کومو شيانو حساب به ورکوو؟ کېدای شي، د هغو، چې زموږ به په ياد هم نه وي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery