مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-02   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

زما ټګی څه شوه

روغوال


 

 په پخوانی وخت کښی یو دوه انډ یوالان وه ۰ چی د یو نوم فتح خان او د بل نوم ګلبدین خان وه۰ فتح خان زرګر اوګلبدین زمینداروه ۰زرګر خپله زرګری کوله ۰ کلیوالواود خپلی سیمی خلکو ته به یی د لمنی زنځیرونه ماټوۍ د غاړی کچکولونه پای زیبونه
 نتکۍ غوږوالۍ او د ضرورت وړ شیان جوړول ۰او په خپل کلی او اولس کښی به یی خرڅول ۰ همدارنګه ګلبدین چی زمیندار وه ۰دی په خپله ځمکه کښی یی کوکنار وکرل ۰ او د حاصل په اخستلو سره چی لږ شان پیسه داره شو۰ اوداسی فکرورسره پیداشو ۰ چی راشه ۰ لږی ډیری پیسی خو دی پیدا کړی۰ نویو وړوکی تجارت ته لاس واچاوه ۰ د ډیر فکر او سوچ څخه وروسته د زرګر د یری ته لاړو ۰چی د زرګرپه دیره کښی به هر وخت د سکرو اورونه بل وه ۰اوچلم به پکښی هر وخت ګرم اوتازه وه ۰ډیر زیات خلک به د چلم شاوخوا نه راتاو وه ۰مجلس اود یره به ښه ګرمه وه ۰خلکوبه رنګارنګ قیصی اوخبری کولی ۰ ګلبدین د فتح خان خوا کښی کښینا ستلو ۰ او فتح خان ته یی ورمخ کړو۰ او ورته یی وویل ۰ راشه چی ددی زرګرۍ کار ته لږ شانی انکشاف ورکړو۰ پیسی یی زما کار یی ستا – ګټه یی نیمایی ۰په تجارت کښی برکت وی ۰ دواړه به د یو ښه ژوند خاوندان شو – زرګریی د تجارت کارته اماده کړو۰ ګبدین او فتح خان د واړه سره شریکان شول ۰ او ډیرزیات د زرګرۍ سامانونه لکه سره زر ۰سپین زر۰ مس ۰ګلیټ۰ روګل۰ او داسی نور د زرګرۍ شیان چی ددوی په کسب کښی پکار یدل ۰د بازار څخه را خریداری کړل ۰ او زرګر ورڅخه هر قسم زینتی سامانونه جوړ کړو۰اوهم یی د خپل زرګری هنرونو څخه پکښی کار واخستلو ۰ ګبدین او فتح خان دواړو زینتی سامانونه په یو خره بار او د شینوارو په کلیو او کورونو سر شول ۰ دا چی د شینوارو خلک زینتی ساده سامانونه خوښوی ۰ ګلبدین او فتح خان زرګر خپل زینتی سامانونه په ډیره لوړه بیه د شینوارو په کلیو او بانډو کښی د دری میاشتو په موده کښی خرڅ کړل ۰ او هم یی په ارزانه بیه پخوانۍ د سپین زرو روپۍ چی مشدۍ او سکاوۍ نومیدی ۰ د شینوار و د خلکو څخه راونیولی – او بعضی خلکو خو ورسره په روګلو اوماټوۍ او زنځیرونو تبدلی کړی ۰ اخر دا چی د واړه ښه خوشحاله د خپلو کورونو په لور راروان شول ۰ دواړو دڅو ورځو ارام څخه ورسته د حساب کتاب لپاره د زرګرد یری ته چی ډ یر یخ سیوری یی د رلود لو ۰راغلل ۰او حساب کتاب د دواړو تر منځ شروع شوه۰ د ګلبد ین خو زړه وه ۰ چی د شوی وعدی مطابق ګټه په دوه مساوی برخو تقسیم کړی – خو فتح خان زرګر دا تقسیم نه منلو ۰ د دواړو تر منځ د پیسو د تقسیم په سر شخړه رامنځته شوه ۰ او زرګر په جګ اواز سره پداسی حال کښی چی یو بل یی د ګریوانو څخه نیولی وه ۰ او سوکان یی یو د بل خولی ته ورکول ۰ا و ډ یر زیات خلک ددی دواړو د جنګ خلاصۍ ته راغلی وه۰ نو زرګر داسی وویل۰ ای خلکو تاسی ددی ګلبدین انصاف ته وګورۍ ۰ټګی برګی اود روغ ما د شینوارو خلکو سره کړی دی ۰ روګل می پری د سرو - قلعی می پری د سپینو - او نورو سامانونو ته می چی د سرو او سپینو اوبه او رنګ ورکړی وه۰ او د اصلی په بیه می په خلکو خرڅ کړی دی ۰ دوکه او ټګی برګی د روغ ما د خلکو سره کړیده ۰ او ګټه اوس راسره دا نیمایی کوی ۰ تر څو چی ماته د خپلی ټګۍ او برګۍ او دروغو برخه رانکړي ۰ زه هیڅکله ورسره دا تقسیم نه منم ۰د ټګۍ برګۍ کار خو یوازی پخوا بعضی زرګران کاوه ۰ راشۍ د اوس وخت دوکانداران اهل کسبه وګورۍ ۰ داسی خلک به کم پیدا کړۍ۰ چی په خپل کار او کسب کښی ټګی برګی دروغ او دوکه ونکړی ۰ اوس هر څوک په خپل کار او کسب کښی ټګی برګی کوی – پردی خو خیر دی ۰ ګیله تری پکار نه ده خپل هم د خپلو سره هم داسی دوکی کوی۰ چی په خپله کړی سودا به پښیمانه شی۰ زه خواکثره وخت دومره مایوسه شم ۰ او د ځان سره داسی وایم ۰ چی کاشکی ددی خپل او انډ یوال دوست څخه می سودا نه وایی اخستی ۰ کاشکی ددی په ځای می د یو هندو دوکاندار څخه چی هیڅ شناخت می ورسره نلرلی ۰ سودا اخستی وایی ۰ خو متاسفانه هندوان هم اوس هغه پخوانی هندوان نه دی پاتی شوی۰ هغوی هم رنګا رنګه ټګی برګی او د روغ یاد کړی ۰ اوزړه به دی د سودا څخه داسی د رتور کړی۰ لکه توره شیشه ۰په اخرکښی زما ټولو خلکو ته دا پیغام دی۰ چی راشۍ ورونو ! دا دوکی د روغ ټګی او برګی نور ددی خوار عریب او بیسواده اولس سره پریږدو ۰ ځکه الحمد الله (ج) مونږ ټول مسلمانان یو ۰ په اخیرت ایمان لرو ۰د قیامت حساب کتاب حق ګڼو ۰ د هرعمل جزا خق ده ۰ داسی ونشي ۰ چی ددی ټګۍ برګۍ اودروغو په بدل کښی را څخه الله تعالی خوږ ایمان وانخلي۰ فکر کول پکار دی ۰ عقیده او عمل صحیح کول پکار دی ۰او بدو کارو څخه ځان ساتل پکار دی ۰ما هم ددی چاپلوسانو او ټګانو او دروغجنانو پسی یوه غزل په رنګه جوړه کړیده ء
 د کم عقلو دروعجنا نو ځا ن سا تۍ
 د لشمکو چا پلو سا نو ځا ن سا تۍ
 چی د نیا او اخیرت یی وی خرابه
 د خونکاره ظا لیما نو ځا ن سا تۍ
 د کم عقلو زړونه خوله کښی مدام پروت وي
 د فضو له بد ګویانو ځا ن سا تۍ
 د اسلام بنیا د په عقل استوار دی
 د بی علمه بزرګا نو ځا ن سا تۍ
 د احمق دوستا نو ځا ن سا تل ضرور دي
 تل د دا رنګه دوستا نو ځا ن سا تۍ
 د خا میا نو خالي نه وی کم عقلا ن
 د مغروره انسا نا نو ځا ن سا تۍ
 چی ذ ره عقل یی نه وی په قله کښي
 د پټ سترګو لړه مانو ځا ن سا تۍ
 چی الله(ج) سره جګړي ته دي تیاره
 د مفت خوره سود خوارانو ځا ن سا تۍ
 د الله(ج) څخه چی ویره د چا نشي
 د نا ترسه بلا ګا نو ځا ن سا تۍ
 ای (روغواله) دوستي مه کړه د کم عقلو
 د دوستۍ د کم عقلا نو ځا ن سا تۍ

 ومن الله توفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery