مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-23   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

چنچڼې‎


شاهي د الینګار یوه ښکلې دره ده. شاته غرونه، مخکې غرونه او د دواړو غرونو په منځ کې مست سیند او د سین په غاړه شنو کروندو د دې سیمې ښکلا لاپسې زیاته کړې ده. د سړک په دواړو غاړو ځای ځای سنځلې لاس په نام ولاړې دي او له هر لاروي په عطرونو هرکلی کوي.
دلته د سړک په غاړه یو کلی اباد دی، سپینه خاوره یې بولي. دې کلي کې مې د یواځینۍ عمه کور و. په دیره کې یې پستې شګې پرتې وې، څنګ ته یې کوچنی لښتی بهیده او شاوخوا دنګ او ګورو چنارونو پرې یخ سیوری جوړ کړی و.
چې څنګه به لمر له دې ښکلې درې ځنې خپلې وروستۍ وړانګې راټولې کړې، نو له هرې خوا به د چنچڼو سیلونه مخ په چنارونو را خوشې شول. مرغیو به ټوله ورځ په سحرا کې په خوراک تیره کړې وه او د راتګ په وخت کې به یې مښوکو کې چنجي نیولي وو او خپلو بچیانو ته به یې راوړل.
د مرغیو په راتګ به د چنار هره پاڼه په حرکت راغله او لکه هره پاڼه چې سندره وايي، یو شور به و، چغار به و او...
ماشوم وم، له نورو همزولو سره به غولکه په لاس په سکڼي ماښام، همدې چنارونو ته ورغلم. رحم مو زړونو کې نه وو او یا دا راته بې رحمي نه ښکاریده. په چنار به مو ګاټې وار کړل. غر به شو، یو سیل به پورته شو. کومه یوه به پر ځمکه را ولویده، له خولې به یې وینې روانې وې. د چا به ګاټی په خیټه ننوتلې و، وړې کولمې به یې زنګیدې او موږ به یې په مریو چاقو کش کاوه.
موږ به همداسې کاڼو وارولو ته ادامه ورکوله، مرغۍ به والوتې یوه لنډه دوره به یې وکړه، خو بیرته به د چنار په پاڼو کې ورکې شوې.
های خدایه!
اوس راته خپل ولس هماغه چنچڼې ښکاري. د خلکو ګڼه ګوڼه وي. ستړي ستومانه یوې مړۍ ډوډۍ پسې ګرځي. خو یو دم ګړز شي، خلک منډې کړي، خو یو څو تنه د منډو توان نه لري.ځای په ځای پراته وي. له خولو یې وینې روانې وي. د چا ګیډه سورۍ شوي وي، کولمې یې خواته انبار وي او څوک په حسرت د خپلو پرې شوو هډونو ننداره کوي.
خو شیبه وروسته بیرته هماغه ځای کې د خلکو ګڼه ګوڼه شي.لکه هیڅ چې نه وي شوي.
های، ډیره سخته ده
 خو خلک نور چیره وتښتي؟


 محمد نعمان دوست، د غويي درېیمه،۹۳

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery