مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-13   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

غني بابا ته پرانیستې لیک!


کله چې خلکو په ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړ او نړۍ والو ته يې وښوده چې دوې په خپل هیواد کې د یوه پوه اوبا استعداده شخصیت پرمټ چې د خلکو په وینو یې لاسوونه ککړ نه وي سوله، وده، پرمختګ  او بیا روغونه غواړي نو  ټولو وګړو او په خپل هیواد مینو خلکو په ټاکنو کې ګډون وکړ او دخپلې خوښې نوماند ته يي رایه ورکړه او د  خدای دغه عاجز بنده هم له ځان سره همدغه هوکړه وکړه چې نور په دې هیواد کې جګړه بس ده او جنګسالاران باید نور مهار کړای شي نو د رایو صندوقونو ته ولاړو او د خپلې خوښې نوماند د نړۍ دویم مفکر ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي ته مې رایه ورکړه او اوس هم ویاړم چې ستا په شان شخصیت ته مې رایه ورکړی خو نن درسره د خپلې رايي په بدل کې د خپلو زوریدلو خلکو او کړیدلي ولس څو خبرې شریکوم هیله ده چې د ولسمشرۍ پرمهال خپل خلک هیر نه کړی او کومې ژمنې دې چې ددې ولس سره کړي باور وکړه چې ما ټولې له ځان سره لیکلې ساتلي دي او په دې هم پوه شه چې د یوې یوې ژمنې پوښتنه به هم درڅخه کوو او په دې هم پوهیږم چې ستا په شان شخصیت به هم هیڅ کله له خپلو ژمنو په شا نه شي خو د ډاډ لپاره یوځل بیا د خپلو خلکو خبرې درسره شریکوم او له هر ملګري مې داهیله ده چې زما لیکنه مو ولوستله نو يې ضرور ورسره شریکه کړی چې بیا ونه وايي چې تا خو به په هماغه وخت کې یوځل داخبره کړی وه.
- په خپله وینا کې دې له خلکو سره ژمنه کړی چې حکومت یو سهامي شرکت نه دی او هیڅ کله به هم د ډلو او ډلګیو سره حکومت شریک نه کړم. چې زما ننې لیکنه هم په همدغه خبره ده چې ددې خبرې سپیناوي ته ورسته راځم لومړی دخلکو یو څو غوښتنې درسره شریکوم
۱- هیواد وال نور په هیواد کې سوله غواړي نور له جګړې ستړي دي او د شته جنګسالارانو مهار کول غواړي چې نور ترې خلک بوزی ته راغلي.
۲- په هیواد کې د فساد او په ځانګړې ډول د اداري فساد مخه نیول، د ځمکو د غاصیبینو له خولې څخه د خلکو د حق راویستل.
۳- کار اهل کار ته سپارل او له ټول هیواد څخه د څوکۍ او د پیسو د خامارانو شړل.
۴-  وزیران، والیان او ټول حکومتي چارواکي د ژمنتیا او وړتیا پربنسټ په دندو ګمارل او د شته خامارانو څخه د  خلکو خلاصول.
۵- د یو شمیر خاینو، افغان دښمنو، رزیلوو او بې شرمه خلکو سره چې ولسمشرکرزي په ۱۲  کلنو کې  ډیره حوصله وکړه د هغوې دخولې او غاښونو ماتول.
۶- د هغو بې شرمه افغان دښمنو مهارکول غواړو د افغان په نامه شرمیږي او په افغانستان کې اوسیږي.
۷- کوم زورواکي افغان دښمنه څیرې چې نن د واک په څوکیو ناست دي باید له هیواده وشړل شي.
۸- د زورواکو، ټوپکسالارانو، او جنګسالارانو مهار کول غواړو.
۹-  ستاسې د ژمنې پربنسټ باید ټول افغانان یوشان حقوق ولري.
۱۰- نور هغو خلکو ته اجازه مه ورکوی چې په تیرو ۱۲ کلونوکې يي د جهاد د پاک نوم څخه په ګټه اخیستنې ددې مظلوم ملت وینې وڅښلې.
غني بابا د خلکو غوښتنې ډیرې دي خو ما يي یو شمیر کمې له تاسره شریکې کړی. نورې به انشاالله له بریا وروسته درسره شریکې کړم.
خو اوس راځم ستاسې لومړی ژمنې ته چې ددې ولس سره دې کړی ده چې حکومت سهامي شرکت نه دی خو نن داسې خبرې او بحثونه روان دي چې کیدای شي مصلحت وشي او یا کوم مصلحتي حکومت رامنځ ته شي خو زه نن درته دا په ډاګه وايم چې افغانانو تاسې ته د مصلحت لپاره رایه نه ده درکړی او د هغوې غوښتنه ستاسې د ټیم شعار وه چې تحول او تداوم دی خلک په حکومت کې د پراخ بدلون غوښتونکي دي دخلکو باور او ملاتړ هیڅه کله هم خراب نه کړی که ډلې ټپلې او حکومت هرڅه وکړي مونږ ګټونکي یو او کله چې څوک ګټونکي وي هیڅ مصلحت او جورجاړي ته اړتیا نه شته او که چیرې تاسې جوړ جاړې وکړ په دې عقیده اوسه چې لومړۍ خو زما درسره دجهاد اعلان دی او وروسته بیا په دې باور یم چې ټولو هغو خلکو چې تاسې ته رایه درکړی ستاسې پروړاندې به ودریږي او خلک به درڅخه نفرت وکړي. غني بابا پوهیږې چې خلک څه وايي ټول خلک لویان او کوچنیان وايي چې غني بابا بریالی دی او غني بابا به هیڅ وخت هم له ډلو ټپلو سره یوځای نه شي زه خو پوره باور لرم چې ستاسې شخصیت به هیڅ کله هم تاسې دا اجازه درنه کړي چې د هیواد دوګړو په رایو له خلکو سره د حکومت پر سر جورجاړې وکړی او که بیا مو هم حکومت او ځینې کړۍ اړباسي او مجبوروي مو په خپل دریځ کلک ودریږه خلک او ټول افغان ولس درسره دی بیا د خلکو د زور پر وړاندې شته زورواکي خش او خشاک هیڅ هم نه دي. اوس مونږ او ولس پوهیږو چې دملي مصلحتونو تر نامه  لاندې به هر یو دې ته وهڅوي چې جور جاړې وکړي خو غني بابا ډاډمن اوسه چې ولس جورجاړي ته هیڅ کله هم تیار نه دی او زه درته ډاډ درکوم که ټاکنې دویم پړاو ته هم لاړشي مونږ ګټونکي یو او یوځل بیا به افغانان سره لاسونه یو کړي او تاسې ته به رایه درکړي.
زما خو یوه هیله داده چې خدای دي ټاکنې دویم پړاو ته نه بوځي او که بیاهم ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي تاسې ډاډمن اوسې چې په هیواد مین او دردیدلي ولسونه به په یوغږ د تحول او تداوم ټیم څخه ملاتړ وکړي او زه ډاډه یم کومو افغانانو چې تردې مهاله له زلمي رسول صیب څخه ملاتړ کړی په دویم پړاو که یاد ټول افغانان په یوه غږ د تحول او تداوم  له ټیم سره یوځای شي خو زه ډاګټرصیب زلمي رسول ته سپارښتنه کوم چې دا به ستاسې سیاسي راتلونکي ته ډیرپه ګټه وي چې سرله اوسه د تحول او تداوم ټیم څخه خپل ملاتړ اعلان کړی. ځکه چې ستاسې له ټیم سره شته افغانانو تاسې ته رایه درکوله نه بل چاته چې ته ترې غواړې ملاتړ وکړی نو بیا به وروسته په میدان پاتې شي او په سیاسي ډګر کې به هم شته محبوبیت له لاسه ورکړی. پاتې شوه د ولسمشرۍ نور نوماندان زه خو ډاډه یم چې دوې په به دویم پړاو کې ټول له غني بابا څخه ملاتړ کوي. نوتاسې پوه شي چې بریا زمونږ ده. نو زه یو ځل بیا غني بابا ته په ډیر احترام سره وايم چې د هیڅ ډلې ټپلې سره نه د ملي مصلحت په نامه جوړجاړې وکړی او نه د نور نومونو تر نامه لاندې مونږ انشاالله بریالي یو او بریا زمونږ ده او که بیا مو هم مصلحت وکړ لومړی به زه ستاسې پروړاندې د جهاد اعلان کوم ډاډمن اوسه.
په درنښت
سعیدي 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery