مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-11   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

یو دوه خاطرې

استاد فضل الله رشتین

 زه له دولسم ټولګې څخه فارغ شوی وم ، دا د ۱۹۷۲ م کال ؤ ، ارواښاد عبدلمحمد مموزی د پوهنې د وزار ت د تفتیش د ریاست د مرستیال په حیث دنده درلوده ، یوه ورځ د هغه دفتر ته ورغلم ، یو شمیر قومي مشران، سپین ږیري او ځوانان ورسره په دفتر کې ناست وو، په رسمي دفتر کې یې ولسي بانډار جوړ کړی ؤ ، ما په ټولو سلام واچولو ، مرحوم مموزی راسره ټینګ روغبړ وکړ اړ بیا یې په دفتر کې ناستو کسانو ته معرفي کړم او ورته یې وویل چې \\\" دا ځوان د پوهاند رشتین صاحب زوی دی .\\\" زه کیناستلم ، ناستو کسانو ورته د خپلو خپلو کارونو د اجرا لپاره خبرې کولې. مرحوم مموزی به ورته لارِښوونې کولې او د هر یو د مشکل د حل لپاره به یې ورته رهنمایی کوله. مرحوم مموزی واقعا د خلکو او ولس خدمتګار شخصیت ؤ . د وخت د پوهنې وزیر خبر ؤ چې د مموزي دفتر ته ډیر ولسي خلک راځي او له خپل دفتر څخه یې حجره جوړه کړې ده ، خو سره دې بیا هم ارواښاد مموزی د وزیر پروا نه کوله او له خلکو سره به یې په خپل دفتر کې لیدل او د ستونزو په حل کې به یې ورسره خبرې کولې. ارواښاد مموزی د ارواښاد پوهاند رشتین بابا یو ډیر نږدې او صمیمی دوست ؤ ، مرحوم مموزی به تل کورته راتلو او هلته به یې له ارواښاد رشتین بابا سره په ساعتو ساعتو خبرې او مجلسونه کول. ډیر خوش صحبت ؤ ، خبرې یې خوږې او پستې وې ، د خبرو انداز یې ډیر ښکلی ؤ ، هر څوک چې به ورسره کیناستلو او خبرې به یې کولې نو د خستګۍ احساس به یې نه کولو . ارواښاد مموزی په عمر کې له ما ډیر مشر ؤ ، خو له ماسره یې ملګرتوب درلود . مونږ دواړه سره ډیر ښه ملګري وو.
په یو ژمي کې جلال آباد ته راغی ، زمونږ کور کې اوسیده ، دا نو د ظاهر شاه د پادشاهۍ تقریبا وروستی ژمی ؤ . پلار مې راته وویل چې هلکه دا مموزی د بهسودو پل ته بوځه او همداشان یې په جلال آباد ښار کې وګرځوه . مونږ له کورنه ووتلو ، زما خدای بخښلی ورور پوهنمل شیرخان ، ارواښاد سید محمد طاهر بینا ، ارواښاد سید محمد خان او دوه درې نور دوستان هم راسره شول او له خپل کور څخه چې د سپین غر هوتل ته مخامخ موقعیت لري، ووتلو او مخ په ښار روان شو ، د ننګرهار ښار په جم او جوش کې ؤ ، له کابل څخه د کابل ښګلي او فیشني خلک راغلي وو ، ښار له کابلیانو ډګ ؤ ، نجونې او هلکان ، ځوانان او بوډاګان ډله ډله ټول ښکته پورته ګرځیدل ، مونږ همداسې روان وو ، د مخابراتو له چوک څخه د بهسود د پل په لور روان شو ، د بهسودو پل ته ورسیدو ، ټوله لار له خلکو ډکه وه ، ډیر شمیر خلک د بهسودو د پل په لور روان وو . مرحوم مموزی یوه شپو ښکلې خولۍ په سر وه ؤ، مونږ د بهسودو پل ته ورسیدو ، د پل به سر روان وو ، چې یو لند روفر جیب موټر را نږدې شو . نجونې پکې ناستې وې ، یوې انجنې د موټر له شیشې نه لاس اوږد کړ او د مرحوم مموزی شپو خولۍ یې د هغه له سر نه اوچته کړه او له ځان سره یې واخیستله. ما وویل چې \\\" او مموزی صاحب دا څنګه چل وشو ، دا خو ډیر بد کار وشو .\\\" مونږ څه نه شوکولای ، لند روفر موټر له نورو موټرو پسې مخ په وړاندې لاړو ، او مونږ همداسې په ځپلو پښو روان وو ، څو دقیقې پس هغه لند روفر موټر بیرته را وګرځید ، او مخې ته راغې ، هغې نجلۍ د موټر له شیشې څخه غږ وکړ چې : \\\" اینه شپوی تانرا بګیرید .\\\" شپو خولٍۍ یې بیرته ورکړه ، بیا مې مموزی صاحب ته وویل چې : \\\" بس اوس به دا خولۍ زه په سر کوم .\\\" په هغه لند روفر موټر کې د نجونو هویت ماته ته معلوم دی خو نه غواړم هغوی افشا کړم. خو دومره وایم چې د غه لنى روفر موـر به د ننګرهار له شاهی ماڼۍ څخه راوتلو او بيا به هلته ننوتلو.
مرحوم مموزی څو ورځط له مونږ سره ؤ ، هره مازدیګر به د بهسودو پل او د سیل نورو ځایونو ته تللو ، له هغه سره څو ورځې شپې ډیرې ښې تیرې شوې ، ډیر ه ښه دوستي وه ، په دوستۍ کې ډیر خوند ؤ ، ډیرمحبت ؤ ، ډیر خلوص ؤ ، ډیر صداقت او راستي وه . هغه وختونه بیا نه راځي ، نه هغه وتوه راځي او نه هم مرحوم مموزی راځي ، اونه هم هغه دوستان بیرته راځي چې له مونږ څخه تللي دي . زما ډیر ارمان ؤ چې تیر کال له مرحوم مموزی سره په المان کې ووینم خو نصیب نه ؤ شوی ، همداسې د هغه د لیدلو ارمان پاتې شو . ڼورې ډیرې خاطرې هم لرم خو په ډیرو لیوني خوشحالیږي ، مشت نمونه خروار . الله پاک دې مرحوم ته مغفرت نصیب کړي او د هغه د کورنۍ غړو ، لوڼو زامنو او ټولو پاتې کسانو ته صبر جمیل ورکړي. انا لله و انا الیه راجعون

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery