مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-03-20   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

به امانی دوره کی دکندهار معارف‎

قرآنمل

 

    
بسم الله الرحمن الرحيم
 دسالم ژوند کولو لپاره اساسي تګلاره ښوونه او روزنه ده چي انسان دنيکمرغۍ پر لور هڅوي او دراتلونکي لپاره ديوه منظم او سيتماتيک ژوندانه هدف ، پلان او سترا تېژي ټاکي ، انسان دې ته متوجه کوي چي دراتلونکي په اړوند فکر وکړي او ډاډ تر لاسه کړي ؛پر همدې اساس اړتيا سته چي هر يو انسان دخپلي راتلونکي په اړوند دښووني او روزني دپلوشو په رڼا ځانته لاره وټاکي
 دښووني دپروسې دپرمخ بېولو لپاره دانساني پيدايښت څخه تر دې دمه انساني پوهانو بيلابيل نظريات او تګلاري ټاکلي دي مجموعا يې ددې پروسې دپرمخ بيولو لپاره عمدتاً درې ډول علوم ټاکلي چي عبارت له عقيدتي ، ټولنيزو او تخنيکي علومو څخه دي .
ددې پروسې پيلامه دانسانيت دپلار حضرت ادم (ع) له پيدايښته را پيل ده چي رښتونۍ مصداق يې دقرانکريم ايت (( وعلم آدم اسما کلها )) بلل کېږي تر دې را وروسته يو په بل پسي انساني تحقيقات، مشاهدات ، او نظارت ددې جوګه سول چي دژوند په بېلابېلو اړخونو بېلابېل لاري چاري دتعليمي ميتودونو د رامنځته کېدو لامل سي
 ورځ تر بلي پر مختګ دې پروسو ته موډرن رنګ دوخت او سيمو له شرايطو سره برابر ورکړ چي بيا وروسته دې دوامداره پرمختګ ته د تکنولوژۍ نوم ورکول سو
 موډرن مېتودونه او تاسيسات د مصريانو څخه راپيل چي په موډرنو لمړنيو پرمختګونو کي د((Henz)) کورنۍ چي دميلاڅخه مخکي ٣٢٠٠ کاله پخوايي سلطنت در لود په ترويج او انکشاف کي مهم رول ولوباوه بيا په راوروسته پسي بابليانو ، يو نانيانو ، باختريانو او ..... په دې کي اړين رول در لود چي تر ډېره دلکچر ، سوال او جواب له مېتوده ډېر په کښي کارول کېده ، تر دې راوروسته په فارسي په ادب کي چي د نورو په پرتله درباري ژبه پاته کېدله داشرافي تعليم منځته راتګ په نثري اړخ کي دکيسه خوانۍ او منظوم اړخ کي دبيت بازئ ميتودونو ډېر رول ودر لود
 په درباري او کليوالي اړخونو کي د ښووني او روزني اړخ پياوړئ وپالل سو کله چي دمحمدي (صلي الله عليه وسلم ) دين را منځته ور سره تعليم ددين يو اساسي جز وګرځيد چي خپله دحضرت محمد (صلي الله عليه وسلم)) تر معلمانه مشرتابه لاندي پخپله اصحابو ته دحضرت محمد ((صلي الله وسلم )) ښوونکي توب هغوئ ته عمدتاً دلکچر، سوال جواب ، سيرعلمي ، مشاهدي او نظارت مېتودونه اساسي بنسټونه څرګند او عملي ور وښوول سول
 پر دې اساس چي ددې ليکني موضوع په افغانستان کي دکندهار دمعاصري تعليم او تر بيې پر محور را ګرځي ځکه نو اړتيا ده چي دموضوع اصلي فهم په ګرځېدو وليکو چي :
په افغانستان کي دتعليم او تر بيي اساس ډېر قديمي رول چي داسلام تر ظهور را وروسته په بېلابېلو دورو کي زده کړه ييز او تاريخي قدامت ته په کتو سره ددوهمي هجري پېړۍ په لړ کي دابومسلم خراساني موجوديت داسلامي دار الخلافې په مرکز بغداد کي ددې لامل وو چي دا سيمه دعلم په پلوشو روښانه سي ، دنوموړي تر څنګ په همدې دوهمه پېړۍ کي دهرات ، غور ، بالشتان ، غيسار(قيصار) زمند (زمينداور ) بست ، کندهار او موسي کلا کي دامير فولاد دزوى امير کروړ جهان پهلوان ، بيا وروسته دغوري واکمنو ، وروسته دهندي بابري (مغلو) وروسته دهوتکي بيا احمدشاهي دوره تر سراج دين والملت امير حبيب الله تر دورو پوري کره او مستندي دورې بللاى سو
 کله افغانستان دانګليسي امپراطورۍ له جغه ځان ايستلئ په همدې وختونو کي دمعاصري تعليمي او تر بيوي پروسې اساس ايښوول سوى دى ددې معاصري دورې تعليمي پروسه دهيواد دپلازميني تر څنګ له کندهاره را پيل ده چي ددې ليکني په لړ کي تاسي درانه کولاى سى چي مطالعه کړى
 درنو ددې ليکني اساسي محتوا چي تاسي درنو څرګنده ده کېداى سي کومه تېروتنه موجوده وه هيله ده چي پخپله بزرګي يې تصحيح کړي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery