مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-09-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کاشکې!!

امین الله عادل

نه نه دا ځل یې باید معلومه کړم، نور زما د حوصلې کاسه تر مورګو شوې ده. نور د خاوند، پلار او ورور په نامه د خلکو خوښې ته نه شم کتلی. زه خپلې هېلې له خاورو سره نه شم ګډولی. ژر یې د خپلې بکسې کش پرانېست او ټلېفون یې را وایست. هلو... هلو شاکرې اورې!
- بلې بلې! څنګه یې؟
- خیر یوسې بېخي ښه یم. هغه ویزه به کله وشي.
- بس خورې، سبا ته څوک پسې را ولېږه. کونسل صاحب ته د لاسلیک لپاره سپارلي او ژر به چمتو شي.
- هو. خیر یوسې. لږ ژر کوه، چې د سفر کار مې وشي، یو څه وخت به لاړه شم کوندې وي چې ماغزه مې لږ آرام شي! ډېره پتنګ شوې یم.
په ذهن کې ورغلل، چې د سفر لپاره باید ټکټ واخلي او هم باید دوه دری جوړه جامې او نور اړین توکي را ونیسی. د پیسو کوچنۍ بکسه را و ایسته، پیسې یې وشمېرلې. "ځه ځه دا پیسې ډېرې دي هر څه پرې کېږي" او بیا یې موټروان ته اشاره وکړه، چې یو ګوښه ځای کې موټر ودروي ترڅو له تورستي شرکت څخه د سفر ټکټ واخلي  او هم لږ سودا مودا را ونیسي.
کور ته په رسېدو سره موټروان ژر را کښته شو، یو ځل یې نوموړې ته دروازه پرانېسته او بیا یې په چټکۍ سره  نوی دروند بیک له موټره را کښته کړ او تر دهلیز پورې یې ورساوه. ښاغلی سرورخان هم لږ شېبه مخکې کور ته را رسېدلی او په صالون کې تکیه کړې وه. د موټروان په لیدو له خپلې تکیې لږ را روست شو، بیک ته بې کښته پورته وکتل: 
- استاده ستړی مه شې، دا دې څه راوړل؟
- خیر یوسې، دا د شاه زنین جانې د سفر جامې مامې دی.
- ښه ښه!!
سرورخان شاه زنین ته کړل. د څه شي سفر لری په خیر؟
- په نه زړه یې ځواب ورکړ: د څه شی سفر نه دی. خارج ته یو سفر لرم.
- ولې ستاسې د دفتر لخوا نه دی؟
- نه، زه یوازې چېرې ځم. 
سرور خان چوپ شو.... بېرته یې خپل بالښت ته ډډه ووهله. هوسېلی یې وکړ... "په دې ښځه څه وشول!! اوس خو بیخی هغه پخوانۍ شاه زنین نه ده. څومره هوښیاره مېرمن وه،  که څه هم ما یوازې دا مېرمن د ښې ځوانۍ له کبله ځان ته غوره کړې وه خو ښه خوی یې یوه ورځ هم دا فرصت نه را کاوه، چې د رنګ په اړه یې فکر وکړم. پلارګنۍ ته یې ګوره د خلکو لپاره د دیانت او اسلامیت نمونه ده، ته یې خویندو او مور ته وګوره، څومره محترمې او درنې ښځې دي..! مګر له دې ښځې څه جوړ شول!. د ژوند یوولس کاله مو څومره په خوشالۍ تېر کړل!. د خوښۍ او خوشالۍ له کبله یوه ورځ هم په خپله بېوزلي پوه نه شوو. ما خو پرېږده بلکې سمیر او سمیرا هم په دې پوهېږی، چې دا زموږ هغه پخوانۍ مور نه ده. اوس یې دا دی بیا آس زین کړی او چېرې ځي، خارج یې لا کوم ځای دی! له چا سره ځي؟ بیا زړه ټېک ونه کړ. شاه زنین ته یې ته مخ کړ: او ښځې ته یوازې ځې؟"
- نه، ډکه الوتکه ځي؟ ډېر خلک دي، د هېچا مرستې ته اړتیا نشته. یره خو.....
شاه زنین چې په خپل نوي بیک کې لګیا وه، خپلې شنډې څو ځله په غاښونو کې کلکې کړې او غوسې اړ کړه، چې بېرون ته ووځي. " له څه ناپوهه سره مې سر دی. بس دی، چې ستا له اجازې به ګودر ته نه شوای تللی! نور دې نه واک منم او نه مشري بلکې ته باید زما ومنې. اوس هغه پخوانۍ سادګۍ نه یم، په هر څه پوهېږم، جنډر مې وپېژانده او د تاو تریخوالي په مانا پوهېږم....، نور تا ته جان او خان نه شم ویلی. نوره دا اجازه نه درکوم، چې بې ځایه پوښتنه وکړې، چې څه کوې او چېرې ځې؟ که د سمیر او سمیرا لحاظ نه وای نو له تا سره مو پخوا په مخه ښه کوله. چېرې ځې او څه کوې، چېرې او څه کوې. بله خبره دې نه ده زده، خاورې دې په سر شه. که نه شوه دا کور هم در پرېږدم بیا ته پوهه شه او کور دې. زما لپاره ډېر آرام او هوسا ځایونه شته. له ځان سره نوره هم ډېره وغوسمېده ....
سرورخان زړه را غونډ کړ، چې خواښې ته زنګ ووهي، هلو! څنګه یی؟
- سرورخانه ته یې؟ څه حال ام دی، سمیر او سمیرا ښه دي. شاه زنین څنګه ده.؟...
- د همغې په باره کې مې زنګ درته وهلی.... دا څو شپې کېږي، چې بیا یې ډېر خولک را تنګ کړی... له جګړو پرته بل کار نه لرو.... اوس وايي چې خارج ته ځم. خدای خبر چې چېرې ځي!! او څه کوي...
- خیر دی، زه او لالا به یې نصیحت ورته وکړو. ته مه خفه کېږې! شخړه مه ورسره کوه، چې اولادونه مو د ډېرو شخړو له لاسه بیخي ناروغ شوي. هغې هم ژر شاه زنین ته زنګ وواهه: هلو لورې! غږ مې اورې...؟
- هو، هو اورم. دې ځناور لکه چې بیا خبره ستا تر غوږو در ورسوله!
- لورې داسې مه کوه، لالا دې هسې نه هم ناروغ دی. له خپل کور نه تنور مه جوړوه، موږ مه در سره سیځه!
- ادې! نور مې له تا هم زړه سوړ دی. ته هم هر وخت د همده ننګه کوې. لس ځله مې درته ویلي، چې زه تړل شوی حیوان نه یم. آزاده او هوښیاره ښځه یم. بس دي، یوولس کاله مې د هغه خبرې منلې اوس دې زما خبرې مني،  زه د نړۍ د نورو ښځو په څېر ژوند کول غواړم. ما مې خپل حقوق پېژندلی او چا ته اجازه نه ورکوم چې پښې پرې کېږدي.
- ګوره لورې هېڅکله دومره مه هوايي کېږه، سرور هېڅکله له تا سره ظلم نه دیکړی.
- ته همغه د فیل په غوږ کې ویده یې. ادې جانې ښه واوره، چې له خپل دفتر څخه یوه میاشت رخصت اخیستی او سبا جرمني ته ځم. نوره ته پوهه شه او ستا سرور. چې کله بېرته را غبرګه شوم بیا به خبرې کوو!! نور یې ټلېفون بند کړ.
شاه زنین سبا د پاسپورت تر ترلاسه کولو وروسته هوايي ډګر ته لاړه او د جرمني په وېزه یې په اروپا کې پوره یوه میاشت تېره کړه. کله به یې دومره زړه نرم شو، چې خپل زوی سمیر او لور سمیرا ته زنګ ووهي، خو ډېر ځله به ټلېفون سرور واخیست او په دې به نه توانېده چې له هغوی سره خبرې وکړي.  د مسافرۍ لومړۍ شپې ورځې ورته ډېرې خوږې وې خو کرار یې له هر څه زړه مړېده. خو کله چې له سفره راغله سرورخان یې کور ته د تلو مخه ونیوله. ژر یې خپلې مور ته زنګ وواهه، خو هغې هم له ډېرې غوسې نه غوښتل چې خبرې ورسره وکړي. بیا یې موټروان ته وویل چې د (امن کور) ته لاړ شي. "تاسې فکر کوئ، چې ژوند ستاسې په لاس کې دی! زه به تاسې ته وښیم، چې ستاسې له ملتیا پرته هم ژوند کولی شم.... ځه اوس به ټولو ته پته ولګېږي چې زه څه کولی شم..." زړه کې یې ډېرې نورې ګیلې او مانې هم وکړې.
د شاه زنین په لیدو د امن په کور کې ډله ښځې په دې تمه په بیړه راټولې شوې، چې ښايی له دوی سره له دې کور څخه د وتو په برخه کې مرسته وکړي. خو په دې ډېرې هکې پکې شوې، چې شاه زنین په خپله پنا راوړې!! هرې یوې ترې دا پوښتنه کوله، چې ولې؟ څه شوي وو؟ اولادونه دې څه کړل؟ داسې څوک نه کوي! ټولو پرې خفګان څرګنداوه، همدغه د اخ، افسوس، څا څا د توریو غېشي وو، چې له یوې او بلې خوا د شاه زنین په غوږونو لګېدل. د شاه زنین زړه ته دا خبره ورسېده، چې دلته خو هېڅوک داسې نه شته، چې ددې سیاله او په ټولنیزه درجه کې ورسره برابروي! د شاه زنین کورنۍ یوازې ځان له دې ډاډه کړ، چې هغه د امن په کور کې ده خو نور یې د شرم او غوسې له کبله د هغې هېڅ پوښتنه ونه کړه. ډېرې شپې تېرې شوې، لومړۍ څو میاشتې خو له همغه ځایه دفتر ته تله خو له دندې یې هم زړه موړ شو چې د چا لپاره پیسې ګټي.  اوس سرورخان نه ؤ، سمیر او نه سمیرا خو به تل په خوب کې د نوموړې سر ته سپېره ولاړ وو. مور یې دومره احوال ورته را ولېږه، چې نور هغه مور ونه بولي. د شاه زنین په ذهن کې د غوسې او پښېمانۍ مبارزې زور واخیست چې تر ډېرې مودې همدې ډول فکرونو په ویښه او ویدو کې نیښتېځله او ځځېرله. کال به نه ؤ تېر، چې همدې خبرې د شاه زنین په خوله کې ځای ونیو، چې کاشکې یو ځل بیا همغه پخوانۍ سادګۍ وای او زما قهرجن خان. زما حقوق خو همغه وو مګر ما د خپلو حقوقو په پیژندلو سره په خپل ژوند قناعت ونه کړ بلکې د نورو په حقونو مې سترګې پټې کړې چې پایله یې همدا شوه.   
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery