مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-15   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

لیکوال او باروت ناول

احمدجان نوزادي

    

 پنځم څپرکی:
شپږ میاشتی وروسته:
د وحید زړه په ښوونځۍ پسی تنګ شوی و، همزولی او هم ټولګي یی ډیر یادیدل، خو دا دواړه، جګړی د وحید نه اخیستی وو، ښوونځۍ اوس په یوی پوځی هډی بدل شوی و، او همزولی یی هریو دخپل سر د ساتنی په موخه هر چیری تللی وه، وحید ورځ د کتابو سره تیرول، هرلوست یی څو، څو واره تکراراوه، ټول کتابونه یی اوس په یاد زده کړی وه. وحید لا اوس هم د باروت په هکله سوچ کاوه، دهغه څیره یی په مغزوکی ګرځیدل او کله به یی بیا د جګړی په اړه سوچ کاوه. وحید امید درلود چی یوه ورځ به دا غمیزه ختمه شی او بیا به خپل ښونځۍ ته لاړ شی او د همزلو سره به یو ځای شی، خو جګړی د کابل ټولی سیمی نیولی وی، هره ورځ یي د سل ګونو بی ګناه ښاریانو ژوند اخیسته، د کابل نازولی اوسیدونکی لوڅي پښی او سرتور سر د ښاره څخه د تښتی په حال کی وو، د ښار ډیری سیمي متروکه شوی وی، متروکه سیمی د جګړه مارو په واسطه د ماینونو په کروندو او د مرګ په کرښو بدلی شوی وی، ناتوانه او بی وزلی ښاریان وحشت وهلی وه، هیڅ ځای ورته مصؤن نه ښکاریده، بس لکه اوبو اخیستی چی و ځګ ته لاسونه اچوی، دوی هم خپل د ژوند د نجات لپاره د ښار دیوه کوښی نه وبلی کوښی ته د حجرت په حال کی وه. ددرونو وسلو ډزو او بمباریو د ژوندانه ټول بنیادونه لړزولی او د بیخه ایستلی وو. بریښنا په ښارکی نه وه، او د برښنا مزی غنیمت شوی وو او د کارخانو په بازارونو کی په کیلو خرڅیدل. عامه بسونه د جګړه مارو له خوا لوټ شوی وواو زموږ ددی ښکلی ښارڅیره د څپيړی خوړلی یتیم ماشوم په څیره الوتی او رنګ یی بایللی ؤ. قانون وجود نه درلود او په ښار کی د ټوپک قانون چلیده. مامور فضلو د ژوند د ناخوالو سره مقاومت کاوه، هره ورځ په لسګونو کډی د کلی وتلی او دی کار د مامور فضلو مقاومت را ټیټاوه او مورال یی ورته د منځه ووړ، د کلی جومات په وارو وار شهید شوی و، سیمه ډاروونکی وه، خو مامور فضلو لا تردی دمه دمقاومت نه لاس نه و اخیستی.
د مامور فضلو زوم سره ددی چی ځان یی د خسر کورته راحت احساساوه، خو له دی ډاریده چې کومه ورځ بی پته نشی، پرخپلی ځوانی میرمنی یی ډیر ډاریده او ډاریی ورځ تربلی زیاتیده. پریکړه یی وکړه چی باید د خسر سره خبری وکړی او د سیمی ووزی او ددی کار لپاره یی خپل خواښی انتخاب کړه اوخپله نګرانی یی د خواښی سره شریکه کړه او دهغی نه یی هیله وکړه چی دمامور فضلو سره خبری وکړی او قانع یی کړی چی د سیمی ووزی، هسی نشی چې بیا پری ناوته وه. خواښی د زوم خبره ومنل او پریکړه یی وکړه چی په یوه مناسب فرصت کی د خاوند سره خبری وکړی. ماسپښین د لمانځه وروسته مامور فضلو د کلا ددیوال سیوری ته ناست و چي میرمنی چای په منځ کی پریښودی، پیالی یی ډکی کړی او بیا یی د زوم نګرانی، مامور فضلو ته ورسول، خپل نظر یی هم پری زیات کړ او وړاندیز یی ورته وکړ، ترڅو د سیمی ووزی.
مامور فضلو په داسی حال کی چی د فکر په ټال زنګیده، دمیرمنی خبرو ته یی غوږ ایښی وو، سترګی یی میرمنی ته وی خو خدای ورعالم دی چی فکر یی چیری تللی وو . دمیرمنی خبری خلاصی شوی خو د فضلو سترګی لا همداسی میرمنی ته پاته وی، داسی ښکاریدل چی یوی بلی نړی ته تللی وی. میرمنی یی غږ پی وکړ، مامور فضلو ورو یی وویل، پریږده لږسوچ وکړم. میرمن یی ولاړشوه ترڅو دشپی لپاره خواړه برابر کړی او فضلو یی ځانته پریښود. فضلو سترګی و یو نامعلوم لوری ته پاته وی، فکر یی د کورنه وکلی ته ووت، د کلی کوڅی یی ترنظر تیری کړی، هرڅه وران وو، ډیر کورونه خالی وه، ډیرو نورو یی بیا درندی مرمی خوړلی وی، دیوالونه یی نیم ړنګ او نیم جوړ وو او داسی ښکاریده لکه پر کلی چی کومه اسمانی ټکه لویدلی وی، د کلی مستی یی ورپه زړه شوه، داسی ښکاریدل لکه پیړی چی تیره شوی وه، هرڅه بدل وه، مامور فضلو خپل افکار بیرت د کلی نه کور ته راو ګرځول، خپل ژوند ته یی نظر واچاوه، په تیرو شپږو میاشتو کی یی کوم څه چی لرل هغه یی خوړلی وو، کار اوبار نه وو، ماموریت یی هم دلاسه ورکړی و. ددی ټولو نه بدتره دا وه چی د وحید ښوونځۍ هم په جګړه کی سوځیدلی وه او په سوی کنډوالو کی یی جګړه مارو مورچی جوړی کړی وی. د ښوونځی نه اوس یوازی یوه لوحه پاته وه چی په سل هاوو مرمی پی لګیدلی وی او نوشته یی نوره نه لوستل کیدل. د خوړلو لپاره هم کورکی ورته څه نه وو پاتی د میرمنی وړاندیز یی پر ځای و، نور په کلی کی اوسیدل، یو حتمی مرګ و،فضلو خپل فکر راټول کړاو پریکړه یی وکړه ترڅو دسیمی ووزی او پښی سپکی کړی. د ښار یوی بلی ګوښی ته لاړ شی، د وحید لپاره ښوونځۍ پیداکړی او ژوند ته دسره رونق ورکړی. خو دا کار دومره ساده نه و، ښار د جګړه مارو ترمنځ ویشل شوی و، او د هر سرحد نه تیریدل د سر په بیه وه. په لاره کی ماینونه کرل شوی وو او دی ماینو هره ورځ په لس ګونو کسان بی پښو کول.
مامور فضلو او دهغه کورنی باید د تښتی لپاره یو مناسب وخت ټاکلی وای، داسی یو وخت ترڅو دوی ته فرصت ورکړی چی لږ ترلږه سرونه پناه کړی. مامور فضلود مازدیګر دلمانځه وروسته د کلی نه په دی نیت چی سیمه تر نظر تیره کړی راووت. د سیمی پاکی او ناپاکی لاری ورته معلومی وی. تر ډیره وړاندی لاړ او داسی یو لاریی ومیندل چی د جګړه مارو د سترګو پناه وه.
بیرته کورته راستون شو، ټولوته یی د اماه باش امر ورکړ، داسی شیان چی قیمت یی لږ ښه وو، او دوی د ځانه سره انتقالولای شول، راټول کړل، وحید یی ځانته رانژدی کړ، او ورته وی ویل: په ښوونځۍ پسی دیق شوی یی؟
 وحید: مسکی شو، ځواب یی ورکړ، پلاره ایا بیا به ښوونځۍ، ښوونځۍ شی.
فضلو: غوښتل چی زوی ته مورال ورکړی، ځانته یی رانژدی کړی او ویی ویل: زویه د خدای درباره خو لوی دی، بیا یی وویل، خیر که ستاسی ښوونځی تړلی دی، دښار په بله ګوښه کی به دی شامل کړم.
ټولو ته یی وویل، استراحت وکړی، سهار باید په تیاره کی ځانونه له دی ځایه وباسو، که ټوپکیان راخبر شی دستونزو سره مخ کیږو. سهارټول په وخت د خوبه پاڅیدل، لمونځونه یی وکړل او د حرکت دپاره یی اماده ګی نیول، وروستی نفر وحید و چی د لمانځه پر مسله ناست و او دیاسین شریف تلاوت یی کاوه، پلاریی ورنژدی شو پر مخ یی ښکل کړ، ویی ویل: زویه ځو دخیره سره: وحید مسکی شو، مخ یی پلارته واړاوه، او بیا یی دواړه لاسونه د خدای دربارته لپه کړل او یوه اوږده دوعایی وکړه، داسی معلومیدل لکه وحید چی ځان او خپلی کورنی ته د پناه غوښتنه کوی، هو! همداسی وه! وحید مسله کت کړل، ځان یی اماده کړل او د کورنۍ د نور غړو سره یوځای شو، بیا یی ټول چوپ کړل، مسکا یی وکړه او پلارته یی وویل: ځی چی ځو دخیره سره. د کورنی ټول غړی خپل د پلرنی کورنه ووتل، د وحید دمور اوښکی نه دریدلی او دا ورته خورا ګرانه وه چی خپل مینه پریږدی او دیوه نا معلوم سرنوشت په لور روانیږی. خو څه به یی کړیوای بله چاره یی نه درلوده. د کوره ووتل او د ښار په لور روان شوه، د وحید مور څو څو واره شاته و کتل او داسی ښکاریدل چی د خپل مینی سره د تل دپاره خدای په امانی کوی.
لاره د ځنګله په څير د وحشت نه ډکه وه، د مامور فضلو او دهغه د کورنی دغړو بڼی الوتی وی، سخت ډاری یی په زړه کی ځای نیولی او په داسی وحشت سره لکه یو انسان چی د ځنګله دمنځه تیریږی او وحشی لیوانو له ویری یی پښي لنډی لنډی او ساه یی بنده بنده کیږی د سیمی نه د وتلو په حال کی وو.

لا لمر نه وو راختلی چی د سیمی نه ووتل، او ځان یی د کوته سنګی عمومی جادی ته ورساوه، جاده وحشت نیولی وه، د کوتی سنګی د جادی د منځ ونی چی جادی ته یی ښکلا وربخښل ډیر یی جګړه مارو ریبلی وی او کومی چی د جکړه مارو د شر نه په امان پاته شوی وی، سرونه یی مرمیو وړی و، او داسی ښکاریدی لکه د پسرلی په موسم کی چی دسختی ږلی توپان ووهلی وی او برګونه او تنکی څانګی یی ورته رژولی وی، جاده ویره ځپلی وه او هری ونی یی د یوی لوی غمیزی کیسه په پټه خوله بیانول، د جادی دونو ویر هم دمامور فضلو اونورو جګړی ځپلو کابلیانو دویر نه کم نه و.
جاده وحشت نیولی وه، په ټول جاده کی د سړی بڼ نه لیدلی کیده، په ګلو، ګلوډاروونکی سپیان په جاد کي ګرځیدل، داسی معلومیدل چی د انسانان غوښو له سپیو نه هم لیوان جوړ کړی وو او په لیدلو یی د هرچا په زړه کی ډار پیداکیده. مامور فضلو او کورنی ته یی لږ هیلی پیدا شوی وی خودا ورته سخته وه چی د کوټی سنګی او باغ بالا د ډارونکی جادی چی په هغه وخت کی دمرګ د جادی په نوم یادیدیل څنګه تیرشی، مامور فضلو اوکورنۍ یی دیوه حتمی مرګ سره مخامخ وه، دکورنۍ ټولو غړی یو یو په منډه د جادی دیوه لوری نه بل لوری ته تیرشوی، دخدای فضل وو، چی څوک ورت متوجه نه شول، داسی ښکاریدل خدای پاک د وحید دزړه اواز اوریدلی وی، ټولوځانونه دخوشحال خان په کوڅو کی ورک کړل. مامور فضلو مخکی ؤ شاته یی ورپسی زوی حمید، بیا یی میرمن، دهغی شاته یی لور او د ټولو په اخر کی یی زوم صبور روان ؤ. په منډه منډه د کوڅو د پیچومو تیرشول او په پسله ډیرو ستونزو یی ځان باغ بالاته ورساوه. اوس نو دوی د مرګ دخط نه تیرشوی وه د یوه دیوال و پناه ته کښیناستل ترڅو دمه وکړی، ساړه ساړه اسویلی یی وایستل، مامور فضلو د ناهیلی سترګی د زوی په لور واړولی، په ژوند یی ډیر باور نه راته خو دی ته خپه ؤ چی لایی زوی ماشوم و او د پلارو سیوری ته یی ضرورت لاره، په زړه کی یی وویل: خدایه بس یو څو کاله لا نور ژوند راکړه چی بچی می ډیر واړه دی، مامور فضلو بیله دی چی څه ووایی غټی اوښکی یی د مرغلرو په څير دسترګو راو ورغړیدی او په ګڼه ږیره کی یی ورکی شوی، زوی یی د ځان پلو راکش کړ، په ځیګر پوری ټینګ کړ بیا یی دواړه سترګی د اسمان پلو واړولی او په پټه خوله یی د الله ج نه څه وغوښتل، سره ددی چی د مامور فضلو د ډیره خطره روغ رمټ وتلی ووخو داسی نا هیلی وو لکه چی د خپل مرګ خوب یی لیدلی وی. مامور فضلو دا چی روغ رمټ د سیمی وتلی وو، د خدای شکوریی ادا کړ، داسی یی وویل: خدایه په هر حال دی شکور بیله کفره. مامور فضلو او کورنی یی پسله یوی دمی موټر ته وختل او دخیر خانی په لور چی د ښار دنور سیمو په پرتله یی حالت ښه وه، روان شول.
مامور فضلو او دهغی کورنی خپل کور پری ایښی او اوس نه پوهیږی چی چیری لاړ شی. په موټر کی یوازی د جګړی کیسی وی. مامور فضلو هم خپل د سیمی کیسی شریکی کړی، ویی ویل: د سیمی و تښتیدو اواوس نه پوهیږو چی چیری لاړشو، په کوم جومات یا بیا بان کی ترشنه اسمان لاندی شپه سبا کړو. یو بوډا بابا چی د مامور فضلو شاته ناست ؤ ، یو سوړ اسویلی یی وایست، و یی ویل، وروره د خدای شکور ادا کړه چی د بچیانو سره دی روغ رمټ راوتلی یی، دی جګړی ډیر افغانان بی کوره او بی اوره کړیدی، لاسونه یی د خدای دربارته لپه کړل، او داسی یی وویل خدای پاک دی زموږ په وطن کی یو دایمی سوله راولی او بیا یی وویل وروره، د خیرخانی مکتبونه اکثرا د مهاجرو ډک دی، موږ هم لومړی په یو ښوونځۍ کی اوسیدلو ترڅو مو بیا یو کور په کرا ونیو، ته هم کولای شی چی یو مکتب ته لاړ شی او څو چی ځانته ځای مومی کیدای شی یوه کوټه پیدا کړی. ژوند به سخت وی، خو څه چاره شته ددښت نه بیا هم ښه ده حد اقل سرپناه خو ده.
دمامورفضلو داخبره خوښه شوه، موټر وان ته یی وویل، وروره کوم تم ځای چی یو ښوونځي ته نژدی وی هلته می کوز کړه. همداسی وشول، موټر وان موټر تم کړ، مامور فضلو ته یی وویل: تره ددی سرک په اخر کی یو ښوونځي ده، کیدای شی هلته لاړ شی. مامور فضلو د مکتب نه کوز شو، او د ښوونځي په لور روان شو. ځان یی هلته ورساوه، خو بدبختانه په ښوونځي کی هم جګړه ماران وو، مامور فضلو چاره نه درلودل، سلام یی ورکړ، او خپله ستونزه یی ورسره شریکه کړه. یوه ځوان ټوپکی ورته وویل کاکا راځه ما پسی راشه، ځوان مخکی او مامور فضلو ورپسی شول، کوټی ته پر لاره ځوان وویل کاکا: دلته ټول ستا په څير د جګړی تښتیدلی مهاجر دی. یوه کوټه به درته پیدا کړم، ګزاره وکړی، خدای لوی دی حالات به سم شی.
مامور فضلو هم د هغه خبره ومنل، دواړه کوټی ته ورسیدل، ځوان ټوپکی د کوټی دروازه خلاصه کړه ویی ویل: تره دا یی ستا کوټه، مامورفضلو د بچیانو سره کوټی ته ننوت او ځوان ټوپکی خپلی دندی ته وګرځيد.
ورځ تللی وه، مامور فضلو او دهغه کورنی ټوله ورځ څه نه وو خوړلی، خو خوراک یی د یاده وتی و، څو دقیقی نه وی تیری چی د کوټی دروازه و ټکیدل، مامور فضلو دروازه خلاصه کړه، ناڅاپه یی سترګی پرخپل ګاوڼدی تورګل چی یوه اونۍ مخکی یی سیمه پری ایښي وه ولګیدی، مامور فضلو حک حیران شو، سلام یی ورکړ، ویی ویل: هو! تورګله داته دلته څه کوی!
تورګل: مامور صاحب اول خو اجازه راکړه د ننه راشم چای می درته راوړیدی، مامور فضلو تورګل کوټی ته بلنه ورکړه. تور ګل لومړی د ټولو سره جوړ په خیر وکړ او بیا یی دوی ته چای واچولی خپله د مامور فضلو خواته کښیناست ویی ویل: مامور صاحب اخر یی و فرار ته مجبوره کړی. زه هم څو ورځي کیږی دلته راغلی یم ستاسو د کوټی خواته می کوټه ده، همدا چی پوه شوم چی مهاجر راغلی دی چای می جوش کړی او دلته راغلم، ته خومی په خیال او خاطر کی هم نه راتلی. خو د قسمت کاروته ګوره، کاشکی می ته په هغه نړی کی هم ګاونډی شی. ستا په څير نیک خلک خو کم پیدا کیږی.
مامور فضلو لږ پرحال راغی ساه کی وچلیده دادی اوس یی خپل ګاونډی میندلی وو، یوسوړ اسویلی یی وایست او بیا د سیمی او د تيښتی داستان ورته یو په یوه بیان کړ.
د ښوونځۍ ماحول مامور فضلو ته په زړه پوری نه وو، دښار د هری ګوښی اوسیدونکی په ښوونځۍ کی سره یوځای شوی وو، ګڼه ګوڼه زیاته وه او د تشویش وړ خبره خو داوه چی ښوونځۍ هم د جګړه مارو په کنترول کی و.
یوه اوونی مامور فضلو هره ورځ په کرایی کور پسی ګرځیده، خوپه زړه برابر او مناسب کور یی نه شو میندلای، اړینی جامی اودژوند اړین وسایل یی په چهارده کی پاته وه او ښوونځۍ ته یی نشوای راوړلای. مامور فضلو پسله ډیرو کوښښو یو کور چی دوه کوټی او یو دهلیز یی لرل و میندل، د کرایی قرارداد یی امضا کړی، یو ورځ وروسته یی ماشومان له ښوونځۍ نه کورته یووړل، او اوس نو ددی وخت وچی بیرته سیمی ته ستون شی او خپل مالونه راانتقال کړی.
دوام لری

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery