مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-03   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

لیکوال او باروت

نوزادي

 

 ناول

 لومړی څپرکی:
وحید چې دلومړی ټولګۍ زده کونکی ؤ، دشپي د ډوډۍ خوړلو وروسته خپل کوټي ته لاړ، د مشق کتابچه یی راواخستل، مشواڼۍ یی خلاصه کړه او په نیی قلم یی ولیکل: (ا)، ښه یی ورته وکتل، خوند یی ورنه کړ، (ا) کوږ وو دسره یی بیا (ا) ولیکه خو بیا هم الف غوندی نه ښکاریده د کتاب سره یی توپیر درلود، وحید بیا پر الف خط را کش کړ، او دسره یی خپل ټول حواس یی راټول کړل او بیا یی و لیکل: (ا)، داځل الف سم، د کتاب سره یی مقایسه کړ، د کتاب نه هم د وحید لیکنه ښکلی وه، مسکی شو او بیا یی د الف پسی ب، ت ، ث، ج، ح او بیا خ ولیکل او په دی ډول یی ټول حروف تر( ي) پوری بشپړ کړل. ټول حروف سم وو، خو پاڼه چټله شوی وه، وحید هم بله پاڼه راواخستل او دسره یی ټول حروف د الف نه بیا تر (ي) پوری ولیکل. شپه ناوخته کتابچی ته یی نظر واچاوه، دا ځلی ټول حروف سم وو، پاک او ښکلی وو، وحید با مسکئ شو او دځان سره یي وویل، اوس نو ټول سم دی اوسبا به ښوونکی خامخا افرین راکړی، ساعت ته چی پر دیوال ځوړند و، وکتل، دشپی لس بجي وي، مشواڼۍ یی وتړل او بیا دمور او پلار سره د خوب په خونه کی یو ځای شو. خوب لا نه ؤ وړی چې دروازه څوڅو واره ودرزیدل، ټوله یی دخوبه را پاڅول، د وحید پلار د ډاره ګروپونه خاموشه کړه او پدی خاطر چی د پښو اواز یی څوک وانه وری په لوڅو پښو یی ځان د سرای و دروازی ته نژدی کړ، سترګی یی ددروازی پر پیوست برابری کړی، تلاښ یی کاوه ترڅو څوک ووینی، خو هوا ډیره تیاره وه، او څوک یی نه شوای لیدلای، یوه شیبه هلته تم شو او غوښتل یی دوباره کورته را وګرځی، لا ددروازی نه بیرته نه ؤ لیری شوی چې دروازه بیا په زوره زوره ودرزیدل، د وحید پلار ددروازی یو لوری ته ودرید، ویی ویل: څوک یاست؟
 ددروازی د شانه غږ راغی: باروت یمه، مامورصاحب، دروزاه خلاصه کړه.
دوحید پلارپه داسی حال کی چی د ډیره ډاره یی زړه د په سینه کی درزیده، رنګ یی سپین الوتی وو، دروازه یی خلاصه کړه، باروت ته یی وویل: خدای دی انصاف درکړی دننه راشئ، نژدی دي چې زړاه می د ډاره ودریږی. وړوکی وحید د ډیره ډاره ځان په بړستنه کی تاو کړی ؤ، د کړکۍ نه یی څارکاوه، غوښتل یی ځان په حوادثو پوه کړی، و یی ولیدل چی یو شمیر خلک چی په مرمیو بار، ببرسرونه اوږدی ږیری، پایڅی یي بډوهلی، پکلونه یی پرسر وو او دستمالونه یی په غاړه کی لویدلی وه په بیړه، بیړه سرای ته را ننوتل، د وحید ډار نور هم زیات شو، سره ددی چی ځان یی په بړستنه کی تاوو کړی ووخو زامی یی په لړزیدو شوی او غاښونه یی یو دبل سره په جګړه بوخت شول، موردزوی د زامو غږ واورید، غیږی ته یی را کش کړ، په سینه پوری یی ټینګ کړ، ورو یی وویل: زویه مه ډاریږه، ستا د پلار ملګري به وی. خو وحید فکر کاوه ، چې غله دی( دغلو کیسی یی خپل د پلار نه ډیری اوریدلی وی) سره ددی چې مور یی ډاډ ورکاوه، ویره یي نوره هم زیاته شوه ، ځان یی ترستونی پوری په بړستنه ونغاړه، او دهغه ځایه یی ننداره کول، غوښتل یی پوه شی چی په دی نیمه شپه کی دا ټوپکو وال څوک دی او څه غواړی.وحید دروازی ته ځيرؤ، راغلی کسان یی یو، یو شمیرل، پوره ۱۵ کسان دسترګو د رپ سره د وحید دوی سرای ته ننوتی وو، د وحید پلار دروازه وتړل، د لرګی لویه ټمبه یی د وره شاته ودرول، او بیا یی سمدلاسه د میلمیستون لوری ته راهنمایی کړه، وړوکی وحید هم ورورو د ډار د حالت نه ووت خو لا سم په حال نه ؤ راغلی چی پلاریی په کوټه راننوت، لومړی یی ورلګیت ولګاوه او څراغ یی روښانه کړ او بیا یی سمدلاسه خپل میرمین دخوبه پاڅول، ترڅو د میلمنو لپاره ډوډۍ اماده کړی.
Ѵ وحید پر پلار غږ وکړ، پلاره داڅوک دي؟
Ѵ پلاریی مخ وحید ته واړاوه ویی ویل، زویه مجاهدین دی، مجاهدین!
Ѵ وحید لاتراوسه ووړ، وو او نه پوهیده چی مجاهدین لا څوک وی، غوښتل یی خپل و پوښتنوته ځواب پیداکړی، سمدلاسه یی بله پوښتنه طرحه کړه: دا ټول ټوپک لری؟
Ѵ د وحید پلار: هو زویه، دا قوماندان باروت دی، خورا زړور سړی دی په یوه ځان په ټانکانوورځی او خپل سر یی د الله د رضا او د وطن د ازادی لپاره وقف کړیدی، نوم یی دخلګو پرژبه دی.
په دی وخت کی د وحید مور هم له خوبه پاڅیدل ګروپونه یی روښانه کړه، د وحید پلار ژر بیرته ګروپونه خاموشه کړه او میرمنی ته یی داسی وویل: احتیاط کوه، ګروپونه مه لګوه، د استخباراتو مامورین راخبر نه شی، کنه ژوند به مو په دوذخ بدل کړی.
Ѵ د وحید مور: وبخښه، زه پوه نه شوم،
Ѵ د وحید پلار، ګوره زموږ په کورکی مجاهدین دی، مجاهدین. یو غوږ باید د بله غوږه خبر نه شی. یوازی څراغ ولګوه او کوښښ وکړه څو، ټول کارونه دی څراغ ته ترسره کړی.
د وحید مور، دسترخوان و لټاوه، یوازی دوی سړی ډوډۍ او هغه هم ټوټی او پارچی په دسترخوان کی پاته وی، بله چاره نه وه، سمدلاسه یی وریجی بارکړی، د شپی تر ۱۲ بجو پوری یی مړی تیاره کړه، او میلمانه یی ماړه کړه.
د ډوډۍ ترخوړلو وروسته باروت او دهغه یاران د کوټی نه ووتل، د وحید پلارمامور فضل الله چی په مامور فضلو مشهور و، لومړی یی د سرای دروازه پرانستل، سریی ددروازی نه وایست، شاوخوا یی نظر وځغلاوه، شپه په خاموشۍ کی تللی وه، مامور فضل الله مخ باروت ته واړاوه، ویی ویل، قوماندان صاحب، داسی ښکاری چی کوم خطر نسته په مخه موښه.
قوماندان باروت او یاران یی یو، یوله دروازی ووتل، مامورفضلو دروازه ټینګه کړه، ټمبه یی ورته ودرول او بیرت کوټی ته راستون شو.
میرمن او زوی یی دواړه ویښ وه، او وحید د قوماندان باروت نامه ته په شوچ کی ؤ په مناسسب فرصت پسی ګرځیده ترڅو دپلار نه پوښتنه وکړی. شپه نیمه شوی وه، خو داچی د خوبه وتی وه، خوب یی خراب شوی ؤ او خوب نه ورتی، ټول په بسترو کی ننوتی وو، دخوب ګروپ کوټه روښانه کړی وه چی د مامور فضلو میرمنی پر خاوند غږ وکړ: سړیه! دا په دی نیمه شپه څوک راغلی وو؟
 خاوند: مجاهدین وه، مجاهدین، قوماندان باروت ؤ،
 وحید چې د پلار خبروته ښه متوجه ؤ لومړی یی پلارته وکتل او بیا یی په کټ، کټ وخندل، د پلار پاملرنه یی ځانته واړول او ویی ویل: پلاره، عجیبه نوم دی، لومړی ځل یی اورم، بیا مسکۍ شو او دځان سره یی تکرارکړه، قوماندان باروت، بل نوم پی دریدلی ؤ.
پلار یی مسکی شو، زوی ته یی و کتل او داسی ځواب یی ورکړ: زویه، اصلی نوم یی بهلول خان دی، باروت یی ځکه بولی چی په یوه تن د سلو جنګیالیو سره جنګیږی، ډیر مسلمان او مجاهد سړی دی، خپل هرڅه یی د اسلام د بریا لپاره قربان کړیدی، د روسانو ټانګانو ته د باروتو په څير اور اچوی، ځکه یی نو اوس د باروت نوم ګټلی دی، او ډیر خلګ یی په قوماندان باروت پیژنی. زیاته یی کړه، قوماندان باروت پرما ډیر ګران دی.
قوماندان باروت، په رښتیا هم یو سپیڅلی اوترسرتیر مجاهد ؤ، د اسلام د بریا لپاره یی پخپل سرلوبی کولی، په هرکاراو هره خبره کی یی د وطن اواسلام خیر نغښتی ؤ، هره ورځ یی یو نوی ګل کاره، کله به یی د روسانو پرپوستو برید کاوه او کله به یی دولتی پوستی د سترګو په رپ کی دځانه سره وړی. لنډه داچې چیری به یو پیښه شوی وه نو ټولو به فکر کاوه چی دا دباروت کاردی.
دولتی چارواکی هم په باروت پسی ګرځیدل، خو د باروت نیول دومره اسانه کارنه ؤ.
وحیدمسکی شو، د پلار خبرو خوند ورکړی، په زړه کی یی وویل: کاشکی زه هم د قوماندان باروت په ډول زړور مجاهد شم ټوپک ولرم او لښکر ولرم.
ورځی او شپی تیریدلی، د چهارده په هرکلی کی د قوماندان باروت کیسی کیدلی، نوم یی د خلکو پر ژبو ؤ، د چهارده هرزلمی غوښتل چی د قوماندان باروت په څیر جګړه مار او وطن دوسته شی، نوم یی په سیمه کی مشهوره شی، څوک ترینه وډارشی خو څوک بیا ورته درناوی وکړی.
قوماندان باروت به کله کله د شپی په نیمایی کی د پیری په څير د وحید، دوی کورته څرګند شو، د مامور فضلو سره یی خورا ټینګه یارانه وه. مامورفضلو هم باروت خورا نازاوه.
قوماندان باروت د نور قوماندانانو نه تو پیر درلود، قوماندان باروت سره ددی چی زلمی ؤ، خو خورا متقی او پردین او خاوری مین ؤ، مکتب یی نه سوځاوه، مکتبیان یی نه وژل، کلی او کلیوال ورباندی ګران وو، مشرانو ته یی درناوی کاوه اوپر کشرانو خورا مهربان ؤ. قوماندان باروت خپل حریفان پیژندل، پر هغوی باندی یی د عزرایل په څير حمله کول او د منځه یی وړل.
په حقیقت کی قوماندان باروت د مجاهدینو په ډلوکی د ولس مدافع وکیل ؤ، د خوار او غریب لاس نیوی یی کاوه، چه کله به هم مجاهدینو کوم څوک بی ګناه بندی کړنو سمدلاسه به خلګ و قوماندان باروت ته ورتلل او قوماندان باروت غریب به په لوڅو پښو د ولس چوپړ کاوه، غره په غره به ورسره ګرځیده او بی ګناه کسان به یی د مجاهدینو نه راخوشی کول. همدی کار په رښتیا هم د ولس په منځ کی د باروت شهرت زیاد کړی ؤ.
د وحیدد قوماندان باروت کیسی ډیری خوښیدلی، هره شپه به یی پلار ته ویل چی د قوماندان باروت کیسی ورته وکړی، وحیدبه د قوماندان باروت په کیسو په خوب ویده کیده.
له دی وروسته څو څو ځلی قوماندان باروت د مامورفضلو کورته راغی، د وحیدسره اشنا شو، وحیدبه هر وخت د پلارنه د قوماندان باروت پوښتنه کول، لنډه داچی قوماندان باروت وحید ته هم خورا ګران شوی ؤ.

دوام لری

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery