مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-22   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

شعر:

محمدسرور وکیلي

:    شعریا چي په لاتیني کي ورته ( Poesie) وایي په ادبیاتوکي دپښتو، پاړسي،عربي اواروپایي ژبوکي ځان ته ځانګړی ځای لري .
دشعرڅېړنه دادبیاتوله مخه په عروض پوهنه اوپه بدیع اوبیان کيږي .
غزل لاتیني ئې (Lyrik)دوزن واحدئې په پښتوکي نیم بیت دی؛هرکله چي شاعر(Poet) دشکل او فورم (Form)له مخي لکه : ( غزل،مثنوي،قصیده،مدح اوڅلوریزه اودغسي نور)یوله دغو څخه جوړکي؛نومجبوردی،چي دلومړۍ نیم بیت پر وزن ئې جوړکي .
په شعرکي رښتیاهم چي قافیه وشعر ته ښکلا،آهنګ،خونداو رویتموس ( Rhythmus) ورکوي . داهم بایدوویل سي،چي شعر پخپل جوړښت کي دخزم عیب و نه لري یاني سربېره پر قافیي باید دشعر بحرهم سم وي .
مقفیي یاکلاسیک (Klassik)لرغونی شعر پخپل تړښت کي ډېر حساس پړاولري،چي دغه نازک حساس پړاودطبعي شاعر په ذهن اوخیال کي پروت دی اوقلمي شاعر دخپل مهال دټولني اویادطبعیت دښکلا څخه ئې آندو واندآغېزمن سي؛نو دغه پټ راز په قلم سره دشعر په توګه انځوره وي . دغه ډول شاعران که څه هم دشعر جوړولو اودقافیي آزموینه ورسره ده خودځینو څخه بیاپه ځینو غزلو کي دخزم عیب ښکاري،چي دغه وړوکی عیب دټول غزل خوند اورنګ خرابه وي اودشعرښکلا اوآهنګ زیان منه کوي؛که څه هم دغه شعردمانا،محتوا اوپیغامه ډک هم وي؛شعر بې خونده اوبې آهنګه سي . تردغسي شعر ویلو یوښه نثرلیکل به ښه وي .
اوس عملي یو شعر ګورو . دغه لاندي څلوریزه د«نازو» اناده :
ســحــرګاه وه دنــرګس لــېــمه لانـده ++++ څاڅکي څاڅکي ئې ترسترګوڅڅېده
 ماویل څه دي ښکلې ګله ولي ژاړې ++++ ده ویل ژوندمي دی یوه خوله خندېده
 دتقطع له مخه د لومړې بیت لومړی نیم بیتی اودوېم نیم بیتی ئې دواړه ۱۱ څپې لري او دوېم بیت ئې هریونیم بیتی ئې ۱۲ څپې لري . دشاعري نازک خیال ته ګورو،چي څه ښه کلمې ئې سره تړلي اوپرتله کړي دي؛ لکه ملغلري چي په تارکي ئې سره پېودلي وي . شعر دپیغامه ډک دی . شاعره دطبعیت له رازه آغېزمنه سوې ده،چي دطبعیت ښکلا اوننداره ئې دانسان دجسمې غړوسره تشبه کړې ده. دغه تشبه ئې دبدیع پوهني له مخه څومره په اوچت فکریودبل سره مشبه کړي دي . دساري په توګه : دنرکس دګل غوټې ئې دلېمه اوسترګوسره تشبه کړي او شبنم ئي داوښکو سره مُشابه کړی او خندېده ئې دګل دغوټۍ دخلاسېدو سره پرتله کړې .بیائې څومري ښه شعر دعرضو په چوکاټ کي په یوه لوړظرافت سره دښکلااوآهنګه ډک ویلی دی . دا ده شاعري لوړهنر په شعر کي ښیي اوهم د دې دنازک خیالي بیان کوي .
په شعر کي (لانده؛ څڅېده،خندېده ) قافیه دي . کېدای سو،چي شاعره د«څڅېده » پر ځای «بهېده » راولي که څه هم «بهېده» کېدای سوچي دلته قافیه سي . خو شاعري «څڅېده » دمنطق له مخه راوړی دی؛داځکه چي« شبنم» څاڅکی څاڅکی څڅيږي، بلکي نه بهیږي؛ ؛ نوځکه دغه «څڅېده» ئې دلته په دغه څلوریزه کي غوره ګڼلی دی .
دغه څلوریزه بل توری په ځان کي نه مني یاني نه دتوري ډېرواله اونه دتوري کمواله مني اوهم ئې پخپله نه لري . شعردشرنګه ډک اوسپور شعر دی .منظومي جوړښت ئې دعروضو له مخه بې عیبه دی .
شعرهنردی؛شعر«ادبپوهنه» ده؛شعر«ژبپوهنه» ده اوشعردشاعردزړه رازاودمیني نیازدی .
زه چي ځیني شعرونه لولم دمحتوا اودماناډک وي؛خوپه بحرکي خپل نیمګړتیالري،دغه عیب په شعرکي دشعرآهنګ؛خونداوشرنګ له منځه وړي . شعرډېرحساس دی؛که دغه پورته شیان چي دشعر لپاره یادسوه؛یوهم که لږیاډېروودشعرخوندله منځه وړي . په دغه عیبوزموږشاعران ښه پوهیږي .
دلته په دغه لیکنه کي یوازي شعر دعروض پوهني له مخه کتل کیږي .
اوس به یوبل شعرعملي وګورو،چي په خپل بحرکي سم دی اوکه څرنګه . دغه شعر درحمان بابا دی .
څوجفاقبوله نه کړې داغیار ++++ وبه نه وینې په سترګومخ دیار
 شعردتقطع له مخه ګورو: ددغه بیت دواړه نیم بیتیان ۱۱ څپې لري دلته قافیه « ا ــــ او ـــ ر » ده . او خوځښت د «ر » د « ا » سره (رَوي ) جوړه وي . دشعر « بحر » سم دی اوکم عیب دخزم هم نه لري . شعر خپله ښکلا، آهنګ اوپیغام لري . مانااومحتوا دشعرډېره اوچته ده .
څرنګه چي ترمخ هم وویل سوه،چي قافیه شعرته ښکلا او وزن ورکوي،خوځیني نور دعروضو توکي دي،چي هغه هم بایدپه نظر کي ونيوله سي،چي شعر نیمګړی نه سي .
دشعر ښکلا،آهنګ ،وزن اومنظومي جوړښت په عروضو پور اړه لري اود شعر مانا،محتوا، پیغام اوانځورول دشاعر په آندو «واند» اودده په نازک خیالۍ پوري اړه لري .
شاعران پخپل خوی اوخاصیت سره تړلي وي؛نوپه هغه چوکاټ کي شعر وایي . دساري په توګه : «رحمان بابا» پخپل خوی کي یوصوفي(Sophist) وو . دده ټوله شعرونه که نصحت دي،که مستانه دي، که آزادخیالي اشعار دي ټوله په چوکاټ کي دیوصوفي دي .
دخوشحال خان خټک اشعار څرنګه چي دی یوواقعي بینه (Realist)دی؛ په دغه چوکاټ کي ئې اشعار ویلي دي .ده دخپل مهال هره پېښه په واقعي ډول سره انځوره کړې ده،چي ډېر لږ شاعران به دده په ساري وي .
ګل پاچا« الفت » یو«ټولنیز» شاعر (social Poet) وو؛ ده پخپل اشعارو ټولنه راویښوله اودشعرپه ژبه ئې لار ورښووله .حاکمان اوبې عدالتي ئې غندل .

لیکونکی محمدسرور وکیلي

 اخځونه :
۱ – ویکیپیدیا
 ۲ - پټه خزانه
 ۳ - درحمان بابا دیوان
 ۴ - دپښتو بدیع اوبیا مؤلف محمدسروروکیلي 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery