مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-15   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

نظار شورا ځانته د خټو د پوزې ایښودلو په هڅه کی!


نيکمل یون
ملې وحدت هغه ارزښت دی چې د ولسونو ترمنځ له پېړيو پېړيو ژوندی او څپاند دی، اما په ۱۳ کلنه موده کې ځينو قومي ټېکدارانو قومي او سمتي يووالې ته د څو دلالانو په ګډون د ملي وحدت نوم ورکړی وو، نو ځکه د ځينو ملګرو دا اندېښنه پرځای ده چې ملي وحدت د تېر تکرار نه وي، اما داسې نه ده، دلته له ملې وحدت څخه هماغه دافغانانو طبيعي وحدت دی، نه ایتلافي ، ځکه چې نوماندان پوهیږي چې داسې توافق د ملي وحدت حکومت بنسټ نه دی بلکې ملي جفا ده چې مرتکبین به یې په تاریخ کې محکوم وي.
د ملي وحدت حکومت جوړېدا په دې معنا چې د بایلونکي نوماند وړ او ښه کسان به د افغانستان د نافذه قوانینو سره سم او د ښایسته سالاری اصل ته په پام کی نیولو سره کولی شي چې حتا دوزارتونو په کچه په راتلونکي حکومت کې ونډه ولري.
د افغانستان د اساسی قانون د لومړی فصل شپږمه ماده په ډاګه کوی چی دولت د ټولنيز عدالت، د انساني كرامت په ساتلو، د بشرى حقوقو په ملاتړ، د اولسواكۍ په تحقق، د ملي وحدت په تامين، د ټولو قومونو او قبايلو ترمنځ په برابرۍ او د هېواد په ټولو برخو كې د متوازنې پراختيا پر بنسټ د يوې هوسا، او پرمختللې ټولنې په جوړولو مكلف دى.
د افغانستان د تاریخ په اوړدو کی د شخړو او ننګونو بنسټیز لامل هغه حکومتونه دی چی د ځان غوښتنی پر بنسټ را منځته شوی. د ځان غوښتنی پربنسټ جوړ شوی حکومتونه لاندی ځانګړنې لري:
۱- په ځان غوښتونکیو حکومتونو کې د واک اراده له خلکو سره نه وی چې له همدې امله دا حکومتونه مشروعیت له لاسه ورکوي.
۲- ځان غوښتونکي حکومتونه هیڅ ډول ګډون او مشارکت نه مني او ټولې پرېکړې د واک د انحصار او نورو د حذف د تګلاري له مخی ترسره کوي.
۳- په دې ډول حکومتونو کې سیاسی واک ته د یوه هدف په سترګه کتل کیږي، نه د عامه خدمتونو ترسره کولو د وسیلې په توګه. له همدی امله ځانګړیو موخو ته د رسیدلو او واک ساتنې لپاره له هرې ممکنې وسیلې کا اخیستل کیږي.
۴- په دې ډول حکومتونو کې دین، عقیده، کلتور، اقتصاد او سوداګري ټول د واک په چوپړ کې وي او وسيلوي کار ورڅخه اخيستل کېږي.
د ځان غوښتنې پایله په هېواد کې د سیاسي ټیکاو له منځه تلل دی، ځکه چی ځان غوښتنه د انسان له خپلواکۍ او د هغه د انتخاب درلودلو له حق څخه انکار دی. له همدې امله د ځان غوښتنې پر بنسټ ولاړ نظام ډېیر دوام نه کوي او متقابل غبرګونونه راپاروی. دا غبرګونونه کله ناکله د خلکو پر پاڅونونو اوړي چې دحکومتونو د رانسکورېدلو سبب ګرځي.
له شخړو او ننګونو څخه د راوتلو لپاره باید ولسي حکومت رامنځته شي. ولسي حکومتونه د ځان غوښتونکيو حکومتونو بالعکس، د خلکو پر ارادو ولاړ وي، د حذف د سیاست پرځای د ګډون پر سیاست عمل کوي او بنسټیزه موخه یې دواک ساتل نه، بلکی د عمومي نظم ساتل او د خدمتونو وړاندې کول وي. دا ډول حکومتونه د خپل ولس پر وړاندې بې پرې او ناپلوي وي، پر هېڅ ډول قومی، ژبني او مذهبي توپیر باور نه لري او بنسټ يی د ټولو لپاره يو ډول حقونه ورکول وي.
د بدلون او دوام ټیم په رښتینی معنا د یوه ولسي او ځواب ويونکي حکومت د رامنځته کولو په موخه ټاکنیز ډګر ته را دانګلي دي
یو متل دی چې ((غوا لا حلاله نه ده دیګی مو په سر ورته نیولې دئ.)) مقابل لورئ غواړي ترڅو د ملي حکومت معنا په ایتلافي حکومت بدله کړي مګر حقیقت بل ډول دی ځکه هغوی خو هسې هم میدان بایللی دی ځانته یوازې د خټو پوزې ایږدي او غواړی چی د خپلو پلویانو اندونه بدل او مورال یی اوچت کړی.
ددغه نیک کار په سرته رسیدو یعنی د ملی یووالی یا ولسی دولت په جوړیدو به بايلونکئ نور د شخصي ګټو لپاره د تقلب چیغي نه وهي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د شکاایاتو د اوریدو کمیسیونونه پریکړو ته به غاړه ایږدی او پايلې به مني، او ټول افغانان به په راتلونکو څو اونیو کی د يوه سوچه مشروع دولت شاهدان وی، انشالله!
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery