مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-10   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

لیکوال او باروت ناول

احمدجان نوزادی

 
   

 دریم څپرکی:
د کارته نو جګړه دوامداره شوه، داسی ښکاریده چی جګړه مار لا په ۱۴ کلنه جګړه ماړه نه وو، او غښتل یی خپله تنده د بی ګناه ښاریانو په وژلو ماته کړی، په سیمه کی وحشی جګړه روانه وه، درندو وسلو د جګړی ددواړو لوروته د ملکی وګړو ژوند د تریخوالی سره مخ کړی ؤ، داچې په دی جګړه کی څومره جګړی مار کی مړه کیدل څوک نه پوهیدل خو د عام وګړوتلفات خورا زیات وه، چا زخمیان نه شوای انتقالولای، دمړو و ښخولو ته خو بیخی وخت نه میندل کیده، هر سړی مجبور وو چی خپل مړی پخپله ښخ کړی. یا په بل عبارت هر سړي خپل دسراورپخپله واژه، ټول وګړی پخپلو کورنو کی ایثار پاته وو، هریویی د خپلی جونګړی په یوه ګوښه کی ځانته پناه ګاه جوړه کړی وه. هغه څوک چی لږ د عمر تجریبه یی لرله پخپل کور کی د خپل ځان او کورنی لپاره مورچی کیندلی وی، ټول و یوه فرصت ته ا نتظار وه ترڅو د سیمی ووزی او سرونه پناه کړی، چا بیا فکر کاوه چه جګړه به ختمه شی، خوداسی ښکاریده چی جګړه ختمیدونکی نه وه، درندو وسلو د عامو وګړو کورونه او عامه ځایونه لکه ښوونځۍ، او کلینیکونه چی اوس د جګړه مارو په مورچو بدل شوی وه په نښه کول. د جګړی د لومړی ورځی نه یو تعداد کورنیوشروع وکړه ترڅو د سیمی ووزی او سرونه پناه کړی، خو لا ډیر یی پاته وه. څه ښه وایی یو کډه دسلو زړه باسی.
د جګړی به دریمه نور نو په سیمه کی داسی سړی نه وو پاته چی د وتلو پریکړه یی نه وه کړی. هر سړی سړی خپل سر او نیم سر بچی له لاسه نیول او فرار ته یی پر قرار ترجیح ورکول. سیمه د وګړو نه د خالی کیدو په کی وه.
دمامور فضلو زوم صبور هم د جګړی په دریمه زوی په غیږ کی کړ او میرمنی یی په ځان پسی کړه ترڅو د سیمی ووزی. د کارته نو په کوڅو کی ټول ګړی دتيښتی په حال کی وه، هر سړی تلاښ کاوه چی ژر د سیمی ووزی. د وګړو بڼی سپینی الوتی وی. ماشومان او تور سری په لڅو پښو د سیمی نه د تیښتی په حال کی وه.
ړانده راکتونه دهر لوری راتله او هر ځای لګیدل، د جګړو مارو هدف معلوم نه وو، خو داسی ښکاریدل چی ددوی لپاره هر څوک هدف ؤ. د مامور فضلو زوم صبور ځان د کارته نو نه حضوری چمن ته ورساوه، بخت ورسره یاری وکړه په لاره کی د جګړه مارو سره مخ نه شو، په منډه د چمن نه تیر شو دمیوند اوږده جاده یی په چټکو ګامونو لنډه کړه، ځان یی د چهلستون و تم ځای ته ورساوه، لومړی یی میرمن ګاډی ته پورته کړه او بیا پخپله ګاډی ته وخوت، یو سوړ اسویلی یی وایست، د ویری یی څه نه شوه ویلای شاوخوا یی وکتل، دستمال یی راواخیست او د مخ خولی یی ورباندی پاکی کړی، او بیا په سوچ کي لاړ. څو د قیقی وروسته ګاډی چهلستونه ته ورسید او سوارلی یو یو د ګاډی کوز شول. دمامور فضلو زوم هم د ګاډی کوز شو خپله مخکی شو، میرمن یی ورپسی شوه او د مامول فضلو د کور په لور روان شول.
ماپښین قضا وو، مامور فضلو په کور کی ناست وو، د چای چاینکه ورت پرته وه، په سوچ کی تللی وو، د لور او دهغی د خاوند په اړه یی فکرکاوه، چې ددروازه غږ یی پاملرنه جلب کړه، د مامورفضلو د زوم او لوریوپه بله پسی په سرای را ننوتل، مامور فضلو یی په لیدلو و غوړید، منډه یی واخیستل مخته یی را ووت، مخکی له چی دوی ته ښه راغلاست ووایی، مخامخ قبلی ته ودرید، سریی لوڅ کړه دواړه لاسونه یی د الله دربار ته لپه کړل او د خدای شکور یی ادا کړ. بیا یی په داسی جال کی چی د خوشحالی اوښکو یی پر مخ لاره کړیوه هر یوته بیله بیله غیږورکړه او ښه راغلاست یی ورت ووایه.

په یوه شیبه کی د مامور فضلو په کور کی د خوشحالی جشن جوړ شو، ټول د صبور پر شا وخوا راټول شول ، هر یوه ورته مینه او جراات ورکاوه او ارامش ته یی رابلل، ماور فضلو وویل: ښه ؤ چي په خیر راغلی، شکور دی ټول ژوندی یاست ستاسو تشویش راسره ؤ. بیا یی هغوی ته بلنه ورکړه ترڅو د سیمی حالا ت بیان کړی.
د صبور رنګ الوتی ؤ، خوله کی یی لاړی نه وی او ستونی یی داسی وچ وچ کیدی لکه د عزراییل څپی چی وهلی، رښتیا هم داسی وه دوی د یوه حتمی مرګ نه نجات موندلی وو. یو سوړ اسویلی یی وایست، یو غړپ چای یی پر سر واړولی او داسی یی شروع وکړه:
زموږ سیمه کی د څو ورځو را پدی خوا د مختلفو ډلو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. اوسیدونکی ټول د تیښتی په حال کی دی، موږ هم بس یوازی سرونه راوایستل، د مامور فضلو د زوم هر خبره، او جمله دردونکی وه.
مامور فضلو په چرت کی لاړ، د مجاهدینو نه یی دا ډول انتظار نه درلود، سخت معتقد ؤ، هره ورځ به یی د همکارانو سره د مجاهدینو پرسر شخړه وه، خو داسی معلومیدل، چی هیلی یی نا هیلی شوي وی. وحید خو کاملا ګیچ ؤ، د قوماندان باروت څیره یی په ذهن کی راګرځیدل، دهغه مردانه خبرو یی په مغزو کی انعکاس کاوه، خو اوس دادی مجاهدین نور د سیاسی واک خاوندان دی، په لومړی ورځی یی پخپلو کی جګړه شروع کړیده، او بی ګناه ملکی وګړی یی قربانی کیږی. خو قوماندان باروت چیری دی؟

 دری ورځي تیری شوی، د مامور فضلو زوم صبور دمه جوړه کړی وه او اوس د خپل کور په هکله فکر کاوه، ترشا یی څوک نه پاته. لومړی یی فکر کاوه چی جګړه به تمامه شی خو جګړه نه یوازی دا چی ختمه نه شوه بلکه ورځ تربلی یی تاو اخیسته او څوک نه پوهیدل چې دا جګړه به ترڅه وخته دوام وکړی.
دمامور فضلو زوم دری ورځي وروسته سهار وختی د خسر کور د خپل کور په نیت پریښود، پښو یی یاری نه ورسره کول خوچاره یی نه درلوده، مال او متاع یی په کورکی پاته وه او باید احوال یی نیولی وای.
په یوه سوزه کی لاری کی کښناست ، ځان یی د میوند جادی ته ورساوه، له دی نه وروسته ګاډی نه ؤه، باید پر پښو تللی وای. همداسی یی وکړه او پر پښو روان شو، ډیر وګړی چی له سیمی تښتدلی وه، دخپلو کورونو د احوال نیولی په خاطر سیمی ته راستانه شویوه، حالات یوڅه ښه وه، په دی شیبه کی جګړه نه وه روانه، خو جګړه ماریو او بل ته په غاروکی پراته وه، او هریولوری په فرصت پسی ګرځیده.
د مامور فضلو زوم په لاره روان ؤ چی خپل د ګاونډی دادمحمد کاکا سره مخامخ شو، دواړه د یوه هدف لپاره سیمی ته راغلی وه، سړک خاموش ؤ، او د سړک دوو غاړو ته جګړه ماران یو او بل ته په کمین کی وه،
 دمامور فضلو زوم او داد محمد کاکا اصلی لاره خوشی کړه، په فرغی کوڅوچې یوڅه مصؤنی وی ننوتل او خپل سفر ته یی دوام ورکړ، دوه ورځي جګړی د سیمي څيره بدله کړیوه، په سیمه کی وحشت حاکم ؤ، درندو وسلو ډیر کورونه تخریب کړیوه، کوڅی خالی وی، د کارته نو څیره بدله وه تر ډیره بریده ویوه بی وزلی ښارګوټی ته پاته کیده. دواړه داد محمد کاکا او د مامور فضلو زوم ډیر ډاریدله، زړونه یی د ډیره ډاره په سینه کی درزیدل.
دواړه د مامور فضلو زوم او داد محمد کاکا دواړه خپل کوڅی ته ورسیدل، ددوی کوڅه هم خالی وه، ډار او وحشت په کوڅه کی ځای نیولی ؤ، د ډیرو کورو دروازی پرانستی وی، داسی معلومیدل چی اوسیدونکی یی تښتیدلی او د تښتی په وخت یی ددی وخت نه وی میندلی څو دروازی تینګی کړی. دواړه خپل د کورمخته ورسیدل او د زړه بوږنونکی حادثی سره مخامخ شوه، ددوی ورونه هم پرانستی وه، اصلا ورموجو نه ؤ، دواړه دروازی د چوکاټ نه په زور ایستل شویوی. یوه شیبه په سوچ کی لاړل، او بیا هریوپه پټه خوله خو او په احتیاط په ورو ګامونه د سرای داخل ته ننه ایستل، داسی ښکاریدل، چی د سلو کلو راپدی خوا سیمه کی څوک نه وی اوسیدلی، هيڅ هم موجود نه ؤ، یوازی څلورو خواوو ته څلور خاورین دیوالونه ولاړ وه او د یوی بیباکه غمیزی داستان یی په خاموشه ډول بیاناوه. د مامور فضلو د زوم هرڅه تالان شویوه، هغه څه چی ده پخپل ټول عمرکی راټول کړیوه، یوازی د یوڅو شپو په اوږدو کی ورک شویوه، او اوس یی یوازی خاطری او یادګارونه پاته وه. د سرای چاپیریال ډاروونکی وو. د دیوالونو نه د وحشت بوی راته، نورنو د تم کیدو سلا نه وه، دوجود ويښته یی شخ شخ ولاړوه او په منډه د کوره ووت، پر ګاونډی یی غږ وکړ، ځه چی پښی باسو.
د مامور فضلو زوم د ګاونډی غږ وانه ورید، یوه شیبه منتظر شوه او بیا یی څو ناری وکړی، خوداسی ښکاریدل چی ګاونډی یی تللی وی. غوښتل یی ځان ډاډه کړی، پښی یی د ګاوډی کورته دننه کړی، او سترګی یی پخپل ګاونډی چی ددی منظر په لیدلو یی خپل حواس د لاسه ورکړی او بی هوښه شوی ؤ، ولګیدی، د وجود وریښتیان یی سیخ سیخ ودریدل، شاوخوا یی و لیدلی که اوبه پیدا کړی، د اوبو نل هم د بیخه ایستل شویؤ، څاته یی منډه واخستل، سلواغه یی نه درلودل، نه پوهیده چی څه وکړی، پټو یی و څاته وځړاوه، خوشبختانه یوه څنډه یی لمده شوه، بیرته په منډه ګاونډی ته راو ګرځید، او لوند پټو یی د هغه پر تندی او مخ را کش کړ، یوه شیبه وروسته کاکا پیرمحمد پر حال راغی. نورنو دی ته اړه نه وه، چی تم شی دواړه ورو، ورو حرکت وکړ. ځمکی او اسمان ته بد او رد ویل، یوه شیبه وروسته چی کاکا پیر محمد لږ پر حال راغی دواړه ګاموه چټک کړه او په مڼده منډه د سیمی د وحشت نه وتښتیدل.
د مامور فضلو زوم ناوخته د خسر کورته ورسید، رنګ یی د څیری الوتی ؤ، پښی او جامی یی داسی په خاورو ککړ وه، تا به ویل چی د جنازی نه راغلی دی. لاس او مخ یی تازه کړه. مړی یی زړه ته نه کیدل، میرمنی یی ورته چای اماده کړی، خواښی او خسر پی راټول شوه او د سیمی پوښتنه یی ځنی وکړه. د مامامور فضلو زوم د سیمی حالات داسی بیان کړل:‎
د کومه څه داستان درته ووایم، د کومه ځایه شروع وکړم، ما خو اصلا کارته نو اوخپل کور ورک کړه، د سیمی انځور تغیر کړی ؤ، نه سرایونه پخپل ځای وه نه کوڅی او نه هم در او دروازی. بس همداسی بیرته راستون شوم.
مامور فضلواو کورنی یی ټوله حک اوحیرن وو، باوریی نه راتی چی د مجاهدونو په اسلام نظام کی دی داسی یوڅه شوی وی. پخوانیو خلکو ښه ویلی دی چی د جنګ خوږی خبری ساعت یی تریخ دی. مامور فضلو په سوچ تللی وو، سترګی یی ویوه نامعلوم لوری ته پاته وی، داسی ښکاریدل لکه ساه چی یی فرښتو ترینه وړی وی، میرمنی یی پی غږ کړه، مامور فضلو هیڅ عکس العمل ونه ښود، په حقیقت کی ټولو خپل حواس دلاسه ورکړی وه، یوه ددوی نه هم ددی ډرامی انتظار نه درلود، یوه شیبه ټول غلی وو، میرمنی یی خاوند ته تکان ورکړ او بحث ته یی را وګرځاوه، مامور فضلو وویل: زه خو پوه نه شوم چی ته څه وایی.
زوم: غواړی په څه پوه شی، سیمه متروکه وه، د سیمی هرڅه لوټ شوی وه، داسی نه ښکاریدل چی هلته هم کله تمدن او ژوند وو.
مامور فضلو: باور نه شوه کولای، ټول خاموشه وه، دمامور فضلو لور سوکان سترګوته نیولی وه، او په زوره زوره یی ساندی ویلی، خاوند یی غلی ناست ؤ، ټول د بندیانو په څير بی وزلی او بیچاره وو. څه یی په توان کی نه وه، او داچی نوربه د څه سره مخ کیږی نه پوهیدل.
دمامور فضلو زوم: زه خوپه څه نه پوهیږم خو ما چی ننی حال ولید، زه فکرو کوم چی دا خو د غوبل شروع ده، زیاته یی کړه، باور لرم چی جګړه به د هر کابلی دروازه وټکوی، یو سوړ اسویلی یی وایست او وویی ویل: خدای دی مو ایمان ته خیر کوی.
حمید: ددی هر څه په اوریدو سره حک حیران ؤ، د مجاهدینو په اړه یی فکرکاوه، نوریی پر قوماندان باروت باندی هم نیت بد ؤ، په پخوانی ژوند پسی یی زړه په تنګ شوی ؤ خو اوس ډیر ناوخته ؤ، د حمید پلار هم پر خپلو پخوانیو خبرو باندی خورا پښیمانه ؤ، نه پوهیده چی همکارانوته به څه ووایی، او څرنګه به ورته مخامخ وګوری.
د ماماور فضلو زوم دوی د سوچ نه وایستل ویی ویل: زه فکر کوم چی نورنو وطن وطن نه دی، دلته خو لا تراوسه حالات ښه دی خو ډیر ژر به د غمیزی لمن دلته راوغیږی، نو باید له دی ځایه هم پښی سپکی کړو.
مامورفضلو: سره ددی چې په واقعییتونو پوهیده، مخ یی زوم ته واړاوه، او په قهر یی ویی ویل: اسمان خو نه دی راټیټ شوی، ولی به زه خپل ځان بی ځایه کوم، دایو انقلاب ؤ، او په هر انقلاب کی خامخا څه وچ او لانده سوځی. څو ورځي وروسته به خامخا حالات شه شی، ژوند به نورمال حالت غوره کړی، اخر دلته اسلامی نظام رامنځته شویده، او زه ډاډه یم چی داهرڅه به سم شی.
د مامور فضلو زوم چی هرڅه یی د جګړی په اورکی سوځیدلی وه او اوس یی د خسر و کورته پناه راوړی وه، نور غلی شو، څه یی نه ویل.

دوام لری

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery