مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-10-24   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د ژوند ترخه!

ایمل څړوال

  

پوښتنه یې وکړه: قهوا څښې؟
 ځواب مې ورکړ: زما ترخه شیان نه خوښیږي.
ویل یې: له ترخو سره ځان عادت کړه، ځکه چې ژوند چا ته خواږه نه ورکوي.
ورته ومې ویل: ولی؟ انسان د ټاکنې حق او آزادي نه لري؟
 ویل یې: مینه او آزادي؟ چې مینه راشي آزادي کوچ کوي، په مینه کې د ازادۍ لیکل له سړي هېریږي، غوښتل یې بې مانا خبره ده.
بې ارادې مې له خولې ووتل: یوه پیاله قهوا.....
خو د ژوند د ترخو په مطلب هلته پوه شوم چې یوه ورځ یې راته ځواب راولیږلو...
ګرانه، زه باید لاړه شم، که پاتې شوم هر څه به له منځه لاړ شي، مخه ښه او خدای په امانۍ ته نه درځم، دا ټکي نه شم ویلې، ویل یې هم نه غواړم...
دا ټکي مې نه خوښیږي، که ریښتیا درته ووایم په مانا یې هم نه پوهیږم...
په مینه کې هیڅ شی پیل او پای نه لري...
زمونږ تر منځ اړیکه زه نه شم بیانولی... نه پوهیږم څنګه؟ خو پوره باور لرم چې یوه نه یوه ورځ به مونږ ژوند بیا یو بل ته مخامخ کړي، خو... په کومه څېره او کوم حالت کې؟
 دا منم چې یو څه وخت به ونیسي... خو مونږ به ضرور یوې نه یوې پایلې ته رسیږو، په همدې کې به د دواړو خیر وي...
تر هغه وخته ښې چارې، له ژونده خوند واخله...
هو، خو دا خبره په یاد لره چې هیڅکله هم ستا ځای بلڅوک نه شي ډکولی... زما به تل په یاد وی... د ژوند په سفر کې مونږ له نویو خلکو او څېرو سره مخامخ کیږو... خو پخواني خلک او څېرې نه شو هېرولای، هر یاد د انسان په ذهن کې یو داغ پریږدي، لکه میخ چې په دیوال کې ټکول شي، له راویستلو ورسته یې هم داغ پاتیکیږي، دا هم همداسې در واخله....
په ژوند کې نوې کیسې را منځ ته کیږي، له هرې کیسې سره نوې تجربې تر لاسه کوو، له تجربو نوي شیان، په نوې او بهتره بڼه زده کوو... د ژوند په اړه مو پوهه نوره هم لوړیږي او ...
مینه د دوبي د موسم په څېر وګڼه چې هر کال راځي، بیا، بیا تکراریږي، تر څو چې ژوند شته، مینه هم شته...
لکه د هر دوبي چې ځانګړی خوند او رنګ وي، همداسې هره مينه هم در واخله... ځانګړې نشه لري... داسې نشه چې باید ولمانځل شي، قدر یې وشي او...
یو ځل بیا درته وایم زما به هیڅکله هم هېر نه شی... خو...
تر بیا، ښې چارې...
بیا به شي... خوښي دې غواړم...

ورته ومې لیکل: تا خو مینه د تجروبو د تر لاسه کولو لپاره کوله، خو زما لپاره مینه یانې ژوند... ستا لپاره خو مینه لکه د دوبي موسم هر کال راځي، خو زما لپاره مینه زما د ژوند د سپرلي په مانا ده، سپرلې چې وي، ښه دی، که سپرلی تېر شي، ځای یې منی نیسي، هر سپرلی په ژوند کې یو ځل راځي، بیا نه تکراریږي...
خو... لیک مې نه دی ور استولی... ځکه پته یې راسره نشته...

اوس مې ترخه خوښیږي...
Photo: ‎پوښتنه یې وکړه: قهوا څښې؟ ځواب مې ورکړ: زما ترخه شیان نه خوښیږي. ویل یې: له ترخو سره ځان عادت کړه، ځکه چې ژوند چا ته خواږه نه ورکوي. ورته ومې ویل: ولی؟ انسان د ټاکنې حق او آزادي نه لري؟ ویل یې: مینه او آزادي؟ چې مینه راشي آزادي کوچ کوي، په مینه کې د ازادۍ لیکل له سړي هېریږي، غوښتل یې بې مانا خبره ده. بې ارادې مې له خولې ووتل: یوه پیاله قهوا..... خو د ژوند د ترخو په مطلب هلته پوه شوم چې یوه ورځ یې راته ځواب راولیږلو... ګرانه، زه باید لاړه شم، که پاتې شوم هر څه به له منځه لاړ شي، مخه ښه او خدای په امانۍ ته نه درځم، دا ټکي نه شم ویلې، ویل یې هم نه غواړم... دا ټکي مې نه خوښیږي، که ریښتیا درته ووایم په مانا یې هم نه پوهیږم... په مینه کې هیڅ شی پیل او پای نه لري... زمونږ تر منځ اړیکه زه نه شم بیانولی... نه پوهیږم څنګه؟ خو پوره باور لرم چې یوه نه یوه ورځ به مونږ ژوند بیا یو بل ته مخامخ کړي، خو... په کومه څېره او کوم حالت کې؟ دا منم چې یو څه وخت به ونیسي... خو مونږ به ضرور یوې نه یوې پایلې ته رسیږو، په همدې کې به د دواړو خیر وي... تر هغه وخته ښې چارې، له ژونده خوند واخله... هو، خو دا خبره په یاد لره چې هیڅکله هم ستا ځای بلڅوک نه شي ډکولی... زما به تل په یاد وی... د ژوند په سفر کې مونږ له نویو خلکو او څېرو سره مخامخ کیږو... خو پخواني خلک او څېرې نه شو هېرولای، هر یاد د انسان په ذهن کې یو داغ پریږدي، لکه میخ چې په دیوال کې ټکول شي، له راویستلو ورسته یې هم داغ پاتیکیږي، دا هم همداسې در واخله.... په ژوند کې نوې کیسې را منځ ته کیږي، له هرې کیسې سره نوې تجربې تر لاسه کوو، له تجربو نوي شیان، په نوې او بهتره بڼه زده کوو... د ژوند په اړه مو پوهه نوره هم لوړیږي او ... مینه د دوبي د موسم په څېر وګڼه چې هر کال راځي، بیا، بیا تکراریږي، تر څو چې ژوند شته، مینه هم شته... لکه د هر دوبي چې ځانګړی خوند او رنګ وي، همداسې هره مينه هم در واخله... ځانګړې نشه لري... داسې نشه چې باید ولمانځل شي، قدر یې وشي او... یو ځل بیا درته وایم زما به هیڅکله هم هېر نه شی... خو... تر بیا، ښې چارې... بیا به شي... خوښي دې غواړم... ورته ومې لیکل: تا خو مینه د تجروبو د تر لاسه کولو لپاره کوله، خو زما لپاره مینه یانې ژوند... ستا لپاره خو مینه لکه د دوبي موسم هر کال راځي، خو زما لپاره مینه زما د ژوند د سپرلي په مانا ده، سپرلې چې وي، ښه دی، که سپرلی تېر شي، ځای یې منی نیسي، هر سپرلی په ژوند کې یو ځل راځي، بیا نه تکراریږي... خو... لیک مې نه دی ور استولی... ځکه پته یې راسره نشته... اوس مې ترخه خوښیږي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery