مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-17   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

پښتني قبیلې وپیژنئ ! ۱۲۶- ملا خیل :

ډاکټر لطیف یاد

 

 

ملا خیل له آره غلجي پښتانه دي چې زیاتره خلک یې کو چیان دي او دافغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې استو ګنه لري .ملاخیل دغزني ولایت په اجرستان ، دکابل په شیوه کیو ، لوګر ، ننګرهار او لغمان کې هم شته دي .ملا خیل کوچیان او پوونده په اتلسمې ، نولسمې او شلمې پیړۍ کې سوداګریز کارونه هم کول چې دهند او افغانستان ، مشهد او بخارا تر مینځ تر سره کیدل او دخپلو او ښانو او کاروانونو سره به تلل او سوداګریز مالونه لکه ټوکران او نور ډول ډول توکي به یې له ځانه سره په او ښانو وړل .ویل کیږي جې په نولسمې بیړۍ کې دملا خیلو قبیلې ۴۰۰۰ اوښان درلودل .
دملاخیلو دقبیلې ځینې څانګې دادی : شاران پیره خیل ،عثمان خیل ، قادرخیل ، خواګاخیل ، شاهزاد خیل ، خواجه خیل او الیا س خیل (۱).
دغزني داجرستان دملاخیلو دخیلونو او څانګو نومونه په لاندې ډول دي :
لنګرخیل ،ادن خیل ، عباس خیل خوزه خیل ، رضا خیل ، سید خیل ، عثمان خیل ، قلندر خیل پیرو خیل او چکمک. ددوی شمیر پنځه ویشت کلونه وړاندې ۱۵۹۹۶ تنه ښودل شوي و چې ښایې چې اوس په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې ددوی په شمیر کې نور زیاتوالی هم راغلي وي. یو شمیر ملا خیل دافغانستان په شمالي ولایتونو کې هم استوګنه لري (۲).
۱- معلومات مختصر درباره اقوام وقبایل ولایات سرحدي کشور ، ۸۴۰ مخ .
۲-۰ دملاخیلو دقبیلې په اړوند دلطیف یاد یاداشتونه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery