مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-07-28   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

بزنس

الحاج الهام الدين قيام

 

 د فرانکفورت په ښارکې مې ديوه دکان په دروازه سترګې ولګيدې چې پرې ليکل شوی وو\"ګندعرووسی موجوداست\"،پوه شوم چې هرومروبه داپلورنځۍ په کوم افغان پورې اړه ولري٠دکان ته ورننوتم ،هټيوال رښتياهم افغان وو،دکوم ګيرک سره په خبروبوخوت وو،دهټۍ دکوم کونج څخه غلئ غلئ دقران کريم ډيرښکلئ تلاوت اوريدل کيده،څودقيقې وروسته څونورګيرکان هټۍ ته راننوتل اودهټيوال څخه ېې دځينوکاليودبيوپوښتنه وکړه،ليدل مې چې څوتنه نورهم هټۍ ته رادننه شول،څوک ديوه شې دبيې پوښتنه کوي اوڅوک دبل شې٠
 د افغانانو دچنې وهلوعادت خورامعلوم وو،خودچنې وهلوپه جريان کې متوجه شوم چې هټيوال د خريدارسره په هره خبره قسم خوري وايي چې\" دقسم پورخوراباندې نلرې خوپه خدای قسم چې داشئ د خپل سرخريدنه درباندې ارزان پلورم او٠٠٠٠٠٠\"
د هټيوال دقسم خوړلوسلسله دهرګيرک سره دخبروپه جريان کې پسي اوږديده،ورووروېې خواته ورغلم اوديوه شې دبيې پوښتنه مې ترې وکړه،هټيوال دعادت سره سم په قسم سره وويل چې داشئ مې په درې سوه يورورانيولئ دی خوتاته په دوه نيم سوه يورو درکوم او٠٠٠٠٠٠٠
 غلي مې ترې پوښتنه وکړه چې وروره روژه دې نيولي ده؟ بدبدېې راته وکتل اوپه تنده لهجه ېې راته وويل (٠٠٠٠زه خوکوم خلقي ياپرچمي نه يم چې٠٠٠٠٠٠٠)
ورته مې وويل چې ورورجانه هرڅه چې ېې ،ېې به خودادومره بيځايه قسمونه اوهغه هم په روژه کې ،ګناه لري٠ته خوکوم ملا نصرالدين نه ېې چې هرشئ له خپل سرخريدنه په کمه بيه خرڅوې٠ستادهټۍ کرايه،ستااوستادکورنۍدالګښتونه دکومه پيداکوې؟
 پدې وخت کې څوک راننوت چې له ډيرپخوامې پيژندواومعلوميده چې دهټيوال هم پخوانئ اشناوو ٠دخبروسلسله به موتريوه ځايه ورسوله چې کوم ګيرک به راننوت اوهغه به ېې وشلوله٠
 ترډيروخبرواترووروسته مې ورنه غوښتنه وکړه چې په درواغودې دقسم خوړلوعادت پريږدي،هټيوال بيابدبدراوکتل وې ېې وروره(٠٠٠٠٠مونږبيزنيس کوو،داټول دبيزنيس چلونه دي،ستاسوپدې خبروسرنه خلاصيږي او٠٠٠٠٠)٠
 غلئ راتاوشوځماپه ښي مټ ېې خپل ښې لاس واچوو،وې چې (....زه اوميرمن مې دواړه بيزنس کوو،زه چې کوم شيان واخلم هغه ټول په ډېره ارزانه بيه په خپله ميرمن وپلورم،وروسته همغه شيان دخپلې ميرمنې څخه ښه په لوړه بيه راونيسم اوبياېې دخپل سرخريدڅخه ارزان خرڅوم،ځما بيزنيس په تاوان چليږي،خودميرمنې بيزنس مې نام خدا ښه په ګټه کې دی ځمادبيزنيس تاوان ځمادميرمنې دبيزنيس دګټې ذکات هم نه جوړوي او٠٠٠٠٠٠٠)٠

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery