مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-07-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سوری جام

رفيع الله روشن
سوری جام
لنډه کيسه:  
څودقيقې لا تېرې نه وې چې له سلګيو سره يوځای ا نګړ ته راننوت،دمور يې چې ورته فکر شو،مخې ته يې ور روانه شوه،لا ور رسېدلې نه وه چې دهلک له ډک ستوني د ژړا غږ پورته شو،هڅه يې کوله چې  خوله  بنده کړي  خو زور يې ونه رسېد،په خپل ځای کېناست،خېرنه لمنه يې د اوښکو وچولو لپاره تر سترګو ور پورته کړه،مورته يې وويل: مادرته نه ويل چې نه مې پرېږدي؟ خوته هر وخت خپل ضد کوې،نن يې کتابونه هم رانه واخستل  ويل يې چې نور رانشې.
مور يې د زوی اوښکې په خپل سوري سوري ټکري پاکې کړې،له درده ډکې سينې ته يې ور جوخت کړ،ښايي نوره حوصله نه وي ور پاتې شوې،مخ يې د هسک په لور ونيو،په ماته غاړه يې په لوړ اواز له ژړاسره غبرګې دا جملې له خولې راووتلې.
ای خدايه! چې داسې دې راسره کول خو بېخي به دې پيدا کولو نه،دانوڅه حال دی؟؟ ايا زما دا ژوند به هم ته راباندې حسابوې؟ددې احسان به هم راباندې کوې چې زه دې په نړۍ کې پيداکړې يم او ژوند دې راکړي؟ نه يې غواړم هېڅ به دې نه راکاوه،که پيدا نوای اوس خوبه مې دا نادودې او مرګونې شېبې نلرلې.
له زوی سره روانه شوه،دشلېدلي ټغر په څنډه   کېناسته،څوشېبې يې همداسې ځمکې ته کتلې،يو دم پورته شوه،سر يې په يوه ريښکۍ وتړه ،دوه قدمه وړاندې لمرته پروت د ګدايۍ جام يې راپورته کړ او ددروازې لاره يې ونيوله،له عادت سره سم يې زوی په کور کې پرېښود،خو له دروازې  د وتلو په وخت کې يې په څټ ورپسې راوکتل ،ګل  لا هماغه شان له ټغرڅخه ورا سته تارونه کشول،چې دې ورباندې اواز وکړ ګله! ته دې لوبې کوه،زه تر بازاره ځم دا جام به وګرځوم که څه مې پيدا کړل نو ځانته به د سردرد دارو او تاته به يو کوچنی جام واخلم ،خو ګل داخبره وانه ورېده.
ښځه ژړا واخسته،خو خبرې يې پرېنښودې،بس دی نور درباندې ښونځی نه وايم،نور دې هره ورځ له ځانسره بازار ته بيايم ،دواړه به سوال کوو، ماخو ددې لپاره ته له دې بدمرغه کارونو لرې ساتلې چې سبا زما پشان در په در نشي، خو زه پوهېږم چې ستا او زما قسمتونه سره غوټه دي،تاته يې هم په ازل کې زده کړې ندي ليکلي شايد مونږ به دا وړتيا نلرو، دا او نورې خبرې يې وکړې او د بازار په لور غزېدلې لارې ته سيخه شوه،دوی بازارته نږدې په يوه سوالي کور کې اوسېدل،په څو شېبوکې  ور ورسېدله، په لاس کې چيت جام به يې د هر چا مخې ته نيوه،ډېر به ورڅخه تېرېدل،يو نيم کس به پکې يوه يا دوه روپۍ واچولې او چابه په بدو الفاظو رټله، نن يې هم ورځ تر مازيګره په همدې ډول تېره کړه.
کورته له تللو مخکې هغه ځای ته ولاړه،چېرې چې سټيل او ارمونيه يې لوښي پلورل کېږي،ديوې هټۍ مخې ته په نمجنوودرېده،په هټۍ کې ناست سړي ته يې وويل دغه پيسې مې ټولې کړي که يوجام ور باندې راکړې دعابه درته وکړم،زه پوهېږم چې د جام بيه به لوړه وي او زما پيسې کمې دي خو همدا راسر دي ،هټيوال ورته وويل: ته خو جام لرې نو په بل څه کوې؟
دکونډې ښځې له سترګو بيا د اوښکو باران را توی شو،هټيوال ته يې وويل،وروه يو اته کلن ځوی مې دی،دا څوم ځل دی چې ښوونځي نه يې په دې خاطر را شړي چې جامې يې شلېدلې دي،بوټونه  نه لري،که څه هم جامې مې ورته څوځله  ګنډلي خو نورې له ګنډلو هم وتې دي،نن يې بکسه او کتابونه هم ورڅخه اخستي،ورته ويلي يې دي چې نور ښوونځي ته رانشې،زه په کور کې څه نلرم چې هغه  ته ورباندې جامې اودښوونځي د اړتيا وړ شيان واخلم،وروره ماخوهڅه کوله چې هغه زما پشان ذليله ونه ګورم،خو اوس پوه شوم چې دا کار زما په وس پوره ندي،نو مجبوره شوم چې نور يې له ځانسره راولم او سوال ورباندې وکړم.
هټيوال هم زړه ورباندې وخوږوه،يو جام يې ورکړ چې  د ستنې دسپم په اندازه سوری و،خو پيسې يې ورڅخه وانخستې،مېرمنې ورته په سرتور سر دعاوې وکړې،ماښام په سستو او کاواکه قدمونو کورته لاړه،زوی يې دکور دروازه کې دمور د راتلو لاره څارله،همدا چې و يې ليده،ورمنډه يې کړه،هغې په پلاستيک کې له ځانسره له بازاره يوه ډوډۍ هم را اخستې وه،زوی يې ډوډۍ ورڅخه واخسته اوپه روانه کې يې په خوله ورنه يو غټ کپ وکړ،انګړته له ننوتو سره يې مورته وويل:
مورې ! په دې جام څه کوې؟
خومور يې ددې پوښتنې دځواب ورکولو جرئت نشو کولي.
زوی يې بيا ورڅخه وپوښتل،مورې داڅه کوې؟
هغې دکوچني ګل په خاورو خړ تندی په خپلو وچو شونډو ښکل کړ.
 زويه دامې تاته راوړی.
څه !! ماته دې راوړی؟ نو ستامطلب دی چې زه به نور ښوونځي ته نه ځم او سوال به کوم ؟
مور يې ښه ډېر وژړل،خپل مجبوريتونه يې ورته ټول وويل چې په اساس يې نشي کولی نور ورباندې درس ووايي.
خوغيرتي ماشوم د مور اوښکې ور پاکې کړې او جام  يې د يوې ماتوونکې سلاح په ډول په لاس کې ونيوه .
نه !مورې نه! اوس ستا سا تل په ما فرض شو،له نن نه وروسته به ته سوال نکوې،زه به يې کوم تا او خپل ځان به ساتم .
مګر مورې ! څو ورځې وروسته اختر دی او زه به اول ځان اوتاته د اختر کالي اخلم ،مور يې چې دزوی خبرو په زړه زخمي کوله په زوره زوره وژړل چې بالاخره په همدې سلګيوکې دواړه ويده شول.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery