مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-06-28   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

له سپیني؛ تر قرغې ماڼۍ

 

تېره چهارشنبه د خوست د والي ښاغلي جبار نعیمي له اړخه؛ د قرغې پر څنډو، د فرهنګي دوستانو، ماځیګرني مجلس ته بلل سوي وو، چي د خالد هادي او حشمت لطیفي سره ورغلم.


 د پاکي هوا، پرېمانو اوبو او زرغونه طبیعت په غېږه کي د ډوبېدونکي لمر، طلایي غشو رومانټیکه فضا جوړوله.

د ګڼ نفوسه کابل ښار، یواځي څو تفریحي ځایونه چي د اکثریت خلکو سترګي ځان ته ور اړوي؛ د بیر و بار قرباني سويدي. ځکه نو سړي ته؛  چنداني د ارام او تفرېح ځای، ژر په نظر نه ورځي چي د رخصتیو شېبې ور وړي.

د مناسبو تفریحي ځایونو کمښت که هرڅو د خلکو اړتیاوي ډیري کړي دي؛ خو افغان پانګه وال چنداني پر دې اړخ پانګونه،  نه کوي. د ټوریزم، کرني، ښاروالۍ، چاپیریال ساتني او نورو ارګانونو خو دي خدای مل سي.

د ښاغلي نعیمي له لوري دا مجلس هم پر دې موضوع وو خو په یو څه تفاوت؛ هغه دا چي موږته یې د یوه نوي خوندور، ښکلي او مناسب بڼ منظره توضیح کوله؛ د قرغې ماڼۍ منظره!

د زرغونو اوبو او لویي لاري په مابین کي؛ شین باغ چي غېږي غېږي، رنګارنګ ګلان، پرمځکه خپاره چمنونه ، پر مناوو بار تاکان، ګڼي فوارې ، لسګونه ډولونه ښایسته مرغان او مینه ناک حیوانان یې؛ روحیاتو ته ارام بخښي؛ د یوه افغان سوداګر میرعالم ځدران په زیار جوړ سوی دی.

 

په مجلس کي ځدراڼ پر دې کار وستایل سو. هغه د سپیني ماڼۍ چاپیریال ته شاکړې ده، له امریکا بیرته راغلی دی. په خپل هیواد کي یې د قرغې ماڼۍ جوړه کړې ده. ځکه وستایل سو.


نعیمي صاحب په خپل هیواد کي پر مناسبه او ګټوره پانګونه ټینګار کاوه، ظرافت او نوښوتونه یې مهم بلل او د ځدراڼ په وجود کي دا ټکي یې د پاملرني وړ ګڼل.


د قرغې ماڼۍ د کار ځپلو او ذهني ستړو کابل ښاریانو لپاره یو ښه ارامځای دی خو! چي دا ادرسونه ډېر سي ...

هارون حکیمي
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery