مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-20   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

له وينو تر ایتلافه

اټک يوسفزی

 سياسي پوهان وايي چې په سياست کې هرکار په فکر او تدبير کيږي ، وچ په وچه توکل او تصادفات نه مني همدې ټکي ته په ځيرنه د قومندان احمدشا مسعود وژنه او تر اته څلويښتو ساعتو دمخه د نړۍ وال تجارتي منځځي (Trade center ) رانړېدل دا پېښې که په لومړي سر کې هر ډول وښودل شوې خو اوس ښه په ډاګه ښکاري چې ديوه زنځير کړۍ وې داخبره همدلته دانساني تاريخ نوي پړاو ته پرېږدم او راځم د مارشال صاحب دمړينې خبرې ته که څه هم زموږ په عقيده د مرګ او ژوند مطلق څښتن سبحانه تعالی دی ، خو تجربو ښودلې چې ځينې وخت ځينې انسانان د يو بل د وژلو او ترور کولو سبب او لامل ګرځېدلي دي په ځانګړي توګه په دا وروستيو کابو څلورو لسيزو کې به د ګوتو په شمېر افغان سياستوال وموموو چې په اصطلاح پخپل مرګ خپلې بړستنې کې ترې سا اخيستل شوي وي٠
 د ارواښاد قسيم فهيم په اصطلاح مارشال مړينې هم ډېر شکونه او پوښتنې درلودې ، مارشال صاحب ښه صحت درلود يوازينۍ عادي ناروغتيا يې د شوګر ، شکر (DIABETES ) ناروغي وه ٠
 کېدای شي چې د مارشال صاحب مړينه طبيعي وه ، خو په داسې حساسو تاريخي شېبو کې ناڅاپي مرګ او تر مرګ دمخه دخپلې ډلې سره ژور نظرياتي اختلاف ، د ارواښاد دځينو نږدې ملګرو او رسنيو په وينا د ډاکترعبدالله عبدالله د نوماندۍ نه منل او همدا ډول ، د ښاغلي استاد عطا ، تورن اسماعيل ، استاد سياف ، ضيامسعود او ښاغلي کرزي سره د واحد کانديد پر سر اختلاف او د ډاکتر اشرف غني پر لورې ورکږېدنه (تمايل ) دا ټولې هغه نښې نښانې دي چې دمارشال صاحب طبيعي مړينه يې شکمنه کړې وه ، مګر د وري د١٦ تر ټاکنو وروسته چې ټولې پايلې لا تر اوسه نه دي اعلان شوي او ښايي غوڅ اکثريت ښاغلي ډاکترغني ګټلي وي ، دټلوالې وارخطايي او د بايلات په صورت کې بيا لکه د (١٩٩٢) د وينو تويولو او د مېخ کوبۍ اخطارونه پخپله د مارشال صاحب ناڅاپي مړينې ته يو مثبت ځواب تعبيرېدلای شي ٠
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery