مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-15   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د عبدالله ویاند فضل الرحمان اوریا بیا د ولس وینی تویول غواړي


د عبدالله عبدالله رسمی ویاند فضل الرخمن اوریا پرون د طلوع تلویزیون سره د مرکی په یوه برخه کی وویل چی که د ډاکټر اشرف غنی ټیم قدرت ته ورسیږی دا به په افغانستان کی د وینو د لښتیو بهولو ته لاره همواره کړی.د عبدالله د ټیم ویاند مطلب دادی چی که ددوی ډله قدرته ته ونه رسیږی بلکی د ډاکټر اشرف غنی ټیم او یا کوم بل ټیم ټاکنی وګټی نو دا به دوی ته د منلو وړ نه وی، دوی به بیا وسلی ته لاس او په جګړو به لاس پوری کړی تر څو په افغانستان کی د وینو لښتی وبیهوی.
افغانان باید عبدالله او د هغه د ویانیویان لکه فضل الرخمن اوریا ښه وپیژنی، د هغوی په شیکو غړوندیو بازی ونه خوری دا جګړه ماران دی دوی نه په ولسواکۍ باور لری او نه د ولس رایو ته احترام لری. دوی یوه لاره پیژنی چی هغه جګړه ده او که له جګړی لاس واخلی نو ولس به یی حتمی د تیرو جرمونو چی تر اوسه پوری یی په افغانستان کی تر سره کړی دی، پوښتنه وکړی او محکمی ته به یی راکش کړی او د تیرو ټولو جرمونوسزا به ورکړی .
د فضل الرخمن اوریا همدغه څرګندونی او د شورای نظار تیر تاریخ ته په کتو، شک هم نشته چی د کابل هغه ځوریدلی او کړیدلی ولس به بیا د همدغه لنډغرو لخوا ونه کړول شی، چی یو وار له وړاندی هم کړول شوی وو. د عبدالله ویاند فضل الرخمن موږ ته د هغه دا وروستی څرګندونی چی ویلی یی دی (( که خدای نا خواسته خدای ناخواسته د ډاکټر صاحب اشرف غنی ټیم قدرت ته ورسیږی د افغانستان په ټولنه کی به د وینو لښتی وبهیږی)) بیا هغه د ۱۹۹۲، ۱۹۹۳ او ۱۹۹۴ کالونو تاریخ را په یادوی چی همدغو لنډغرو په کابل کی نه بښونکی جنایاتونو تر شا پریښی دی، بیا تازه کړل او کابلیانو ته یی هغه شپی او ورځی ورپه یاد کړی چی ډیرو پاک لمنو تورسریو د لوړ پوړو کرونو څخه د خپل عزت د ساتلو لپاره ځانونه راګذار کړل او خپل عزت یی چی د شورا نظارله خوا تر تهدید لاندی وو وژغوره او د شهادت جامونه یی پورته کړل.
د کابلیانو به هغه شپی او ورځی هیڅ کله هم له یاده ونه وزی چی همدغه عبدالله او ډلی یی شورا نظار په لسهاو زره د کابل بی ګنا او بی دفاع اوسیدونکی په شهادت ورسول، د هغوی کورونه یی په توپونو ور ویجاړ کړی او د کابل د خلکو ټولی شتمنی د همدغه جمعیت چی په سر کی یی د شورانظار ډله وه چور او کوم کابلیان چی ژوندی پاتی وو له کابل نه هجرت ته مجبور او په داخل او خارج د افغانستان کی در په در او خاوری په سر ژوند تیرولو ته مجبور کړل.
د عبدالله د ویاند فضل الرخمن خبری د هغه شخصی نظر هیڅ کله هم نه شی کیدلای دا څکه چی دا ښاغلی د همدغی ډلی رسمی ویاند دی نو دا معلومه خبره ده چی دا د ډبل عبدالله نظر دی او دوی پوهیږی چی هغه صندوقونه چی د دوی لخوا د ۱۳۹۳ په ټاکنو کی د درغلیو په نتجه کی ډک شوی دی د ټاکنو د خپلواک کمسیون به یی حتمی رسوا کوی چی په نتجه کی به دوی هيڅکله هم قدرت ته ونه رسیږی. نو کله چی دوی د یادو شویو ټاکنو سل په سلو کی بایلونکی دی بیا د تهدید ژبه کاروی تر څو په راتلونکی کی داسی یو حکومت ته د جوړولو شرایط برابر کړی چی دوی هم ونډه پکشی ولری.
نو په نتجه کی ویلی شوی چی د عبدالله د ویاند څرګندونی او په خوا کی هغه فشارونه چی اوس د ډاکټر صاحب اشرف غنی په ټیم باندی راوړل کیږی علت یی همدغه دی تر څو د ډاکټر اشرف غنی په شمول بیا پر ولس د هغوی د خوښی برخلاف یو مصلحتی حکومت وتپی..
بل خوا داسی اوازی هم تر غوږونو کیږی چی وړاندی تر هغه چی د ۱۳۹۳ ز کال د ټاکنو نهایی نتجی(۲۴ ثور) اعلان شی، د یوه ګډ حکومت (سهامی شرکت) د جوړولو لپاره ډیر سخت کار روان دی، چی پدی کی د تیرو۱۳ کالونو د حکومت بر حال او ځینی له حکومت څخه د باندی افراد( مافیا) ، همدارنګه د ځینو ګاونډیو او لری هیوادونو سفیرانو تر منځ راشه درشه ډیره شوی ده او دوی ټول کوشش کوی چی پر افغانانو باندی د ولس خلاف بیا یو ایتلافی خکومت وتپی. تر څو په ولس کی دا پاتی وینه هم وچه کړی.
خو ولس پر ډاکټر اشرف غنی او ټیم یی باور لری چی نه به د اوریا په شان د خشنی ژبی تر تاسیر لاندی راشی او نه د نورو فشارونو، ولس پدی عقیده دی چی ډاکټر اشرف غنی به که اړتیا وه دوهم پړاو د ټاکنو ته هم ځی او همدغه ولس با بیا هم هغه
 ته خپلی رایی ورکوی.
ورک او نابود دي وی د افغان ولس داخلی او خارجی دښمانان
 مننه
 ډاکټر ګل مرجان منګل
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery