مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ســــوړ ســاتــنــځایــنو اقتصادي ارزښــت

ډاکتر محمد نواب ویساند

 


په  قندهار کې  د سوړساتنځای د بنسټ  ډبرې د کښېښوولو په پلمه :
وړمه ورځ  مې ( د 2014-01- 15 نېټه )    د بېنوا په معتبره ویبپاڼه کې د ورځنۍ تودې  پیښي  په نوملړ کې  د  (په کندهار کې د سوړ ساتنځای دبنسټ ډبره کښېښودل شوه ) تر سر لیک لاندې  په یو خپور شوي خبر باندې سترګې ولګېدې او له حده زیات خوښ شوم ، دا ځکه چې  دا ډول  او دې  ورته پروژې    د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا او په تېره   بیا د خوراکي  صنایع د پرمختګ   سره ، چې  د هېواد دلمړنیو  اړتیاوو د برابرو لپاره اړین  ګڼل  کیږي ، نه یواځې  مرسته کوي ، بلکې د کرنیزو توکو  د ضایع کیدو په مخ نیوي کې  ټاکونکی رول  لوبولای شي    . د سوړساتنځای  د کلمې په لیدو مې د خپل کاري شالید یو ستونزمن  حالت    را په یاد شو  .
    د قندهار د  مېوې  په  فابریکه  کې  په کار بوخت  وم . ځواني وه ، زما  ژوندو مسلکي  احساساتو دومره پارولی وم  چې  ،  نه پوهېدم د کومو معقولو  لاروچارو څخه ګټه پورته شي ، تر څو دغه  کوچنۍ  فابریکه د بل هر وخت  نه زیات تولید وکړي او په خپلو پښو د یوې وتلې تصدۍ په  توګه  د نورو  تصدیو په منځ کې بریالۍ  اووسي   . خو له بده مرغه   امنیتي شرایط ورځ تر بلې خرابېدل  ،  آن  داچې  ،  هره  ورځ   فابریکې ته   تګ راتګ  هم  په یو ټاکلي وخت  ناشونی  شو  . خو بیا هم  د هېواد  د  اقتصادي  پیاوړتیا سره زما مینې دومره قوت راکړی و ، چې  ما ټوله  خوښي  یواځې  ددغه  کوچنۍ  فابریکې  په لوړ تولید کې لټول  .  سره له دې  چې ،  دغلته  زما د ماموریت دوره   ډېره  لنډه  ، خو بیا هم په  دا  کم  وخت کې   په تولیدي  برخه  کې  د ترلاسه شوو  بریاوو  اټکل   هم  نه  شو کېدای    .
 ددې ټولو او پر ځای  هلو ځلو موخه  دا وه   چې  ،  باید  د هرې  رسېدلې (پخې ) مېوې   اړوند موسم کې   دفابریکې  د موسمي  تولیدي فعالیت  څخه   اعظمي  ګټه  پورته  شوي وای   ،  دا ځکه  چې ،  د  کال په  اوږدو کې د اومو موادو یانې  د بېلابېلو مېوو او سبو  د پخېدو  تر منځ   موده کې فابریکه  په  ټپه  ودرېدله    . داچې ،   د  افغانستان په  شرایطو کې   د کنسرو  فابریکې  ته  د تازه اومو موادو د رسولو  او د هغوی   د کارولو  موسم   په منځنۍ  توګه   د  زردالو لپاره ( ۲۵ ) ورځې ،   کورو ( انګورو )  ( ۵۵ ) ورځې  ،   بهي (۳۰ )  ورځې ،   آنارو ( ۵۶  ) ورځې  ،    مڼو ( ۴۰ ) ورځې  او د جلال آباد د کنسرو د فابریکو لپاره د  زېتون  (  ۴ ) میاشتې    ښودل شوی دی   . 
  نو  په داسې   شرایطو کې   د یو داسې  نوي  سوړساتنځای  چې  ،  د  پنځه زره متریک ټنه  د ساتلو  ځواک ( ظرفیت ) ولري ،   جوړېدل  ،   نه  یواځې   د دا ډول  موسمي  کارخانو  د کار موده  لا پسې  غځولای  شي  او   د تولید  په  دایره  کې  د دمې  یا  پارچاوېدو  د  مودې  په  رالنډولو سره  د تولید کچه  لوړوي    ، بلکه   بازار ته  په  خپل  وخت  د ځینو لنډ مهاله کرنیزو  توکو په  وړاندې کول  سره  ، د هېواد په دننه  کې  د نرخونو  په کنټرول  ، د  واردیدونکو کرنیزو توکو په مخنیوي او داسې نورو  اړخونو  مثبت  ا غېز اچولای شي .   او همدارنګه    د اړتیا له مخې د  صادراتي   توکو  د  سالمې  او معیاري  ساتلو سره  یې   پوره  مرسته  شوني ده    .  سره  له دې چې ، د  سوړ ساتنې پر وخت یو لړ  لګښتونه   په  ساتل  شوو توکو پرېووځي  .  خو بیا  هم  په  بازار  کې  د موسمونو  تر منځ   کم  پېدا  توکو ( دیفیڅت )  د لوړ  قیمت  په  پرتله  باید  خورا ټیټ   وي  .
 په قندهار کې د  یو دا ډول   سوړساتنځای  د رامنځ  ته کېدو  اړتیا او  ارزښت هغه مهال  لا ډېر  احساس  شو  ،  کله چې ،  د امنیتي  شرایطو د خرابېدو له امله  د قندهار ښار یادې  فابریکې ته   د لېرې پرتو سیمو څخه د میوو راوړل  ستونزمن  شول  . کله به  د باغونو څخه د ناامنیو له  وجه   کمه  مېوه   رارسېدله    او کله  به  د فرصت  نه  په  ګټې  پورته کونې  دومره مېوې  په یو وخت  راوړل شوې   چې  ، په فابریکه  کې  به  یې  د نامناسبو شرایطو ( د وړ او فعال  سوړساتنځای  د نه شتون   ) له کبله  ساتل ناشوني  ول . سره لدې   چې  ،  په یاده  فابریکه کې   د تاسیس له وخته  کوچنیو سړو خونو شتون درلود ، خو دا چې  ،  د کلونو کلونو راهیسې نه  وې کارول شوې ، نو یې  د خونو ګرمیټیک  سستم   او همدارنګه  یې   د خونو په  دننه کې  د (CO2 او O2 , N2   ) ، حرارت او رطوبت  او نورو پارامیترونو  د  رښتیني مالومولو لپاره   د کنترول  ( اداره )  بکس    د ډاډ  وړ  نه  و     .   نو  هر څه یې باید له سره رغول  شوي وایې . د یوه پلوه د مالي وسایلو کمښت او د بل  پلوه د ډاډمن  امنیت  نشتوالي  د ډېرو اغېزمنو کړنو مخه ډب کړې وه  .
ددغه  خونو د بیا رغونې په وړاندې  بله   غټه او ستغه  ستونزه  دا وه  چې ،  د فابریکې په  دننه  او یا  هم  په  بازار کې د  اړوندو سامان  الاتو موندل  ناشوني  ول   .  او هم   داچې ، د سړو خونو سستم  په تخنیکي لحاظ په ډېرو برخو کې د یو بل  سره توپیر  درلود  ، او سړي  نه شو کولای   ، د اړوندې   نقشې   پرته  هغه   ځایونه  چې رغول  یې اړین  ګڼل  کېدل   ومومي  .  لکه  څنګه چې ،  کرنیز  محصولات ( توکې )  د خوږو ، منرالونو ، ویټامینونو او پروتیني  ترکیبي  موادو (  کمپننټو) د درلودلو  له پلوه سره توپیر  لري ، همدغسې  یې  په  سوړساتنځای  کې ساتل    هم  د وخت   له   دوام  ، د  حرارت  له  درجې   او د رطوبت  د فیصدۍ  له مخې  یو شان  نه دي  . نو ځکه  ، د  سړېدو په داسې زړې  خونې  باوري  کېدل   یو لږ  څه  ستونزمن  کار و  . خو بیا هم  ددې  ټولو نیمګړتیاوو ، کمېیو  او د احتمالي  رېسک او خطر  منلو سره  ،   تر یوه  برېده  د یادو خونو دبیا فعالولو کار تر سره شو .  د زمانې جبر هر  څه  پر بل   مخ  واړول    ، مادي او معنوي  زېرمې  زیانمنې  شوې  ، او هر سړی  د یو نامالوم  برخه لیک  په   لور  روان  شو .  د تولیدي واحدونو اقتصادي فعالیت  په ټپه درېدل  خو لا څه  کوې  ، بلکې  ددغه ملي شتمنیو  ساتل     ډېرو هېوادپالو ته   د سر په  بیه  تمام شول      . 
 زمــونږ د بــېداره بخته   دادی  ،  بیا هغه وخت  مــخ  په  رارســېدو شو ، چې   د قندهار  د پراخه  میوو او سبو  د خوندي  او سالمو ساتنو  لپاره  د هېواد د  اقتصادي   پیاوړتیا په موخه یو اغــېزمن  ګام  پور ته کیږي .  نو مې  په هــمدې ویاړ  غوره وبــلله  چې ،  د ځینو منابعوڅخه  په ګټه اخستنې سره  دغه  لاندې  یو څو کرښې تورې کړم  : 
دمېوو او سبو  ساتلو پرمختللې تکنالوجي  :
   د مېوو د کیفیت ساتل د حداقل ضایعاتو په درلودلو سره  یواځې  د کنترول  شوې  فضا ("Controlled atmosphere" ) د تکنالوجۍ له  لارې   تامین  کېدای  شي    . د (کنترول شوي فضا ) مفهوم  له  هر څه زیات  د تکنالوجۍ د اصل سره اړخ لګوي (مطابقت لري )، داځکه چې ، د  سوړساتنې  په خونه کې  د ګاز  د همغه ترکیب ( CO2 او O2 , N2   )  ملاتړ کیږي ، کوم  چې  ،  په فضاکې  شتون لري ، او یواځې د هغوی تناسب  بدلیږي  . په دې توګه   د O2  غلظت  د معمولي  فضا خلاف  د  ۲۱  نه   تر  ۱ ــــ ۲،۵  سلنې پورې ټیټیږي ، او د СО2 غلظت تر  ۱ ــــ ۳،۵  فیصده  رسیږي    .
په سړه خونه کې  د О2 غلظت  ټیټیدل  او د СО2 لوړېدل  په میوو کې  د مېتابولیږم   (استقلاب یا د مادې بدلون ) د  ټولو پروسو ،چې په مېوو کې  جریان  لري  د پام   وړ   وروکېدنې (اهسته کېدنې ، سستېدنې ) سبب ګړځي . په پایله کې  د ۲ ـــ  ۳ میاشتو پورې  د هغوی د ساتلو وخت  غځول کیږي ،  د  ۲ ــــ ۳  ځلې پورې یې ضایعات کمیږي او په  اغظمي توګه  د هغوی ( میوو ) خوند او د خوراکي توکو ځانګړي   با ارزښته  مواد ( ګټور مواد ) ساتل کیږي  .  مڼې او ناک خو کېدای شي د راتلونکي  موسم  پورې  هم  وساتل شي .  د   О2   او   СО2 د غلظت کچه د محصولاتو د ډولونو ،  د کرنې د شرایطو او نورو عواملو پورې  تړلې  ده  . اوس مهال  په   ډېرو هېوادونو کې  د  اکسېجن  له حده  ډېر  کم  غلظت  (   ultra-low oxygen  ) یا ( ULO )  تکنالوجۍ څخه کار اخیستل کیږي .
 
د دا ډول تکنالوجۍ د پلي کولو لپاره  د سوړ ساتنې  بشپړ تړل  شوو  یانې ګرمیټیک   (د هوا ټولې مجراوې یې  پټې  وي ) خونو او د هغوی مطابق د تکنالوژیکي تجهیزاتو درلودل   اړین دي . دا کمپلکس   د نایتروجن د جنراتور ، د   СО2 د جذب کوونکي (  adsorber )  او  د اتوماتیکو تجهیزاتو د کنترول  سستم څخه  جوړشوی دی  .
دنایتروجنو جنراتور  په  خـــونــه  ( د سړولو کوټه ) کــې  د   О2   د غلظت د پیلیدونکي ټیټوالي لپاره ځانګړی شوی ، جذبونکی  پړاو په پړاو د محصولاتو څخه راوتلی   СО2 ایسته  ( لېرې ) کوي ، او د کنټرول  اتوماتیک سستم  په متناوب  ډول  د СО2 ، О2 غلظت ( ټینګوالی ) ،  او د  حرارت درجه   اندازه  کوي او  د هغوی   پر بنسټ  ـــ د تکنالوجۍ د  رژیم د اصلاح کولو لپاره  اړوند تجهیزات  پکار اچول کیږي     .
د نایتروجنو د جنراتور په توګه په اوسني وخت کې ددې تکنالوجۍ لپاره  غشایي او جذبي  (  membrane or adsorption ) ګاز ویشونکو دستګاوو  زیاته پراختیا موندلې ده .  غشایي  د ستگاوې  د غشا د کارونې  پر اساس ، د О2 او N2   ټاکنیز نفوذ پذیري  لرل   دي ، او جذبي  ـــ د مالیکولي غربېل کارونې  پر بنسټ ، یو ددې ګازونو  د جذب  انتخاب دی    . 
پدې  لاندې لښتلیک کې په  یو ټاکلي  حرارت   او رطوبت سره   د  مېوو اوسبو د ساتلو وخت  ښودل  شوې  دی  .
مــېــــوې
% د هوا رطوبت     oС د حرارت درجه  ،  ساتل  په ورځو  نومونــــــــه
۹۰ ـــ ۹۵ ۰ ـــ -۱ ۷ ـــ ۲۰ زردالو (خوبانۍ )
۸۵ ـــ ۹۰ +۶ ـــ +۱۰ ۶۰ ــ‎ـ ۱۲۰ مـــــالــــټــــــه
۸۵ ـــ ۹۰ +۱۰ ۱۴ ـــ ۲۱ هـــنــــدوانـــه
۸۵ ـــ ۹۰ +۱۴ ۲ ـــ  ۷ پخې کېـلې
۸۵ ـــ ۹۰  +۱۳ ۲۰ ـــ ۶۰ شنې کېلـې
۹۰ ـــ ۹۵ ۰ ـــ  -۱ ۲۰ ـــ ۱۲۰  کور ، انګور
۹۰ ـــ ۹۵  ۰ ـــ  -۱ ۱۵ ـــ ۱۲۰ نــــــــــــــــاک
۸۵ ـــ ۹۰  +۳ ـــ  +۱۰ ۱۴ ـــ ۳۰ خربـــــــوزه
۸۵ ـــ ۹۰ +۱۲ ـــ  +۱۴ ۳۰ ـــ ۲۰۰ لــــــــیمــــو
۸۵ ـــ ۹۰ +۵ ـــ  +۸ ۱۴ ـــ ۳۰ منداریــن
۹۰ ـــ ۹۵  ۰  ـــ  -۱ ۱۴ ـــ ۳۰ شــفـتالو
۹۰ ـــ ۹۵ ۰ ـــ  +۱ ۱۴ ـــ ۲۸  الــــوچې
۹۰ ـــ ۹۵ -۱ ـــ +۴ ۳۰ ـــ ۲۰۰ مـــڼـــــې
۹۰ ـــ ۹۵ ۵ ــــ ۱۰ شمېره نشته انــــــــار ا
۹۰ ۰ ــــ -۱ ۶۰ ــــ ۹۰ بــــهـــي
یادونه :
• هندوانه  د هغه محصولاتو نه لېرې وساتل شي ، چې  ایتیلین  تولیدوي .
• خربوزه کېدای شي  د ۷ ــ ۱۰ درجې حرارت سره   هم وساتل شي .
• مڼې د ټیټې درجې حرارت سره  حساسې دي  ( ۲ ــ  ۴ ) سانتي ګریت  .
ســـابــه
% د هوا رطوبت     oС   د حرارت درجه  ، ساتل  په ورځو نومونــــــــه
۸۵ ـــ ۹۰ +۸ ـــ +۱۲ ۱۰ ـــ ۱۵ تور بادنچان
۹۰ ـــ ۹۵ +۵ ـــ +۱۰ ۷ ـــ ۱۴ کـــــــــــــــــډو
۹۰ ـــ ۹۵ ۰ ـــ +۱ ۲۰ ـــ۲۱۰  کـــــــــــــــرم
۹۰ ـــ ۹۵ ۰ ـــ +۱ ۲۰ ـــ ۳۰ ګـــل کـــرم
۹۰ ـــ ۹۵ +۴ ـــ +۶  ۹۰ ـــ ۲۰۰ کــچـــــــالو
۶۵ ـــ ۷۰ +۰،۵ ـــ +۱،۵  ۳۰ ـــ ۱۸۰ پــــیـــــــــاز
۹۰ ـــ ۹۵ ۰  ۳۰ ـــ ۲۴۰ ګـــــــازرې
۹۰ ـــ ۹۵ +۱۰ ـــ +۱۱ ۱۰ ـــ ۱۵ بـــادرنـګ
۹۰ ـــ ۹۵  +۸ ـــ +۱۱ ۷ ـــ ۱۴  رومـــیـان
۹۵ ـــ ۱۰۰ +۱ ـــ +۲ ۷ ـــ ۲۱  سرې مولۍ
۹۰ ـــ ۹۵  ۰  ۳۰ ـــ ۲۱۰  جــغــــندر
۶۵ ـــ ۷۰ +۱ ـــ +۲  ۹۰ ـــ ۲۱۰ ا و ږ ه
یادونه :
• پیاز  کېداي  په مثبت  ۱۳ ــ ۲۱ سانتي ګریت درجو  حرارت سره وساتل شي ، خو د لږ    وخت لپاره .
• اوږه  هم  کېدای شي  د ۱۳ ــ ۲۱ درجې حرارت په درلودلو  سره  د لږ وخت لپاره  وساتل  شي   .
د لیکوال یادښت  :  د پورتنیو کرنیزو خوراکی توکو د تازه ساتلو اړوند وخت  په  هکله  مې   په بېلابېلو خپرونو کې یو زیات شمېر  داسې  شمېرې وموندلې ، چې د یو بل څخه یې  توپیر درلود . دا خبره د حېریانتیا وړ  نه  ده ، ځکه چې ، د سوړساتنځاینو  ځانګړتیاوې   او همدا رنګه د هرې ځانګړې سیمې  د هوا رطوبت او حرارت  خپل  اغېز پرېباسي  .  نو له همدې کبله ښای  چې ، د ځینو محصولاتو  په اړه  د شمېرو ورته والی   تل تر سترګو نشي .
 په هېواد کې د لازیاتو پرمختللو تکنالوجیو  د پیاوړتیا په هیله .
اخــــذونه :
http://www.xiron.ru/content/view/30442/28
http://www.elgh-ks.com/storing

 

 

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery