مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-12   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

سیمه ییزم نه؛ افغانيزم!

benawa afghanistan
هارون حکیمي
د کندهار په ویرځپلي چاپیریال کي د بدخشان غم دومره باندي زور سو چي ځانونه یې هېر سول ، یواځي په خواخوږۍ ویلو یې تسلیت ونه سو، همدردۍ په مخه کړل، د خپل با احساسه مشر په لارښوونه د خپل احساس پر خوا روان سول.

 

 

د یوه پخواني سانسکریټ شعر پند دی چي؛ ځان تر کورنۍ، کورنۍ تر کلي، کلی تر ټولني، ټولنه تر هیواد او هیواد تر روح قربان کړه!
موږ  ددغي لړۍ څلرمي کړۍ ته چي د هیواد لپاره تر اجتماع تېرېدلو قرباني ده،  ژوره اړتیا لرو؛ دا د ملت جوړوني د روحیې پیاوړتیا ده.
ناورینونه که له سوکالیو هډونه کاږي خو یو مثبت ټکی  هم لري چي هغه انسانانو ته پند؛ په ځانګړي ډول دغه د ملت جوړوني درس دی.  لس ورځي وړاندي، د ثور۱۲م سهار، چي د بدخشان په ارګو کي د باریک آب؛ مېنو ته قیامت راووړ؛ اغېز یې ټول افغان اولس ته درس سو.


د هیواد له ټول اتموسفیر څخه د خپګان، ویر، خواخوږۍ، تسلیت او همکارۍ ږغ راپورته سو. میندو اولادونه وږي کړل؛ ګوله ډوډۍ یې تر بدخشانه ولېږله، پېغلو لیچي تشي کړې؛ بنګړي یې د مرستو په صندوقانو کي ور واستول، هر چا تر خپله وسه...

 

 

زموږ ملګرو هم ښادمن ګام پورته کړ! 
د کندهار په ویرځپلي چاپیریال کي د بدخشان غم دومره باندي زور سو چي ځانونه یې هېر سول ، یواځي په خواخوږۍ ویلو یې تسلیت ونه سو، همدردۍ په مخه کړل، د خپل با احساسه مشر په لارښوونه د خپل احساس پر خوا روان سول.
لسګونه د احساس استازي د کندهار د ښار څخه ووتل، د پښ کندي تر تېرېدلو د ( لوی کندهار!؟ ) څخه هم ووتل، اته سوه کیلومتره لاره یې ووهله؛ په بدخشان کي د ارګو، باریک آب سیمي ته ورغلل. د مړو  په روحونو پسي یې دُعا وکړه ، د صدقې په توګه یې غوایان حلال کړل، د ویرجنو سره یې خواخوږي وکړه، زیانمنو ته یې د تسلیت کوښښ وکړ، اړو درو سوو کورنیو ته یې ؛ په داسي حال کي چي خامکي غاړي یې اغوستي او مروجي بګړۍ یې هم تړلي وې، په خپلو لاسونو د خوراک، څښاک، پوښاک او اړتیا وړ وسایل ووېشل.
دې ګام، د خپل احساس په مجسمولو؛ د درو سوو زیانمنوسویو کورنیو، د تږو تندي، د وږو لوږي او د اړو اړتیا ته، د شپږ نیم میلیونو افغانیوپه لګښت د مرستي لاس ورکړ.

 

دا ګام! د یوه سیاسي ګوند لخوا نه وو چي نفوذ حاصلول یې موخه وي. د یوه نوماند لخوا نه وو چي رایه ترلاسه کول یې موخه وي. د یوه دولتي ارګان له خوا نه وو چي د جبري اقدام انجامول یې موخه وي. د یوه قومي، مذهبي یا ژبني خوځښت لخوا نه وو چي تړاو پالل یې موخه وي. د یوه امپراتور لخوا نه وو چي د سیمي تر واک لاندي کول یې موخه وي؛ دا د ښادمن خیریه بنسټ لخوا وو چي؛ د یوه غیري سیاسي، پاک، با احساسه، پر وطن مین او صادقه ځوان، ملي سوداګر حاجي حکمت ښادمن لخوا پر مخ بېول کیږي. هغه بنسټ چي په خیریه کارونو مشهور دی.

 

د ښادمن ګام مشر حاجي حکمت الله ښادمن

( د ښادمن ګام مشر او موسس حاجي حکمت الله ښادمن)

دا ګام! د سیمي او سیمه ییزم تر حدودو وتلی د هیواد په سطحه ګام وو. که د سیمو نومونه هم یادیږي نو د خیر په حرکت یادیږي چي د کندهار څخه د خواخوږۍ پر اساس د بدخشان سره د ورورولۍ پاللو په موخه پیلږي. دلته سیمه پالنه نه؛ هیواد پالنه ده. سیمه ییزم نه افغانیزم دی. دې چاري موږ ته زموږ د عُمرونو دعوه چي ستر جهاني منظومه کړې ده بیا هم راتایید او مُهر کړه:


کندهار مې د بابا په قباله دی
که پنجشير دی که واخان دی وطن زما دی

 

هره لوېشت مې د نيکه او بابا ګور دی
په هر ګام باندې لحد او کفن زما دی

 

هر غاټول يې زما له وينو رنګ اخيستی
دا په وينو روزل سوی چمن زما دی

 

له نيکه راپاته سوی په ميراث دی
دا د مشکو رباتونو خــــُــتن زما دی

 

سرداري يې زما په پچه ده ختلې
له آمو تر مست هلمنده مامن زما دی

 

که تاجک دی که اوزبک دی يو افغان دی
ددې خاوري هزاره ترکًمن زما دی

 

چې فکرونه د نفاق پالي په سر کي
امتياز يې د وهلو کشتن زما دی

 

ښه يې زما دي ، بد يې زما دي هر څه زما دي
ددې خاوري ارغوان او زغن زما دی

 

دلته هره تيږه کاڼی بدخشان دی
دا لالونه، غرونه غرونه دمن زما دی

 

د ازل تقسيم باغوان يم پيدا کړی
دا بهار دا لاله زار او ګلشن زما دی

 


دا مورچل مورچل پکتيا او دا شېربريتي
چې فلک به کوږ ورګوري دښمن زما دی

 

که ميرويس دی که اکبر که مسجدي دی
هره توره، هر ميدان او تورزن زما دی

 

فتحه زما ده، فخر زما دی، جشن زما دی
شهيد زما دی د ويرژلو شيون زما دی

 

چې په زړه کې څه درتېر نسي اسمانه
چې پرون مې د نيکونو و نن زما دی.

 

 

موږ یو، یو! خو په کورنیو جنګونو کي که جنګسالارانو د خپلو لیکو د پراخولو لپاره د بدخشان څخه عوام جذبول نو د خپلو وسله والو مخالفانو د بدو، معرفي کولو لپاره به یې ممکن ټول پښتانه یا د کندهار د سیمي خلک توند او ترخه ورپېژندل خو دا چي د کندهار ځوانان تر اته سوه کیلومتره فاصلې وهلو وروسته د یوې نړۍ میني، خواخوږۍ او مرستي سره ورته راستانه سول؛ د سیمي د خلکو په اذهانو کي به یې په وړاندي بالکُل بدلون راغلی وي. د بدخشان هر وګړی به د هغه سپین ږیري نظر لري چي اولسمشر کرزي ته یې په خپل غم کي د کندهاري ماشوم  او مېرمني د غمجنۍ او شراکت وویل. دغه هڅي دي چي موږ لا نور سره نږدې کوي.

کاشکي د ښادمن ګام دغه هڅه یو بل رنګ هم راوړي چي په یوه روانه ملي پروسه بدل سي؛ هغه دا چي د دغه بنسټ د ځوانو او با احساسو ملګرو لخوا په دې ترتیب د خواخوږۍ او انسانیت پر معیارونو داسي تمرکز وسي چي عامه ذهنیت د قبيلوي، سمتي، سیمه ییز، مذهبي او ژبنيو وېشونو څخه د یووالي او افغانیزم پر خوا کړي او دا حرکت په همدې ډول د خپلو ځانونو څخه پیل بیا تر هرات او واخان، ننګرهار او جوزجان پوري ورسوي. د هغه ملي ارزښت د پیاوړتیا پر خوا چي موږ تربل هرڅه ډېره اړتیا ورته لرو.


خدای دي توفیق ورکړي.

 

هارون حکیمي ۱۲-۰۵-۲۰۱۴

پنجاب پوهنتون - هندوستان

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery