مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-20   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ډله ییزي وژني څوک کو ي؟

منتظر
 
 دارګون پیښه چی په ترڅ کی یی زموږ ډیر شمیر هیوادوال شهیدان او ټپيان شول ډیره دردونکی او خواشینوونکی وه ، سره له دی چې په افغانستان کی نږدی ۳۶ کاله کیږي چی جګړې او غمیزې روانې دي او خلک ورسره روږدي شوی دي خو په دغه ډول بیرحمانه او ډله ییزې وژنی چی پرته له کوم هدفه په عامو خلکو ترسره کیږی او په ترڅ کې یې عام وګړې او دخلکو دراکړې ورکړې ځایونه له مینځه ځی نوې دي چی موخه یی یواځی او یواځی کیدای شي نسل وژنه او دافغانستان دخلکو له مینځه وړل وي.
حقیقت دادی چی دافغانستان عام ولس له هیچا سره دښمنی نه لری نه له بهرنیو هیوادونو سره او نه هم په کورنی برخه کي نو بیا ولی داسی په بیرحمی سره په ډله ییزه توګه له مینځه ځي ؟ داهغه پوښتنه ده چی شنونکی او ښکیل اړخونه باید ورته ځواب ومومي.
د ارګون پیښه طالبانو رد کړه او دایی خپل کار ونه وباله و یو شمیر کارپوهان بیا وایی چې کیدای شي ددغی چاودنې موخه به بل ځای وه خو دارګون په بازار کی به یا په اشتباهی توګه او یاهم د تلاښی اوڅیړنی په نیتجه کی له چاودیدونکو توکو ډک موټر وچاودید او اوس یی طالبان ملامتی نه منی.
که چیری په نړیواله کچه وګورو ورته پېښی دعراق په هیواد کی هم ډیري لیدل شوي چی په عامه ځایونو کی په چاودیدونکو توکو بار ډک موټر چاودلی او پړه یی هیچا هم په غاړه نه ده اخستی چی دچاودنی په پایله کی هلته هم عام ولس له مینځه تللی . دعراق دچاودنو لپاره که څه هم مذهبی دلیل وړاندی کیږي او دغه کار دشیعه او دسنی په مینځ کی داختلافونو نتیجه بلل کیږی خو مهمه پوښتنه داده چی ولی په عراق کی په داسی حال کې چی هلته هم امریکا یی پوځیانو مداخله کړی وه بیا دبهرنیانو پرځای ددغه هیواد خلک په خپل مینځ کی سره اخته شول؟ او دادی هم دامریکا ییانو دپراخ پوځی حضور په وخت کي او هم اوس دا ډول وژنی تکراریږي ؟ دغی پوښتنی ته هم باید دبصیرت اهل په خپله ځواب ومومی او د قضیه تل ته ځان ورسوی.
افغانستان کی هم دافغانستان ددولت وسله وال مخالفین ادعا لری چی له بهرنیانو سره جنګیږي او بیا دادی په عامل ولس کی چاودنی کوي چی دغې پوښتنی ته هم باید ځواب ومومو.
دافغانستان جمهورییس دارګون له خلکو سره په غمرازی کی هلته دخپل سفر په وخت کی په خپله وینا کی وویل ((داچې ولې دا ډول غمونه راپیښیږي موږ او تاسو ورباندې پوهیږو، نن شکایت نه کوو دښمن ته نیغ او په همت ولاړ یو.))
داچی جمهوررییس په دی برخه کی کوم لورته په مشخصه توګه اشاره ونه کړه ښایی خلکو ته یی دنړیوالو هغه دوه مخیز سیاست ته اشاره وه چی نه یی غوښتل دلته یی یادونه وکړی خو هغه تل ویلی چی دافغانستان روانه جګړه دا افغاني جګړه نه ده او په دی کی له بهر څخه لوی لوی لاسونه دي چی غواړي په افغانستان کی خپلو ځانګړو موخوته ځان ورسوی او له بده مرغه چی په دی لړ کی افغان بچی قربانیږی او له مینځه ځي.
یو شمیر شنونکی نړیوالو حالاتو ته په کتو سره دا وایی چی همدا اوس په ټوله نړی کی پر اسلامی هیوادونو کی داسی جګړی روانی دي چی له ورایه څرګندوي چی په دغو هیوادونو کی دبدمرغی درامینځته کولو اصلی عوامل خاصی سنجول شوی نقشی او ستراتیژی دی چی په سازمان ورکړشوی ډول جوړي شوي دي. دعراق، سوریی، لیبیا، فلسطین ، افغانستان ، پاکستان ، یمن، سومالې ، مالی، سودان ، لبنان، مصر، کینیا، الجزایراو یوشمیر نورواسلامی هیوادونو پیښوته که نظروشی له ورایه ښکاری چی په دغو هیوادونو کی جګړي او بدمرغی پر هغوی تپل شوي دی او ددوی دکورنیو عواملو زیږنده په اصل کی نه ده . چی افغانستان هم په دغو ډلو کې ده او کیدای شي دلته هم جګړه دلویو هدفونو دلاسته راوړلو لپاره په کار اچول شوي وی چی قربانی یی زموږ بیګناه ولس ورکوي. که نه ملکونه خو ډیر دي ولی په غیر اسلامی هیوادونو کې داسې جګړې نشته ؟ ایاداسلام دین دجګړې لامل دی چی اسلامی هیوادونه په دې برخلیک اخته دي نو بیا که داسې وي سعودی عربستان داسلامي خوځښت پلازمینه ده هلته ولی داسې جګړې نشته او یاهم قطر او اردن او کویټ کی چی په کی امریکایی پوځي اډی هم دي داسې جګړې نشته ؟ خو باید نړیواله او په تیره بیا مسلمانان په دی پوه شي چی په وړاندې یی یوه ستره نړیواله دسیسه او پروژه روانه ده چې تری دوتلو هڅه هرمسلمان باید وکړي.
یو شمیر شنونکی هم دارګون اودې ته ورته پیښو کې اشاره ګاونډیو هیوادونو او دهغوی استخباراتی چینلونو ته کوي په تیره بیا ایران او پاکستان ته او بیا دهند او پاکستان سیمه یز او پخوانی رقابت ته ګوته نیسي چی له کبله یی په افغانستان کی دارګون په څیر پیښې رامینڅته کیږی. ایران ته هم ګوته نیول کیږي چی له امریکا سره په نړیوال رقابت کې افغانستان کاروي او یاهم دشیعه او سنی په مسایلو کې افغانستان ورته مهم دی چی مداخله په کی کوي.
په هرصورت که ددغو پیښو ترشا دهرچا لاس وي خو قربانی په کی عام ولسونه دي او له ستونزو دوتلو لارهم خپله له ولس سره او ددوی له مشرانو سره ده چی باید له دی بلا نه دځان ساتنی په تکل کې شي . او بلاهم هغه وخت له مېنځه ځي چی ولس ویښ او یو له بل سره متحد وي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery