مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-11-04   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ښکارولګید:

شریف الله شرافت

 

 بکتاش نن بیا د مکروریانو مارکیټ په لور وخوځید.
دا لومړۍ ورځ نده چې  بکتاش دمکروریانو مارګیټ ته ځي، بلکې هرمازیګر ځي او انجونو ته موټر دروي ترڅو یې موټر کې پورته کړې او چکر ته یې بوځي.
کله چې مکرویانو مارکیټ ته ورسید سترګې یې په یوه انجلۍ ولګیدې،یواځي دوه سترګې یې ښکاریدي، چې دسرک په غاړه ولاړه وه ترڅو موټرته پورته شي او کورته ولاړه شي. 
 بکتاش خپل موټر په ورو کړ او انجلۍ ته ودرید ،رډ رډ یې ورته کتل،په غل چکوسترګو یې ورته اشار وکړه .
انجلئ په منډه موټر ته پورته شوه ، بکتاش ښه په نشه کې شو او له ځان سره یې اوویل :نورو انجونو ته هره ورځ زاري کووم چې موټرته راپورته شي اونن په یوه اشاره ښکارولګید.
زر یې یوه مسته سندره ولګوله او ښیښه یې هم انجلۍ ته برابره کړه تر څو په سترګوکې یې وڅارې.
انجلۍ ته یې اوویل: کوم ځاي ته ؟
 انجلۍ ورته په مړ غږ اوویل زړو مکروریانوته  بکتاش دومره پوه شو چې مکروریانو ته، ځکه د ټیپ غږ اوچت وه. 
 بکتاش په ښیښه سترګې منډلې وي او انجلۍ ته یې رنګا رنګ اشارې کولي.
خو انجلۍ دخولي هیڅ غږ نه راووت، بکتاش دي ته اړ شو چې ورته اوایې چې دا ښکلي مخ دي لږ ښکاره کړه.
انجلۍ هیڅ هم نه وویل او  بکتاش چې څه به خوله راتلل وویل یې.
چې کله زړو مکروریانو ته لږ نژدي شول، نو  بکتاش خپل مبایل راواخیست او انجلې ته یې چې خپل نمبر دي دې کې ډایل کړه ،انجلۍ په ډیره غوسه د  بکتاش دلاس نه مبایل راکښ کړو، خپل نمبر یې پکې ډایل کړو او  بکتاش ته یې ورکړو. 
 بکتاش چې موټرچلونه یې هم کوله اوسترګې یې په ښیښه هم منډلي وي . 
 بکتاش د مبا یل اوکی بټن کیکاږله ، چې یو دم د مبایل په ښیښه راڅرګند شول خواهر!!
اوچې شاته یې وکتل انجلۍ مخ ښکاره کړې وه چې د بکتاش خورده

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery