مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-18   مخپرونکئ : 086 - دبېنواخبریال- هرات

دبنسټ پالنې جرړې په افغانستان کې

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

دافغانستان دیرش کلن ناورین اویا له هغې راوروسته دالړۍ چاپیل کړه ؟

 داناورین په کوم لور روان دی ؟

څه وخت څنګه اوڅوک به ورته دپای ټکی ږدي ؟

ددغه ناورین له پیله تراوسه افغان ولس له داسې ټرمنیالوژیو سره اشنا شو چې یاخو یې هیڅ اوریدلې نه وې اوکه اوریدلي یې وې پرې پوهیدل نه مګر اوس ډیر داسې ویوکي شته چې هر لوستی اونالوستی ، کوچنی ، ځوان ، بوډا بالاخره نر اوښځه پرې پوهیږي لکه ، جهاد، مقاومت ، تروریزم ، ترهګري ، بنسټ پالنه ، پاټک سالار، جنګ سالار ، تعصب ، اداري فساد، بډې اوداسې نور . مګر له دې ټولو څخه به یې ټروریزم یا بنسټ پالنه تر غور لاندې ونیسو اوپه جاج به ېې ځان پوه کړو . دجهاد اومقاومت نه وروسته بله نادوده چې زمونږ په ملت وتپل شوه هغه تروریزم یا بنسټ پالنه وه دبن له کنفرانس اودنوي دولت له راتګ سره دغه ټکی دهر کورني اوبهرني چارواکي دژبې په سراودهرې رسنۍ په پرده اوسرلیکو کې لکه دپیغلې دتندې خال شو . مګر افغان ولس او افغان سیاستوالو لکه دتل په څیر بې له کوم ډیل اوځنډدغه نوی تخلیق سمدلاسه ومانه اوټولو خپله کپرۍ له نړیوالو اوګاونډیانو سره وښوروله . ټروریزم د کورنیو اوبهرنیو عناصرو لپاره لنګه غوا شوه هرچا پکې پړې اچولی کله یې دافغانستان په اخور اوکله دپاکستان اوکله دایران په اخور وتړله . مګر مونږ ته دپام وړ داده چې زور یې ټول له افغان ولس ووتلو اووځي . دغه لنګه غوا (ټرروریزم) چې په افغان ټولنه اوکلتور کې هیڅ مخینه نه لري مونږ یې اوس هم افغاني نه بولو اونه یې سرچینه په افغانستان کې بولو اونه وینو مګر دامنو چې داسې تشې شته چې دټروریزم تولیدونکي ماشینونه زمونږ له دغه تشو کار اخلي او له امله یې زمونږ په انګړونو اوټاټوبیو کې اوربل دی . غواړم دهغو تشو چې ددې لامل ګرځیدلي یایې افغانان دې ته مجبور کړي ترڅو دتروریزم دتولیدونکو یاتمویلونکو ماشینونو په لور مخه وکړي یادونه وکړم . دغه تشې په دوه ډوله د ي : ۱- لومړی هغه تشې چې په افغانانو اوپه افغان دولت پورې اړه لري . ۲- هغه تشې چې په بهرنیو یا هسې په نوم متحدینو یا په لوی سرکې په لویدیځوالو پورې اړه لري . دافغانستان ترټولو غټه ستونزه په خپله دافغانستان تش په نوم سیاستوال دي هغه دچاخبره چې افغانستان له خپلې لمنې اوراخستی . په دې مانا چې لومړی خو افغانستان داسې یو رهبر یا سیاستوال چې په رښتیا دیو رهبر یا سیاستوال ارونه په ځان کې ولري نه درلود اونه یې لري همدا لامل دی چې هر یو په ځای ددې چې له بشپړ سیاسي ذکاوت ، پوهې ، تدقیق اوبلوغ څخه کار واخلي له هر چاسره سر ښوروي . له هغه اول سره چې دبن کانفرنس پیل شو نړیوالې ټولنې یا په بې خبری اویا هم په پوره باخبری زمونږ دهیواد لپاره دمونو پولیزم دبنسټ ډبره کیښوده . یوه ډله اوزمونږ دټولنې یو ځانګړی ټبر یې مخکې کړ او ټول واک ، سرچنیې یې ددوی په لاس کې ورکړې دهیواد ۸۰ سلنه خلک یې هیڅ په پام کې ونه ونیول دغه مونو پولیزم له هماغه ځایه راپیل اوتراوسه دافغانستان په هر لوی اووړوکي بنسټ کې روان دی چې دافغان ولس دسخت خفګان ، نارضایتي او ناغیړتوب لامل شوی دی . زمونږ دولس قسمت خو هلته کارو نه کړ چې ددغه مونو پولیزم واګې دداسې څو تنو بې توله اوبې توازنه تش په نامه مشرانو په لاس کې ورکړل شوې چې هغه لا له پخوا په درغلیو اودهیواددخرڅلاو په معاملو کې نیغ په نیغه ښکیل وو. که بهرنیو دغه مونوپولیزم ددې لپاره چې افغانان وویشي په باخبری هم کړی وای اوددې مونوپولیزم واګې یې دباخبره افغان سیاستوالو په لاس کې ورکړې وای امید وو چې دوی به دغه کاروان په یوه سمه لار روان کړی وای مګر ونه شول . بله ګناه هغو مشرانو وکړه چې نن دلاسته راوړنو ټټر وهي دوی هو به هو دمونو پولیزم طرحه ومنله ان تردې چې چا پرې تنقید هم ونه کړ که په بن کې ددغه بدې پریکړې مخه نیول شوې وای او په ټولو سیاسې تصمیمونو کې تدقیق اوله رښتینې سیاستوالۍ چې معیار یې یواځې افغاني ملي ګټې وای کار اخستل شوی وای نن به زمونږ حال دانه وای . دمونو پولیزم کورنیو ټیکه دارانو او فاشیستانو دغو سکروټو ته نوره هم بنۍ ونیوله اودغه سکروټې یې دومره تازه کړې چې اوس له افغان ولس لاره ورکه او دهیڅ ډول هوډ اوپریکړې توان په ځان کې نه وینې . مونوپولیزم دومره نورې ربړې راوزیږولې چې اوس یې نه دولت او نه بهرنیان مخه نیولی شي . دغه مونوپولیزم اوله هغې زیږیدلی تعصب ددې لامل شو چې په دولت کې دمعیار اواهلیت پر بنسټ خلک ونه ګومار ل شي اوپه دولتي بنسټونو کې لومړی اداري ، مالي اوډول ډول نور فسادونه رامنځ ته شي اونور هم افغانان سره ښکر په ښکر کړي . دنویو دولتي واحدونو جوړول اوپه هغه کې دمونوپولیزم له لارې دکسانو ګومارل ددې لامل شو چې ۸۰ په سلو کې ولس دې له ټولو امتیازاتو اودولتي خدماتو محروم ، په اداره کې دې ورسره دبدبینۍ ، تعصب اوفاشیزم په بنسټ چال چلند وشي . دغه هراړخیز فساد ددې لامل شو چې ددولت له هر قانون سره دې لوبې وشي او هیڅ قانون ته دې دقانون په سترګه ونه کتل شي ځکه هرکله چې په نظام کې قانون اجرایوي ضمانت ونلري هلته دهیچا هم له قانونه سترګه نه سوزي اوقانو ن دجومات مخې ته دناست ملنګ بڼه غوره کوي . دولت ټولو هغو کسانو ته بې له کومې څیړنې او کره والي چې دپردیو ګوډاګیان وو او دبهرنیو سفارتونو په سپارښتنه یې مونوپولیزم، فاشیزم ، اپارتیزم اوتعصب ته لمن وهله اجازه ورکړه ترڅو دژبې ،مذهب، اولورې په بنسټ سیاسې ګوندونه جوړ اوپه بشپړ ډول یې خپل سرته خوشي کړل . دغو ګوندونو دهغوبې خرته پیسواوملاتړ له لارې چې له بهرنیو سفارتونو یې ترلاسه کولو نور هم مونوپولیزم ته وده ورکړه اودتعصب په بنسټ یې نور هم دهیواد نږدې ټول نفوس له دولت څخه لیرې والي اومنزوي کیدوته وهڅاوو . له دې ټولو ورهاخوا زما په اند له اوږدو مودو راهیسې دافغانانو بیخچنه ستونزه اوربړه ددوی نالوستي وه . نوي دولت ددې لپاره چې په ډار کې یې شپې ورځې سبا کولې اوهغه دراتپل شوي مشارکت ملي او مونوپولیزم ډول ته یې څڼې اچولې دزده کړې لپاره هیڅ داسې پلان ترلاس لاندې ونه نیولو چې تریو ټاکلي پلان او مودې وروسته به زمونږ هیوادوال په خپله سټه ددې توان پیدا کړې چې لږ ترلږه دیرش په سلو کې دخپل دولت چارې په خپله پر مخ بوځي. بلکه بیا هم دمونوپولیزم دټیکه د ارانو له لاسه دهیواد غوڅ اکثریت له لیک لوسته اولوړو زده کړو لیرې وساتل شو بهر ته دزده کړو سکالر شیپونه دمونوپولیزم په بنسټ وویشل شو اودولس ستره برخه له پرمختګ ، موډرینزیشن او اوسمهال توب څخه لیرې وساتل شوه . هغه چارواکې اوټیټ پوړې کسان چې دمونو پولیزم له لارې ادارو ته راغلل هغوی دولس ۸۰ سلنه وګړیو ته په هره شیبه کې داتلقین اوتمثیل کړه چې تاسو ددې هیواد اونړۍ ترټولو ذلیل ترین خلک یاست کوم چې دواقیعت خلاف یې دوی ته دتروریست ، القاعده ، ترهګر او نور ټکې وکارول ددې هیواد اشراف یې هره شیبه وځورول اوذلیل یې کړل دمساوات آر یې له پامه وغورځاوه اوپه خپله ټوله بیشرمي سر ه یې هیواد دفډرالیزم په لور روان کړ . په پای کې ویلی شو چې مونوپولیزم ، اداري ، مالي اونو رډول ډول فسادونه ،بې خرته تعصب اوفاشیزم ، په ژبنې ، سمتي اومذهبي بنسټ باندې دګوندونو جوړیدل اونه کنترولول ، نالوستي اوخلکو ته دلوست په برخه کې دمساویانه شونتیاوو نه برابرول ، دولس ستره برخه له اوسمهال توب ، تکنالوژي ، لوړو زده کړو اوموډرینزیشن څخه لیرې ساتل ، دولسونو اووګړو ترمنځ نه مساوات اوذلیله کول، دقانون نه پلې کیدل اوداسې نور ډیر لاملونه دې چې په افغانستان کې ورته دټروریزم یا بنسټ پالنې جرړې ویلی شو ، همداراز دا اودې ورته لاملونه ددې لامل شو چې زمونږ وګړې دتروریزم د تولیدونکو اوتمویلونکو ماشینونو په لور مخه وکړي . په درنښت ډاکټر ثواب الدین مخکښ smakhkash@gmail.com

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery