مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-17   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دمقاومت سلګۍ

اټک يوسفزی
 د ډاکتر اشرف غني نوماندۍ دوه ډوله اغېزې او د چا خبره عجب کرامات درلودل او لا لري يې٠
 يو کرامت يې دا چې ډېر د مختلفونو فکرونو سياسي هستۍ يې خپلې کړې ، ډېرو ځوانانو پرته له کومې ځاني او مالي هيلې او غوښتنې ملا وروتړله او د خپل سر په بيعه يې پرې ننګه وکړه ، ډېرو کليوالو د لومړي ځل دپاره دخپل دود او کليوال سنت خلاف خپلو خويندو ، ميندو او تورسرو ته د رايو پېژندپاڼې واخيستې او دهمدې يوې يوې پاکې رايې پايله لکه د څاڅکي څاڅکي باران يو سمندر شو٠
 د غني محبت دغني هغه رقيبان چې په بيت الله شريف کې په لوړه او قسم سره راټول او يوځای نه شول ، خو د غني سره د ستړي ولس مينې او ملاتړ دوی دومره ترور کړل چې ټول اور او اوبه دغني پر وړاندې يوه خوله او يو موټی شول ، ګاونډيان او د افغان ولس ازلي دښمنان د غني سالم شخصيت ته په يخو اوبو کې خوله شول دغني پر وړاندې يې بې شمېره په اصطلاح افغان سياسي کړۍ او اشخاص په پټه او ښکاره وهڅول چې ځانونه نوماند کړي او پدې او هغه نوم او شکلونو د غني د غوڅ اکثريت رايې وويشي او د ګټې مخه يې ډب کړي ، دهمدغو رقيبانو او دچوکۍ لېونيانو د ډلې خو ځينې ان له اسلامي ، افغاني او انساني اخلاقي چوکاټونونه هم سرونه بهر کړل ، اخلاقي او مذهبي تورونه ، تهمتونه او بهتانونه يې جوړ ، پورې او د ناوړه سياست تبليغاتي وسله او توره کړه ، خو خوشبختانه چې په دې ټولو نيرنګونو او رنګونو کې خپله کوټ او شرمنده شوله د ولس هوډ او غوښتنه يې بدله نه شوه کړلای ٠
 اوس چې ټاکنې تر سره شوې او ټولو وليدل چې د افغانستان په تاريخ او ددې وروستۍ لسيزې دولسواکۍ په تاريخ کې دا لومړی ځل و چې ولس په خپله خوښه داسې يوه افغان ته رايه ورکړه چې نه ټوپک لري او نه هم تنظيم او کوم ځانګړی ګوند ، نه يې چاسره غوږ (سازش ) جنګولی او نه په ناروا مصلحت روږدی دی ، يوازې يو غني پلان او طرحه لري چې وطن اباد او د فساد جرړې اوباسي ، نو طبيعي ده چې دافغان ولس دښمنان داسې يوشخص او ټيم منلی او زغملی نه شي او ښايي تر دې لا لوې او خطرناکې توطيې او دسيسې جوړې کړي٠
 زه پوره ډاډه يم چې ټاکنې به ان شاۀ الله دويم پړاوو ته نه ځي د غني افغانستان ددښمنانو دا دومره درغلۍ ، دسيسې ، هاها او دېدې يوازې او يوازې ددې دپاره دي چې غني جوړجاړي ته اړباسي او راتلونکي حکومت کې دتېر په څېر غوښنه برخه او ونډه واخلي او په اصطلاح خپل مات سياسي حيثيت اعاده کړي بيا نفس تازه کړي او په فرېبونو او غراوپش غني هم لکه کرزی انحصار او محاصره کړي ، که څه هم د ښاغلي غني نظر او کرم پراخه دی او دلومړۍ ورځې نه يې ويلي چې د افرادو پرځای په افغانيزم باور لري او پرته له سياسي او شخصي ملاحظاتو به هر اهل ته کار ورکوي ٠
 وروستۍ خبره دا که فرضا ټاکنې دچا په ځانګړي فشار دويم پړاوو ته هم ولاړې شې بيا به هم ولس تر دې لاډېرې رايې غني ته ورکوي او داځل به غني د خپل ولس په مټ دا ناوړه دود ماتوي چې ارګ په ټوپک نه بلکې د ولس په رايو ګټل کېږي او ساتل کېږي٠
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery