مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-20   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ملي مشارکت، یوه اړتیا ده !


د هیواد د ویاړلي متفکر، ملي او نړیوال شخصیت اشرف غني او د هغه د هیوادپال ټیم د ملي مشارکت تګلار چې له ټاکنو مخکې چمتو شوې، پلیتوب يي کولای شي، نه یوازې له ملي محورڅخه د افغانستان د اوښتون نورې هڅې شنډې کړې بلکې له دې محور څخه د عبدالله او د هغه د ټیم پشان ډېرو نورو ښويدلو سیاستوالو لپاره هم، ملي لیکې ته د بیرته راستنیدو او د سیاسي ځانوژنې په مخنیوي کې له دوی سره مرسته وکړي!
د ۲۰۱۴ کال د جولای په اتمه، د لويی جرګې خیمه کې عبدالله او د هغه د ټاکنیز ټیم لوړپوړې چارواکي د مرکزي حکومت پر وړاندې، د موازې حکومت په اعلان د ملي خیانت په کچه د یوې سترې تاریخي اشتبا او سیاسي ځانوژنې سره مخ شول.
په دې ورځ عبدالله او ډلې يی چې مخکې يي ټاکنو ته د ژمنې اود دیموکراسۍ پېښې کولې، د خپلو ژمنو په وړاندې کودتا وکړه او لکه عراق کې د داعش خونړۍ ډله، پاکستان کې لشکر طیبه او جنګوي ډله او یا نړۍ کې د نورو ترهګرو پشان يي تاوتریخوالي، اړودوړ او شخړې ته مخه کړه او خپله اصلي څېره يي افغانانو او نړیوالو ته یوځل بیا بربنډه کړه!
په داسې حالاتو کې چې عبدالله او دهغه ټیم، د ټاکنو د ابتدايی پایلو د اعلان په وړاندې اړودوړ او بغاوت پیل کړ، د هیواد د انتخابي ولسمشر انځور يی څېری او خپل هغه يی د برحال ولسمشر د ځایناستې پتوګه وځړاوه؛ هیواد ته د ټاکنو له لارې، د نوې راتلونکې او ټوکېدونکې دیموکراسۍ پر ضد يي ماشیندارې، ټوپک او توپ ته لاس کړ؛ د ټاکنیزو موخو لپاره يي د هیواد ملي او سراسري ګټې او ارزښتونه تر پښو لاندې کړل او د هیواد تاریخ او هویت ته يي یوځل بیا شا کړه، خو په ورته وخت کې اشرف غني او ټیم يي خپل پلویان او افغانان صبر او زغم ته هڅول؛ قانوني او د ټاکنو له لارې د واک لیږد ته ژمن پاتې شو او له دې سره سره يی خپل سیال او یاغي ټیم ته د ملي مشارکت حکومت کې د ګډون بلنه ورکړه!
په داسې توپاني حالاتو کې چې یو لوري د ټاکنو د سپکاوۍ، د افغانانو د تېرییسلو او بېلارۍ او هیواد کې د ګډوډۍ هڅه کوله؛ بل لورې د ټاکنو له لارې د واک لیږد ، د افغانانو د د روستیو لاسته راوړنو د ساتنې او د هیواد د ژغورون لپاره مټې رابډ وهلې.
بلاخره د یونس قانوني د خبرو په توپیر چې وايي افغانانو له نړیوالو د مرستې غوښتنه وکړه ، د عبدالله ټیم د ټاکنو په افغاني کمیسیونونو په پوره بې باورۍ، نړیوالو ته مراجعه وکړه او د نړیوالو په مرسته يي په ټاکنو کې خپلې ماتې ته پرتوګ واغوست.
خو بیا هم ښه شول له بل پلان شوي ناورین څخه افغانان په ګډه ژوندي او بریالي راووتل او نن بې له توپېره بریا د ټولو افغانانو په برخه ده! ژمی تېر شو او د سکرو توروالی د دیوالونو پر مخ پاتې شو!
قلم پر ټوپک ؛ زغم، پوهه او تدبیر پر کودتا او د ملي مشارکت تګلار په هیواد کې د پاشلتیا او څو واکمنیو پر توطیه بریالۍ شوه!
یو شمېر افغانان داسې انګیري چې ټاکنو کې د ماتې پټولو او په راتلونکې واکمنۍ کې د غوړې ونډې لپاره، دا هسي د نظارشورا د څو لنډه غرو جوړه شوې ډرامه وه چې دولت او د بدلون او دوام ټیم ورته ډېر زغم او حوصله وکړه او دومره زغم او ګذشت پکار نه وو!
که دوی څو ورځې پخپل حال پريښودل شوی وای، باد يي وتل او سرځوړې به خپلو کورونو ته بیرته ستنېدل.
خو زیات افغانان په دې اند دي چې دولتي واک باید په سوله یزو ټاکنو ترلاسه شي او نه ښايي ټاکنو کې د هیڅ افغان کچۍ ګوته هم وینې شي!
بلخوا یو شمېر افغانان په دې اند دي چې که ټاکنو کې د بدلون او دوام ټیم بریالی شي، پکار نه دی چې راتلونکې حکومت کې د مات شوي ټیم غړو او یا ټیم ته د ملي مشارکت په نوم، په دولتي واک کې برخه ورکړي. په دې اړه ښاغلی اشرف غني او ټیم يي په وار وار ویلي چې دوی د ملي مشارکت په حکومت کې بې له توپېره د ټولو افغانانو ګډون ته ژمن دي. دا ټیم وايی چې ټاکنو کې په بریالیتوب سره به تګلار او کړنلار ددې ټیم وی، خو که د مات شوي ټیم غړي او یا ټیم د دوی د تګلار او کړنلار په پلې کولو کې برخه اخلي، دا ټیم ورته په حکومت کې د ملي مشارکت په مفهوم برخه ورکوي.
د بدلون او دوام ټیم، تل په حکومتي واک کې د ملي مشارکت خبره او ژمنه کړېده. دا ټیم ملي مشارکت ، د ایتلافي واکمنۍ په مفهوم نه پيژني او نه يي وړاندې کوي او نه غواړي چې ایتلافي او یا د تېر پشان سهامي حکومت ته د ملي مشارکت نوم ورکړي. کومه ژمنه او خبره چې دا ټیم پرې تل ټینګارکوي هغه ددې ټیم تګلار او کړنلار ده چې پلیتابه لپاره يي د ټولو افغانانو ګډون او مرستې ته اړتیا ده.
په ټاکنو کې له بریا روسته، له کوم ځانګړي کورني او بهرني فشار پرته، د ټولنې د عیني اړتیا پر بنسټ هم د بدلون او دوام ټیم د خپلې علمي او عملي تګلار د پلیتابه لپاره، د ملي مشارکت حکومت جوړښت په پام کې لري.
د جګړه ځپلې افغانستان بیا رغونه او وداني د یوه ټیم له وسې وتلی خبره ده او دا وداني د ټولو افغانانو په ګډ کار پورې تړلې ده ، خو اداره او مدیریت به يي په ټاکنو کې ګټونکی ټيم پرغاړه اخلي.
د پکتیکا د ارګون په غمیزه کې چې ښاغلی اشرف غني د غمجنو کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره ورغلی وو، خلکو ته په وینا کې هغه بیا هم، په دې خبره ټینګار وکړ چې ټاکنو کې د بریالیتوب په مهال به د ملي مشارکت حکومت ته ژمن وي. ښاغلي غني هلته هم خپلو خبرو کې ایتلافي حکومت او د سهامي شرکت واکمني په کلکو ټکو رد کړه. دا ټیم وايي له ټاکنو روسته خپله اداره به په هغو ارونو جوړوي چې د هیواد اساسي قانون يي وړاندوینه کړې.
اوس خبره دا ده، ایا د عبدالله او د هغه د ډلې روستي ګواښونه او اړودوړ، باید په ګواښونو او زور حل شوی وايي او نورو هم ددې لنډه غرو پشان ناقانونه چارو ته مخه کړی وايی ، که نورې لارې هم شتون لري؟
 که ورته غبرګون ښودل شوی وای او زور کارول شوی وای، بیا د شرګډو او هیوادپالو توپير په څه شي کېدای شو، ایا بیا هیوادپالو ته د ورته تریخ او زیږعمل ګوته، نه نیول کېده؟
 که ټاکنو کې د خپلې ماتې د پټولو او ځانته د وړو پزې په ایښودلو سره عبدالله او ډله يي غواړي په دولتي واک کې یوه برخه ترلاسه کړي او اړو دوړ او بچه ترسانک يی یوازې ددې موخې لپاره وو، ایا عبدالله ته د ملي مشارکت حکومت کې یوه برخه چې هغې سره د وینو تویولو او هیواد کې د اړودوړمخه ډب شي او هم عبدالله ته د وړو پزه کېښودل شي، ښه پریکړه نه ده؟
 که چیري د عبدالله ټیم د بدلون او دوام ټیم د تګلار د پليتابه لپاره او ددې ټیم د ادارې او مدیریت په چوکاټ کې، ریښتیا غواړي له دې ټیم سره ګډ کار وکړي، د عبدالله ټیم داسې همکارۍ ته د هیواد اړتیا شته.
د ملي مشارکت حکومت کې افغانان څه له لاسه نه ورکوي بلکې افغانستان له بیلا بیلو توطیو ژغورل کیږي، د ملي مشارکت حکومت سره نړۍ هم ملتیا لري!
د ۲۰۱۴ کال د جولای ۲۰ مه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery