مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-11-07   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

تښتول شوې ډاکټره

رفيع الله روشن


 

 سامعه  له کوره څو کوڅې لرې په خامه سړک دکتابونوبکسه په غاړه،له يوې همزولې سره ښوونځی ته روانه وه،ملګرې پوښتنه ترې وکړه ته غواړې په اينده کې څه درنه جوړ شي؟
سامعې دشهادت ګوته دغاښونوپه منځ کې ونيوه،ښي سترګه يې پټه کړه اوپه دماغويې زور راوړ.
زه خوغواړم ډاکټره شم اوته غواړې څه شې؟
هغې وويل زه خو غواړم معلمه شم.
ولې غواړې معلمه شې؟
ځکه چې سپېڅلې اوبې تکليفه دنده ده.
دواړو ټيټه خندا وکړه او قدمونه يې جاري وساتل،دکور او ښوونځي ترمنځ وې چې کرولا موټر يې ترڅنګ کلک بريک ونيو او دوړی يې جوړې کړې،دواړو نجونوسپين ټکري سترګوته ونيول، وډارې شوې ،چې په دې کې يوه شخص چې مخ يې پېچلی و،سامعه له مټه ونيوه.
ښه نو تاسو غواړئ ښوونځی ووايئ؟
زربخته له سامعې مخکې شوه ځواب يې ورکړ ولې دا ډېره لويه ګناه ده؟
سړی غوسه شو،بې شرمې تا اوستاپشان نورو بې حيا جنکيوخو ددې ملک عزت له خارو سره خاورې کړ،زه به تاته اوس ښه درس درکړم.
سامعه چې ډېره ترهېدلې وه،خبرې ترې هېرې شوی وې،يواځې سړی ته يې کتل نوره ساکنه ولاړه وه، په دې وخت کې زربختې دسړي مخ ته لاس ور واچاوه ،هغه ټوټه چې مخ يې ورباندې پېچلی و،ورڅخه لرې کړه اوخپړې يې پرې ولګولې،سړي زربخته يوه کلکه لغته ووهله ،هغه پرېوته خودد رد له زوره بې هوښه شوه.
موټر والا سامعه موټر ته پورته کړه اوپه نامعلوم لوری يې يوړله،کله چې زربخته په هوښ راغله روغتون کې وه، شاوخوايې وکتل سهارنی پېښه ورپه زړه شوه،چيغې يې کړې خوناڅاپه غلې شوه،لکه سوچ چې کوی هغه سړی چې زربخته يې په لغته ووهله اوسامعه يې وتښتوله  دې  فکر کاوه چېرې يې له دې مخکې هم ليدلی دی،خو جای ته يې نشو راوړلای.
سامعه څو ورځې ورکه وه، هرخوا ورپسې پلټنې روانې وې،خو هېڅ درک يې نه و،تښتونکيو سامعې ته ويلي و،په يوه شرط دې پرېږدو چې نوره به ښوونځی ته نه ځې او نورې نجونې به هم له تلو منع کوې،سامعه بياهم غلې وه،تښتونکيو بيا ورته وويل که چېرې زمونږ شرط منې نو کورته دې استوو کنه  وژنو دې او په دې ساه کې دې اچوو،اوس ته پرېکړه وکړه،تښتونکي ورته وويل ته که ټوله پوهه ورګرځې څه به درنه جوړ شي،ښځه هېڅکله هم له زده کړو ګټه نشي پورته کولی،اوبيا تاسوخو پلار اومورته هېڅ نه پکارېږئ ،ځکه چې درسونه موخلاصېږی نوتاسوهم ودېږئ،څومره احمقان دی ستاسو والدين،چې په خپله ګټه او تاوان نه پوهېږي،خومونږ به ټولې هغه نجونې چې ښوونځيوته ځي وتښتوو،وبه يې وژنواو ښوونځي به يې وسېزو.
سامعې په ډېرې وېرې سره يواځې دومره ورته وويل،زه به ستاسو پکار راشم،ولی تاسو اولادونه نلرئ؟ هغه به ناروغان کېږی نه؟نور خلک اولادونه نه لری؟
له دې سره يې په مخ يوه درنه څپېړه وخوړه،چې پوزه او شونډه يې وينې شول،ته سپين سترګې لا خبرې هم کوې؟
هغې له وينوپه ډکه خوله ورته وويل خو تاسو رانه پوښتنه وکړه.
سامعې په هېڅ صورت دهغو خبرو ته هو ونه ويل، وروسته له پنځو ورځو سامعه په داسې حال کې په هماغه ځای کې چې ورڅخه تښتول شوې وه، وغورځول شوه چې پوزه يې نيمه پرې شوې وه، نجلۍ خلکو روغتون ته ورسوله،کورنی او دوستان يې خبر شول،هرڅوک به يې پوښتنې ته ورتلل، کله چې سامعه کورته راغله،ټولوفکر کاوه چې نوره به دښوونځي نوم هم په خوله وانخلي خو هغې وروسته له څو ورځو سهار بيا د ښوونځي تورې جامې اوسپين ټکری راواخست او ښوونځي ته دتللو اماده ګي يې ونيوله،په کور کې ټولو ورته ويل مه ځه دې ښوونځي خو له تا د وجود غړی واخست تېره شه ورنه بس دی.
خو سامعې چې خپل هدف ته رسيدل يې غوښتل دهېچاخبره يې ونه منله ،ويې ويل اوس خو درس ويل زما ضد شو او ښوونځی ته روانه شوه،هغې دښوونځي دوره په برياليتوب پای ته ورسوله،دکانکور له ازموينې وروسته دطب په برخه کې دقابلګۍ څانګې ته بريالۍ شوه،لنډه داچې دزده کړو دابهير يې هم په مينه او خوښئ سره پای ته ورسو اوپه يوه روغتون کې يې دنده هم واخسته.
يوه ورځ سامعه دندې ته روانه وه، چې يوه ټرافيکی پېښې سره مخ شوه، ددوی له موټر څخه مخکې روان موټر ټکر وکړ دوی له ټپيانوسره دمرستې په خاطر خپل موټر ودراوه او دهغوی ژغورلوته ورښکته شول،يوټپی چې په مټ سخت زخمی و او وينه يې ډېره وه،ډاکټرې سامعې خپل دلومړنيو مرستو بکسه راواخسته او د زخمی دټپ دتړلو په خاطر يې دهغه لستوڼی پرې کړ،کله چې سامعې له ناروغ سره مرسته وکړه دخولو پاکولو په وخت کې دهغې له پوزې څخه ماسک (پوزه پټوونکی) لرې شو،ټپي چې د سامعې نيمه پوزه وليده،له لاسه يې ونيوله،په ژړا شو او سامعې ته يې وويل :
دخدای په خاطر ما ووژنه،زه ددې مرستې قابل نه بلکې د وژلو قابل يم،هيله کوم زما لاس بېرته پرانيزه اوپرېږده چې دډېرې وينې له ضايع کېدو مړ شم، ټول حيران شول،چې ناروغ څه وايي،فکر کېده چې ددرد له زوره به پرته وايي، خو داسې نه وکله چې ډاکټره سامعه دسړي دسترګوپه سپين کې تور اوږده داغ ته متوجه شوه دهغه سړي سترګې وريادې شوې کوم چې څوکاله دمخه يې سامعه وتښتوله او دزده کړو کولو په ګناه يې پوزه ترې غوسه کړه،پوهه شوه چې هغه شخص همدا دی ،دهغې له سترګو هم اوښکو لارې وکړې او فقط دومره يې ورته وويل: ووايه چې زه ستا پکار شوم اوکنه؟

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery