مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

چې مڼه وي ډاکتر ته اړتیا نشته!‏

امرالله کامه وال

مڼه هم فلکلور دی، هم د شاعرانو ښکلا او هم د ډاکترانو دوا. مڼه د فال لپاره هم کارېږي لکه څوک چې غواړي ډېر اولادونه ولري، نو ورته ویل کیږي چې؛ مڼه پرې کړي او پکې شته زړو قدرې به یې اولادونه هم وي. دا مسله یوازې یو پخوانی دود او فال دی. په پښتو کې په ډېرو متلونو کې هم مڼه کارول کېږي لکه: که شپه تیاره ده، مڼې په شمار دي. په لنډو کې هم د مڼې خاص ارزښت او خوند ته اشاره کیږي لکه: ما درته ويل کابل ته مه ځه// مڼې خوږې دي ما به هیره کړې مينه .

لرغونپوهان وایي، انسان له نن څخه ۶۵۰۰ کالو راپدېخوا مڼه پیژني او لرغونی ډول یې اوس هم شته دی چې dady or api apple نومیږي. د مڼو اصلي وطن قزاقستان ښودل کیږي. اوس یې په ټوله نړۍ کې مینه وال پیژني او د نوعیت له پلوه ۱۰۰۰۰ ډوله مڼې شته دي لکه: د رنګ له پلوه ژېړې، شنې، سرې او د ذایقې یا خوند له پلوه تروشې او خوږې مڼې پیدا کیږي. نباتات د علمي نومونونو تر څنګ ځانګړي سيمه یيز نومونه هم لري لکه بیروتۍ، مارلنګ، جورسي او داسې نور ډولونه. په افغانستان کې د میدان وردګو ولایت مڼې نړیوال شهرت لري، د خوند او ښکلا جوړه یې په ډېره سختۍ پیدا کیږي.

ډاکتران وای، په مڼه کې کلسیم، پروټين، فاسفورس، اوسپنه، جست، کاربوهایدریت، پوتاشیم، بي کمپلکس کورنۍ ویټامینونه او ویټامین A شته دي او دا ټول هغه معدني مواد دي چې د انسان په سلامتیا کې خاص رول لري. ډاکتران وایي، که چیرې انسان په ورځ کې یوه مڼه وخوري په ټول عمر به ورته حاجت پیدا نشي چې ددې وړو ناروغیو لپاره ډاکتر ته مراجعه وکړي او دوا استعمال کړي. ځینې کسان د مڼې پوستکی پاکوي، اما ډاکتران وایي، د مڼې اصلي مواد په پوستکي کې یې دي او که چیرې سمه و وینځل شي، نو ګټه به یې ډېره وي.

ډاکتران وایي، مڼه د وینې فشار کنترولوي، غاښونه پاکوي، د تبې درجه کموي، د انسان پوستکی تازه ساتي، مغز ته پوره ځواک ورکوي، معدې او ځیګر لپاره هم ګټورې دي.

همدا ډول مڼه خوړل اشتها ښه کوي، زړه ته طاقت ورکوي، د چاغوالي مخنیوی کوي، د روماتېزم ناروغۍ په مخنیوي کې مثبت رول لري، کولمې، مثانه او پښتورګي فعال ساتي، د ټوخي د ارامولو، د سرطان ناروغي په مخنیوي او د کلسترول په کنټرول کې یې هم رول مثبت ښودل کیږي.ډاکتران زیاتوي، که چیرې د شکرې یا خوږې ناروغۍ لرئ، نو مڼې وخورئ او د اسهال ناروغۍ لپاره هم کافي درمل حسابیږي.
د پورتنیو ګټو ترڅنګ باید د استفادې طریقه یې هم په یاد ولرئ: که څوک په خوني اسهال اخته وي، نو تروې مڼې دې پخې کړي او ودې خوري. د پوستکي ښکلا لپاره كه د مڼې اوبه له شيدو سره يو ځاى شي او د تودوخې درجه يې ۳۶ سانتي ګرادو ته ورسیږي بيا د مخ په پوستکی وموښل شي تر لږ ځنډ وروسته مخ و وينځل شي، نو شفاف پوستکی به ولرئ. همدارنګه کولای شئ چې سهار او ماښام د مڼی اوبه پرمخ، غاړې او د بدن په نورو برخو وموښل شي. د روماتیزم ناروعان دې باید د ایشیدلو مڼو اوبه په پښو او لاسونو وموښي. د زړه ناروغان دې د ورځې درې مڼې وخوري او که چیرې لړم یا غومبسې چیچلي یاست، نو چیچل شوی ځای د مڼې په اوبو و وینځئ، درد به یې له منځه ولاړ شي تروه مڼه د ګرم مزاج لرونكيو لپاره او خوږه مڼه د ساړه مزاج لرونكيو لپاره ګټورې دي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery