مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زنګاوات

دادمحمدناوک


لنډه کیسه

 د نجلۍ د ګردې لمنې څنډه په ګوتو ورغله، په پوره زور يې له ډلې وربېله کړه، مخامخ يې ورته ودروله، شاته لاړل، په خپلوکې سره وغږېدل، يوه يې ګونډه ووهله، په نيمه شپه کې دغه دويمه کورنۍ وه چې له ډزوسره يوځاى کړيکې او خنداوې ترې راپورته شوې. ښځې د لورجسد ته د منډې هڅه کوله، دوى پر ژباړن غوسه شول، هغه ښځې ته په پوره زور په قهر وويل:
:-هلته دې له اولادوسره کېنه، ستا نوبت هم را روان دى!
 له څلورو يو ور روان شو، د تندي د تيزې بتۍ په رڼاکې يې د نجلۍ پرسپين مخ د وينوليکې ښکارېدي، درې وړې نجونې او يو هلک په ښځه پسې کلک ونښتل، هغوى د خورجسد ته کتل، سړي له جېبه څه شى راوايستل پرې توى يې کړل، لري ودريد. په جېب کې يې ګوتې وهلې، بل پرې غږ يې کړ، سړى شاته لاړ.
 بل رامخکې شو، دکورنۍ له ډلې يې څلور کلنه ملاله ورکش کړه، سا پکې ورکه وه، رډ-رډ يې ورته کتل، د نجلۍ پرجسد يې کېنوله، بل ورته په ماشه شو، يوې دقيقې ضربې دوه جسدونه سره وګنډل. د ښځې او دريو ماشومانو ژړا هېره شوه.
 يوه منډه واخېسته، له بلې خونې بار راووت، ترجسدو يې بړستنې توشکې، بالښتونه او...راوګرځول دوه نجونې يې پرې کېنولې، څلورو ضربو شپه پر سر واخېسته، مخامخ څلورجسدونه په لمبوکې راګېر وو، وړوکي هلک ورمنډه کړه، ښځې ورپسې د ولاړېدو هڅه وکړه، کلکې لغتې پر ځاى کېنوله، هلک د ژباړن ګوته ونيوه: پورته يې ورته وکتل، په وړه ژبه يې په نېولې سا وويل:
:-کاکا!زمانوبت کله دى؟!!!!!!!!!
پاى
١٣٩١\٧\١٩
ننګرهارپوهنتون،ليليه.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery