مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-18   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ټاکنې؛ دوهم پړاو ته نه لېږدول کیږي!

ژمن میرزکوال

 


د نوماندانو د مرستیالانو مهندسي، د مختلفو قومونو، سیاسي جوړوښتونو او تنظیمي ـ جهادي ډلو وېش په مختلفو ټاکنیزو ټیمونو ... او د رآیې اچونې ورځې څخه راورسته، د دې ورستیو کورنیو او بهرنیو کړیو د ائیتلافي هلوځلو او رواني فشارونو پربڼسټ او د لاندېنیو دلایلو په رڼا کښې ټاکنې دوهم پړاو ته نه؛ بلکې د ېوه نسبي جوړجاړي په ترڅ کښې، په لومړي پړاو کښې بشپړې کیږي!

۱. د مرستیالانو مهنډسي، ترډېره بریده په آرګ کښې شوې وه، او د آرګ په  مستقیم او غیرمستقیم منځګړیتوب او سلا او یا د آرګ لوبې له وجې؛ هغه مخکښ نوماند مرستیالان، چې په ځانګړو قومي، سیاسي جوړښتونو او جهادي تنظیمي ډلو پورې تړاو لري او سرلاري یې دي؛ د ولسمشرۍ مخکښو نوماندانو ته ورپېژندل شوي دي؛ ترڅو رایې پرې ووېشلای شي اوهېڅ نوماند ۵۰+۱ پوره کړای نه شي؛ ځکه چې نوموړي نوماند مرستیالان له پراخ اولسي ملاتړ څخه برخمن دي، او د رایو د وېش له کبله به ټاکنیزه لوبه د آرګ په لاس کښې ولوېږي!

۲. زلمی رسول د ښاغلي کرزي نوماند وه/دئ؛ او په دې اړه چې ښاغلی کرزی د زلمی رسول ملاتړ کوي؛ ښکاره بېلګې شته، د کرزي په منځګړیتوب، د ېوې داسې قومي جرګې، چې پکښې د سوېل لویدیځو ولایتونو قومي مشران راغونډ شوي ول رابلل؛ څو خپل ورور قیوم کرزی د رسول په ګټه د ټاکنیزو سیالیو څخه منصرف کړي، پخپله د کرزي  ملاتړخپرېدا د رواني تبلیغاتو ېوه برخه ده، چې د دې لامل شول؛ چې ډېری حکومتي لوړپوړي چارواکي یې ملاتړ وکړي، او د حکومت له ملي بودجې څخه نېولې، تر وساېلو او حکومتي اسانتیاوو تربرېده ورته وکارول شول، چې آن په ولسي جرګې کښې ښاغلي کرزي څرګنده کړه، چې حکومت وېشل شوی دی، هرنوماند پکښې ملاتړي لري. که چېرې د قانون او په ټاکنو کښې د حکومت د نه مداخلې خبره شي؛ نو ښاغلي کرزي کولی  شوای چې د دغو مداخلو مخې یې نېولې وای؛ خو دی پخپله د دې مداخلې ېوه غاړه او په مداخلې کښې ښکېله څېره وه. زلمی رسول د دې لپاره نه وو نوماند کړای شوی؛ چې ګواکې ټاکنې پرې وګټي؛ بلکې د دې لپاره نوماند کړای شوی وو، چې ډاکټرغني ته تلونکې د پښتنو رایې، او د زلمي رسول نوماند مرستیال ضیاء مسعود پرمټ، عبدالله ته تلونکې د تاجکو رایې پرې ووېشلای شي او وروسته بیا د جوړجاړي په نوم د ائیتلافي ونډې اخېستنې لپاره د ېوې مهُرې په څېر وکاروي.


 
۳. پرلپسې دوې میاشتې ټاکنیزې منډې ترړې او سیالۍ روانې وي، سترې ـ سترې غونډې د پلازمنې کابل په ګډون په ګڼو ولایتونو کښې ترسره شوې، تلویزېوني مناظرې او مباحث پرلېکه شول، او ګڼې نورې داسې لارې چارې رامېنځ ته شوې، چې په ترڅ کښې یې د نوماندانو په اړوند د ټولو اړینو موضوعاتو په تړاو اولس خبر کړل شو، تګلارې یې ولېدل شوې، وړتیاوې او ژمنتیاوې یې وپېژندل شوې او د نوماندانو ترمېنځ، د دوی د وړتیاوو توپېر وکړل شواو ...
د دغو ټاکنیزو منډو ترړو سربېره، د ښاغلي کرزي په مشرۍ افغان حکومت څخه د افغان ملت ناخوښي او د افغان ملت د بدلون غوښتنې دریځ د دې لامل شول؛ چې افغان ملت د سترو امنیتي ننګونو او دودیزو کلتوري ناخوالو سره ـ سره، د پراخ اولسي ګډون په ترڅ د رایې اچونې ورځ برېالۍ کړه او رایې یې واچولې. د ګاونډیو هېوادونو سربېره، نړۍ والۍ رسنۍ، سیاستوال اونړۍ وال هېوادونه پرې وغږېدل؛ چې افغان ملت څومره په اولسواکۍ باوري ملت دئ، او څومره په ملي او هېوادنویو چارو کښې بامسئولیته او د فکري وېښتابه لرونکی اولس دئ.
 د دې ټولو اولسي لاسته راوړنو سربېره، د رایې اچونې په ورځ او د دغې ورځې څخه د مخه او ورسته درغلۍ شوې دي، د حکومتي چارواکو په مداخلې صندقونه ډک شوي دي، د ټاکنو د کمیسیون کارونکي ګواښل شوي دي او همداراز خرڅ شوي دي او ..
   خو؛ په ټولیېزه توګه، د پراخ اولسي ګډون په ترڅ کښې اچول شوې رایې د دې وړ نه وې، چې مقابل کښې یې درغلګر درغلۍ په اغېزناک ډول وکړای شي او که چېرې تقلب ښه ډېر شوی هم وي( چې بلخ، هرات، میدان وردګ، بادغیس، بغلان او کڼو نورو ولایتونوکښې شوی هم دی) لومړی خو  په پاکو رایو باندې دومره اغېزه  نه شي کړای چې سلنه یې راټېټه کړي، او دوهم تقلُب دومره تکتیکي نه دی شوی، لکه څرنګه چې د کمیسیون سېسټم ورته جوړ شوی دئ، یانې ککړې او ناککړې رایې ډېر ژر او په اسانه توګه جلا کېدای شي، او په دې اړوند ګڼ شکایتونه هم شوي دي، چې  ډېری یې ویل کیږي؛ چې د عبدالله عبدالله په اړه دي؛ خودا پخپله د ټاکنو د دواړو( شکایاتو او ټاکنو) کمیسیونونو په ارادو او استقلالیت پورې تړاو لري، چې دوی څومره رڼو او د ملت په ارادې شویو ټاکنو ته ژمن دي.
 

۴. د ښاغلي کرزي او آرګ بانډ په ګډون، د عبدالله عبدالله ډله او د نظار شورا دې پایلو ته رسیدلي دي، چې د ېوه داسې آئیتلافي حکومت رامېنځ ته کېدل، چې د دوی حیثیت او د ګټو ونډې یې پکښې خوندي شوي نه وي، بله لاره نه لري؛ ځکه د ېوه داسې مخکښ نوماند( ډاکټر غني) چې د پاک شالید، علمي ـ عملي وړتیا او اغېزناکې تګلارې پربڼسټ یې د افغان ملت په لوستو، روڼ اندو او ځوانو کهولونو کښې یې نفوذ لرلی وي اوهمداراز د دې محبوبیت موندلو سربېره د پښتون توکم او غیر پښتون (ازبیک، هزاره او لږیو) توکمونو، سیاسي جوړښتونو او مذهبي ـ روحاني شخصیتونو پراخ اولسي ملاتړ یې هم ترشاه وي؛ پرړاندې دوهم پړاو ته تګ ېوه نه جبرانکېدونکې تېروتنه ده، چې له کبله به دوی نه ېوازې د ائیتلافي حکومتي ونډو څخه محروم شوي وي، بلکې په ستره کچه، به یې تاریخي ـ سیاسي ماته او سیاسي څپېړه خوړلې وي!

 ۵. د لس سلنې رایو شمېرنې خپرې شوې، چې له مخې یې عبدالله عبدالله مخکښ دی، ځکه چې شمېل شوې رایې د هغو ولایتونو دي، چېرې چې عبدالله ډېر نفوذ لري او بېا له دې سربېره د شمېرل شویو رایو شمېرنې په هر ولایت کښې توپېر لري، یانې په ېوه ولایت کښې رایې لږ شمېل شوې، په بل ولایت کښې زیاتې. چې دا پخپله د دې ښکاروندوي کوي چې په ډاکټر غني رواني فشار وارد کیږي؛څو جوړجاړي ته غاړه کېږدي او د ښکېلو غاړو ګټې خوندي او سیاسي حاکمېت یې ټېنګښت او پاېښت ومومي.


۶. لوېدیځوال، په تېره بیا امریکا هم د خپلو ستراتېژیکو ګټو، او د افغان ـ امریکن امنیتي ستراتیژیک تړون د ژر تر ژره د لاسلیک کېدو او د خپلو ځواکونو د ځای پرځای کولو او د امنیتي آډو د تنظیم او جوړښت پربڼسټ، نه غواړي افغانستان د سیاسي بې ثباتۍ سره ښکېل شي او ټاکنې دې وځنډیږي. نو دوی هم نه غواړي چې ټاکنې دې وغزېږي او یا دې دوهم پړاو ته ولاړې شي، چې له کبله د دوی ستراتيژیک پلان ټکنی شي.
او همداراز؛ امریکا ته هم دا اړېنه ده، چې دلته د سیاسي جوړښتونو، تنظیمونو او توکمونو ترمېنځ د مشترکو ګټو او مختلطې ګډونوالۍ په ترڅ کښې حکومت مېنځ ته راشي؛ څو سیاسي انارشۍ راونه زېږول شي او نور زبرځواکي هېوادونه او څارګرې کړۍ ترې امریکا ضدې ګتې پورته نه کړي!

لنډیز:
له هرې خوا په ډاکټرغني رواني فشارونه دي، چې جوړجاړي ته غاړه کېږدي؛ خو ډاکټر غني هرهغه جوړجاړی چې د معاملې په نامه، د حکومت وېشنې په مانا مطرح شوی وي، نه مني!
خو؛ د دغو ګڼو فشارونو په پایله کښې به ډاکټر غني دې ته اړ کیږي چې ېوه ډول نسبي جوړجاړي ته غاړه کېږي؛ ځکه چې په ټاکنو کښې ښکېلې کړۍ د دې زمېنې برابرولی شي، چې د افغان ملت د آرادې په خلاف تکل وکړل شي چې له کبله، به بېا د بحران رامېنځ ته کېدل له ډېراحتماله لېرې نه وي! 
خو؛ دا نسبي جوړجاړی به؛ داسې نه وي چې د ټلولټاکنو بهیر دې وننګوي او د افغان ملت د آرادې په خلاف دې داسې حکومت رامېنځ کړي چې د ټاکنو له فېلټر څخه نه وي راوتلی او یا دې د ټاکنو له لیارې د اولسي مشروعیت څخه برخمن نه وي!
نو؛ د ډاکټر غني په مشرۍ او بریالیتوب کښې، به دا ډول نسبي جوړجاړی، چې له کبله یې ټاکنې دوهم پړاو ته نه لېږدول کیږي، نه ېوازې د سیاسي ثبات او راتلونکی حکومت د حاکمیت ټېنګښت ته ګټې رسولای شي، بلکې د ېوه داسې ائتلافي( سهامي شرکت) حکومت مخه هم ډب کولی شي، کوم چې ښکېلې غاړې یې د جوړولو هوډ لري!


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery