مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نور باید په‌ خپلو پښو ودرېږو

بشرمل پسرلی

 

د نړیوالې ټولنې د یوې نیمې لسیزي بې درېغو مرستو سره سره، تر اوسه د نړیوالې ټولنې مرستو ته جدآ ا ړتیا لرو. خو د یو مستقل هېواد او د یو سر لوړي ملت په توګه، نه شو کولای چې په اوږد مهال کې د نړیوالې ټولنې د اوږو دروند بار واوسو. له نېکه مرغه، دې هېواد ته ‎څښتن تعالی هغه زېرمې او امکانات ور نصیب کړي، چې کولی شي هېواد مو له طفیلي حالته وباسي او د اقتصادي پرمختګ پوړۍ په بري سره ووهي.
۱: ځمکې لاندې زېرمې
د هېواد د کانونو وزارت له‌خوا د یوې ترسره شوې سروې په اساس داسې معلومات خپاره شوي دي، چې له مخې يې افغانستان تر درې ترېلیونه امریکایي ډالرو (3 Trillion Us Dollars ) په ارزښت، په ۱۴۰۰ ساحو کې ډول ډول با ارزښته د ځمکې لاندې زېرمې لري او حتا په وروستیو کې د هېواد ولسمشر د دېرشو ترېلونو ډالرو په ارزښت د ځمکې لاندې زېرمو د شتون ادعا وکړه، چې دې موادو ته په دې ټکنالوجیک عصر کې نړۍ  شدیده اړتیا لري.
۲: خوږې اوبه
یویشتمه پېړۍ به د نفتي زیرمو پرځای د خوږو اوبو د زېرمو پر سر د رقابت او کشمکشونو پېړۍ وي. افغانستان په نړۍ او په  ځانګړې توګه په سیمه کې د خاص جیوپولټیک موقعیت لري او د خوږو اوبو مهمه سرچینه ګڼل کېږي، چې له بده مرغه ګاونډي هېوادونه یې مصرفوي او موږ ورنه ګټه نه ده اخېستې. که چېرې افغانستان د نړیوالو قوانینو پر بنسټ، له خپلو اوبو څخه سمه او اصولي ګټه پورته کړي، ویل کېږي چې د کال به ۳۵ مېلیارده ډالره عاید ولري، دا په داسې حال چې د هېواد کلنی لګښت د ۸ بېلونو ډالرو په شاوخواکې اټکل کېږي.
۳: ځانګړی جیوپولټیک موقعیت
افغانستان د آسیا په زړه کې پروت دی، چې منځینۍ اسیا، سویلي اسیا، منځینی ختیځ او شرقي اسیا له یو او بل سره نښلوي. که چېرې ددې ځانګړي موقعیت د ارزښت تثبیت لپاره کار وشي، بې له شکه چې په نژدې راتلونکي کې به دا هېواد په یو لوی اقتصادي مرکز بدل شي. ښه به وي، چې ددې ځانګړي موقعیت د ارزښت څو بېلګې وړاندې کړو. ټاپي پروژه چې د ترکمنستان ګاز له افغانستانه پاکستان او بیا هند ته لېږدوي. دا پروژه به له ۲۰ زرو زیاتو افغانانو ته د کار زمینه مساعده کړي او په ورته وخت کې به افغانستان ته د کال له ۳۰۰ ملیونه امریکايي ډالرو زیات حق العبور ورکول کېږي. ددې ترڅنګ، د چین او پاکستان د ګوادر بندر ګډه پروژه چې د پاکستان په خاوره کې جوړيږي، هغه ستراتیژیکه پروژه ده، چې په ځانګړې توګه چین غواړي له دې لارې د عینکو د مسو کان مواد خپل شرقي ایالت سنجینګ ته انتقال کړي کومه، چې افغانستان ته تر ټولو نږدې بحري لار ده. له بل پلوه، لویه ستراتیژیکه پروژه د هند او ایران چاه بهار بندر دی، چې د ایران په خاوره کې جوړيږي، په ځانګړې توګه هند له دې بندر څخه نه يواځې د بامیانو د حاجي ګک کان د وسپنې د انتقالولو په موخه ګټه پورته کوي، بلکې د مرکزي اسیا هېوادونو ته، چې د طبیعي زېرمو له پلوه ماړه دي د افغانستان له لارې لار پیداکول غواړي.

۴: ځوان بشري ځواک
په ورستیو کې چې کومې شمېرې د ملي او نړیوالو معتبرو منابعو څخه خپرې شوي، د هېواد ۶۰ په سلو کې وګړي ځوانان دي، چې اکثریت یې بېکاره دي. موږ کولی شو، دې بشري ځواک ته د ملي سوادګرو او نړیوالو کمپنیو پام ور واړوو. ددې په ترڅ کې به مو پانګونه پورته لاړه شي، چې بیا به نه یواځې هېوادوال په کار ګمارل شوي وي، بلکې اقتصادي دوران به مو پیاوړی کړی وي.
۵: پیسې
د نړۍ د ستر مفکر او اقتصادي، سیاسي، ملي او اسلامي علومو عالم ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د وینا پر بنسټ، له افغانانو سره دا مهال ۴۶ میلیارده ډالره شته. دا ډېر لوی مبلغ پیسې دي او که چېرې په کار واچول شي او اقتصادي دوران ته ورننوځي، له شک پرته، چې ډېر لوی مثبت اقتصادي بدلونونه به د افغانانو په ژوند کې را څرګند شي. 
۶: غیر متجانس اتباع
افغانستان یوه غیر متجانسه ټولنه ده، چې مختلف قومونه، ژبې، نژادونه او د مختلفو مذاهبو لارویان په کې ژوند کوي. له یوه پلوه دا غیر متجانس والی نه یواځې هغه باغ ته ورته دی چې مختلف ګلونه لري، چې پام را اړوي، بلکې دا دې ته فرصت برابروي، ترڅو ډول ډول مفکورې وزېږوي او په ټولو برخو په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې سوداګریزې کړنې وده وکړي او مختلف واړه او لوی تشبثات رامنځ ته شي.
پایله
که څښتن تعالی پر افغانانو دا لورینه کړې ده، چې د لویو طبیعي نعمتونو او امکاناتو وړ یې ګڼلي، خو په ورته وخت کې یې ټولو انسانانو ته لارښوونه کړې، چې څښتن تعالی به د هغه ملت تقدیر بدل نه کړي مګر دا، چې په خپله څه وکړي او د ځان تقدیر بدل کړي.
که د دولت په ځانګړې توګه د حکومت واګي د بې کفایته، فاسدو، بې پلانه، بې فکره او پسیفه افرادو په لاس ورشي، د افغان ملت راتلونکی به له تیرو سره ضرب شي. د ځمکې لاندې زېرمو څخه به مو داسې ګټه پورته کېږي لکه د کانګو هېواد، خوږې اوبه به مو ګاونډیانو ته نه یواځې وړیا جاري وي بلکه په خپلو اوبو به وژل کېږو هم، جیوپولټیک موقعیت څخه به مو نور ګټه پورته کوي، بشري ځواګ به مو د هېواد د ابادۍ پر ځای په بربادۍ کې رول ولري، پیسې به مو متحده عربي اماراتو او نورو هېوادونو ته روانې وي لکه اوس او غیر متجانس افراد به مو په مختلفو نومونو استخدامېږي او له یو او بل سره به اخته وي او ګټه به یې ځینو محدودو افرادو او هېوادونو ته رسي. 
 که چېرې افغانان د چارو د مثبت تداوم، مثبت تحول او په خپلو پښو درېدو په موخه، د ملي احساس او فکر، لوړې پوهې،  اوږد مهالي پلان او د پلانونو د تحقق ارادې لرونکی صادق قاطع ذعیم وټاکي، تر ډېره بریده به بریالي شوي یو، چې خپل تقدیر د مثبت جهت پر لور بدل کړو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery