مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-10-26   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د سزا جواز

ع.شريف زاد

    يو ځل سلطان الپ ارسلان سلجوقي ١٠٦٣­١٠٧٢م د ډوډۍ خوړلو لپاره نا ست وه د اشپز له لا سه کاسه وښورېدله او په هغه باندې لږ ښوروا تويه شوه او جامې ېې لندې شوې پاچا اشپز ته په قهر وکتل د اشپز يقين راغي چې پا چا به مې مړ کړي. نو د ښوروا څخه ډکه کاسه ېې د پاچا پر سر تشه کړه ، حا ضر با شا نو او کاسه ليسانو کلک ونيوه او محبس ته ېې بوت. بله ورځ باچا خپل دربار ته راوغوښت او پوښتنه ېې وکړه چې په لومړي ځل کې په سهو درنه ښوروا چپه شوه چې معاف کيدى شوې ليکن د باقيمانده شوروا د تويولو علت راته ووايه.
اشپز وويل چې اى د الله سورې! د لومړي جرم څخه ځما يقين راغي ،چې ماته دمرګ سزا راکوې ،مګر وډار شوم چې خلک به ځما په دې کمه ګناه تاته ظالم وواېې نو خپل جرم مې غټ او دروند کړ چې د مړ کولو جواز درته پيدا شي او خلک تاته ظالم ونه واېې او ستا په عدل او انصاف کې څوک خبرې ونه کړي.
دا ګفتار چې پاچا واوريده هغه ېې معاف کړ او څلويښت زره درهم ېې هم ورکړل. 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery