مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-14   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

مونږه ټول افغانان په سیاست کې ناکام یوو؟ ولې ؟

اینجینیرسید محمد روحاني



 ځواب:
لنډیز: د افغانستان مظلوم ملت یو اسلامي عالم او مفکر ته ضرورت لري کوم چې هم علم لري او هم عمل ترڅو هغه وکولای شي، دغه تباه ملت د تورتم او ظلم څخه راوباسي او په رڼا کې یې واچوي چې هم الله(ج) راضي شي او هم ټول خلک. مګر له بده مرغه افغانستان یو مستعمره هیواد دی چې غربیانو نیولی دی، او د افغانستان فعلي دوه مخکښ کاندیدان چې د امریکا تر مستقیم سیاسي فیشار او غلامۍ لاندې ژوند کوي خپله فیصله په خپله نشي کولای او نه به یې هیڅکه هم وکړي. دا پدې معنی چې غربیان هرقسم حکومت غواړي، نو دغه کاندیدان به یې ورسره هرومرو مني، او که یې ورسره ونه مني، نو له قدرت څخه به ګوښه کیږي. پس سوال دلته دی، چې اوس به معلومیږي هغه داچې کوم یو له دغه دوو مخکښو کاندیدانو خپل ملت ته اصلي قرباني ورکوي؟ کوم یو په ملي ګټو پسې روان دی؟ کوم یو د غربي خامارانو پلان نه مني؟ کوم یو کاندید د ملت په رایو او کلک عظم پسې روان دی؟کوم یو کاندید د ملت رایې نه خرڅوي؟ کوم یو کاندید یو حقیقي ملي یوالی او ملي وحدت غواړي؟ کوم یو کاندید یو خپلواک او قوي مرکزي حکومت غواړي؟ کوم یو کاندید یو مسلمان او حقیقي خادم د ملت دی نه د خپل قوم او ټبر؟کوم یو کاندید د ملت او هیواد پلورونکی دی؟ کوم یو کاندید د خپل اسلام، وطن، ناموس لپاره قرباني ورکوي؟ هغه یو شاعر داسې وایي: (په جهان د ننګیالي دي دا دوه کاره، یا به وخوري ککری یا به کامران شي. پس پورته سوالونو ته به وخت او زمان ځوابونه وايي او د تاریخ په پاڼو کې به لیکل کیږي او بس.
په حقیقت کې مونږه افغانانو اسلام یواځې په نوم يا په خپله خوله منلی دی نه په عمل، ځکه چې مونږه بعضې اسلامي اوصول او احکام منو او بعضې نور نه منو پس مونږه ویلی شو چې مونږه اصلي اسلامي خلافت یا حکومت نشو کولای ځکه چې مونږه اصلي مؤمنان او مسلمانان نه یوو. دا پدې معنی هرکله چې اسلام عملي نشي، نو له اسلام څخه څوک ګټه نشي پورته کولای او نه اسلام بغیر له عمل څخه چاته کومه فایده رسولی شي. اسلام بغیر له عمل څخه داسې افاده کيږي: نبي اکرم(ص) فرمايي: (علم بلا عمل کشجرة بلا ثمرة). ژباړه:[علم بغیر له عمل څخه لکه یوه ونه چې میوه ونلري]. بل ځای کې رسول(ص) فرماي:( علم المنافق في قوله و علم المؤمن في عمله).ژباړه:[ د منافق علم په خپله خبره کې وي او د یو مؤمن علم په خپل عمل کې وي]. څومره چې ښکاري، د افغانستان ډیری خلک د منافقینو خواص لري. د یو منافق خواص څه دي؟ رسول(ص) د یو منافق خواص داسې بیانوي: (آيَةُ الْمُنَافِقِ ثَلَاثٌ : إِذَا حَدَّثَ كَذَبَ , وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ , وَإِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ ). ژباړه: [د یو منافق دری نښې دي: کله چې خبرې کوي دروغ وايي، کله چې وعده کوي پر خپله وعده وفا نکوي، او کله چې ورسره امانت کیښودل شي نو خیانت پکې کوي]. پس مونږه به اوس وګورو هغه داچې مونږ ته خپل دوه مخکښ کاندیدان دروغ وايي او که ریښتیا، مونږه سره یې چې کومې وعدې کړې وې، په خپلو وعدو به وفا کوي او که جفا، او زمونږه رایې زمونږه ایمان او امانت دي چې دوی به زمونږه له ایمانونو او امانتونو سره کو ډول چلن کوي؟ اوس به مونږ ته معلوم شي ایمان، غیرت، قرباني، اسلامیت او وطن دوستي د خپلو کاندیدانو. په حقیقت کې هغه رهبران د تل لپاره بریالي دي چې هغه امانت کاران، پرهیز ګاران، صادقان، وفا دار، قاطع، ثابت، خپلواک او خادمان د خپل ملت او هیواد وي او بس.

څرنګه چې الله(ج) فرمايي: (يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ [البقرة:۲۰۸]). ژباړه: [ای هغه کسانو چې تاسو ایمان راوړی دی داخل شئ په اسلام کې په بشپړ ډول، او د شیطان د قدمونو پیروي مکوئ، بې شکه دی(شیطان) ستاسو ښکاره دښمن دی]. پس له پورته مبارکو احادیثو او ایت شریف نه څرګنده ده چې مونږه په اسلام کې په مکمله توګه نه یوو داخل، اوکه چیرته داخل شو، پس زمونږه بریا به د تل لپاره وي او بس. او همدغه شان، نبي اکرم(ص)فرمايي:( ترکت فیکم امرین لن تضلوا ما تمسکتم بهما، کتاب الله و سنة رسوله).ژباړه: ما پرېښودل په تاسو کې دوه شیان، نو تاسو به هیڅکله هم بې لارې (ګمراهان)نشئ ترڅو مو په دغو دواړو باندې منګلولې لګولې وي(یعنې عمل ورباندې وکړئ) چې هغه(دواړه د الله(ج) کتاب او د رسول(ص) سنت دي.کله چې مونږه خپل اسلامي شریعت ته مراجعه وکړو، نو مونږه په خپله اعتراف کوو هغه داچې مونږه په سیاست کې بایللې ده ځکه مونږه قرانکریم او د نبي (ص)احادیث شریف شاه ته غورځولي دي او په کفارو پسې روان یوو او بس.

په بل ځای کې الله(ج) فرمایي:( يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْکافِرينَ أَوْلِياءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنينَ أَ تُريدُونَ أَنْ تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْکُمْ سُلْطاناً مُبيناً: نساء:۱۴۴). ژباړه : {ای هغه کسانو چې تاسو ایمان راوړی دی، بغیر له مسلمانانو څخه کافران په دوستۍ سره مه نیسئ، آیا ګرځوئ[په دغه دوستۍ نیولو سره] الله(ج) پاک په تاسو باندې یو ښکاره دلیل}. په حقیقت کې کله چې مسلمانان ډیر کمزوري شي لکه په اوسني وخت کې چې زمونږه دواړه ډاکټران: اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله چې یو پر بل په ټولټاکنو کې د درغلیوو او تقلب تورونه لګوي او بیا بغیر د کومې سیاسي بلنې څخه د امریکا د بهرینو چارو وزیر: جان کیري کابل ته راځي او د هغوي په منځ کې سوله یا پریکړه یا جوړ جاړی کوي لکه چي جان کیري دواړو کاندیدانو ته وویل: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د رایو د څیړنې بهیر به د نړیوالې ټولنې او د دوی له خوا په جدي ټول څارل کېږي او په پایله کې یې چې هر کاندید ګټوونکی شو هغه به د ملي یوالي حکومت جوړوي..

دغه کار د یو مسلمان ملت لپاره د یو ډیر غټ شرم ځای دی ځکه چې که چیرته یو مسلمان ته کومه ستونزه پېښیږي، نو باید قرانکریم ته مراجعه وکړي او خپله پریکړه پرقرانکریم وکړي نه په یوکافر ملک او یا یوکافر شخص باندې لکه جان کیري شو. الله(ج) په سورة المائدة کې داسې فرمايي: (وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ)، (وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الفاسقون)، (وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الظالمون).
ژباړه:[ څوک چې د الله (ج)په کتاب فیصله نکوي هغه کافران دی]، [څوک چې د الله (ج)په کتاب فیصله نکوي هغه فاسقان دي]،[ هر څوک چې د الله (ج)په کتاب فیصله نکوي هغه ظالمان دي.]
پس دلته زمونږه سوال حل دی هغه داچې هرمسلمان(نارینه یا ښځینه)چې په قرانکریم باندې خپله پریکړه نکوي، نو هغه کافر، فاسق او ظالم دی. نن تاسو ګورئ چې د مسلمانانو ترمنځ پریکړې کافران(غربي خامران کوي) ځکه چې د افغانستان اکثره مسلمانانو قرانکریم او سنتو ته شاه کړېده او غربي خاماران یې خپل مشران او رهبران ګرځولي دي اوبس. دغه زمونږه د کمزوري ایمان نښه ده او بس.
بل ځای کې الله(ج)داسې فرمايي:( وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِکَ إِلاَّ رِجَالاً نُّوحِی إِلَیْهِمْ فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّکْرِ إِن کُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ – سورة نحل : ۳۴). ژباړه: او مونږه ندي لیږلي مخکې له تانه مګر سړي چې هغوی ته مونږه وحې کوله، نو تاسو پوښتنه وکړئ له اهل د ذکر(قرانکریم) نه که چیرته تاسو نه پوهیږئ. پس دلته څرګنده شوه، که چیرته یو انسان ته کومه ستونزه پیښيږي، نو باید یو دیني عالم ته مراجعه وکړي تر څو د نوموړي ستونزه مطابق د قرانکرم او سنتو حل وفصل شي او بس. که چیرته مونږه دغه ایت شریف ته ښه ځیر شو او عقل او فکر سلیم نه کار واخلو، نو مونږه به هیڅکله خپله فیصله په کفارو باندې ونکړو ځکه چې یو کافر هیڅکه د یو مسلمان د ګټې لپاره پریکړه نکوي بلکه د خپلې فایدې لپاره پریکړه د مسلمانانو تر منځ کوي. د مریکا د بهرنیو چارو وزیر کومه پریکړه چې یې پرون وکړه هغه داچې ددوم پړاو د ټولټاکنو رایې باید یو ځل بیا وشمیرل شي، او هر کاندید چې بریالی شي، نو هغه به یو ملي حکومت (سهامی شرکت ) رامنځ ته کوي. دغه پریکړه ولې منفي پریکړه ده؟ لنډ ځواب دغه پریکړه ځکه منفي ده چې کله هر یو کاندید وګټله، نو هغه به یوداسې حکومت رامنځ ته کوي چې د دواړو مخکښو کاندیدانو تر منځ به شریک وي او خپله برخه به د خپلې رایې په اندازه ځان ته حاصلوي یا په بل عبارت سهامي شرکت به منځ ته راځې چې دغه حکومت به له فسق او فساد نه ډک حکومت وي او په آینده کې به بیا څوک د انتخاباتو صندوقونو ته زړه نا زړه ورځي ځکه هغوی به پدې عقیده وي چې په افغانستان کې ډیموکراسي نشته یعنې هر کاندید يې چې وګټي هغه مستقل ندی بلکه د یو سهامي شرکت غړی دی. کله چې دغه شان یو حکومت رامنځ ته شي، نو مرکزي حکومت خپل واک او قدرت نلري ځکه چې ټولې لوړې څوکۍ(لکه سفارتونه، ولایتونه، وزارتونه، لوی مستقل ریاستونه، امنیه قوماندانۍ د مرکز او ولایتونو سره د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ سره شریکيږي او بیا هر څوک چې ددغه څوکیو کوم قسم مدیریریت کوي همغه شان به يې کوي یعنې کار به اهل کار ته نه سپار کیږي کار به اهل قدرت او اهل واسطه ته سپارل کیږي، د ضوابطو ځای به روابط ونیسي، د عالمانو او متخصصینو ځای به واسطه داران ونیسي، د غریبانو ځای به خانان ونیسي، مطلب داچې یوداسې حکومت به منځ ته راشي چې مسؤولیتونه، حساب ورکونه، صلاحیتونه او اختیارات به پکې معلوم نه وي...هر څوک چې څنګه حکومت کوي، نو همغه شان دې کوي ځکه هریو کس به خپل ځانته خپله لایحه د وظایفو جوړوي او بس. پس دغه شان حکومت ته مونږه د انارشیزم حکومت وایو چې نه به پکې قانون چلیږي، نه اصول او نه مقررات: دغه شان حکومت ته د ځنګلیانو حکومت وایي یعنې په یو ځنګل کې چې کوم حیوان قوي وي، نو یو کمزوری حیوان به ژوندی خوري. یعنې په دغه شان حکومت کې چې هرڅوک قوي وي، نو هغه به قوي وي او د کمزورو او بې وزلو خلکو به ټول حقوق ترپښولاندې کیږي. مطلب داچې دغه شان حکومتونه ډیر ژوند نلري، ځکه چې دغه راز حکومتونه استعماري حکومتونه دي کوم چې د خلکو په خوښه او انتخاب منځ ته نه راځي بلکه د خارجیانو(امریکائیانو/اروپائیانو) له خوا خوشې تپل شویوي حکومتونه دي چې یواځې د خپلو بادارانو د ګټو لپاره کار کوي نه افغانستان ته او بس.


پس په نتیجه کې باید یو بل حدیث ذک ر شي چې نبي(ص) فرمايي: (ن العلماء ورثة الأنبياء، إن الأنبياء لم يورثوا ديناراً ولا درهماً إنما ورثوا العلم ). ژباړه: بیشکه علماء د انبیاء وارثان دي او انبیاء د دینار او درهم وارثان ندي بلکه هغوی د علم وارثان دي). پس دلته څرګنده شوه چې په اسلام کې مادیات ارښت نلري بلکه په اسلام کې علم او معنویات ارزښت لري. پس که چیرته ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله ته مادیات(امریکايي ډالر او د هغوی منځګړتوب) ارزښت نلري او علم او معنویات ارزښت ورته لري، نو باید هغوی دواړه د غربي خامارانو دروازه پریږدي او پرځای یې خپلې پریکړې په دیني علماؤ او خپلو هیواد والو(مطابق د قرانکریم او سنتو )وکړي ترڅو بریالیتوب ترلاسه کړي ځکه چې کفار هیڅ وخت د مسلمانانو دوستان نشي کیدای بلکه کفار د تل لپاره د مسلمانانو دښمنان دي پس ولې ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزی کفارو ته په ځانکړې توګه امریکاء او بریتانیا ته دغه فرصت ورکوي چې هغوی ددوی دواړو ترمنځ جوړحاړی وکړي او یو سهامي شرکت(د انارشیزم حکومت) ورته جوړکړي چې په هغه کې د هر یو قوم تباهي ده

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery