مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ملي شورا د خالد هادي د خدمتونوستاینه وکړه

benawa afghanistan
راحيله جواد- کابل
هیواد ته تر وختونو وروسته دخالد هادي دغه سفر که نوموړی د کندهار د والي تر شخصي زندانه ورساوه؛ دا دی دقانون جوړوونکي ارګان د ستاینو تر سټېجه یې هم لوړ کړ

د افغانستان ملي شورا د هڅاندو او مستحقو هیوادوالو د ستایلو په لړ کي نن د بېنوا ویبپاڼي د مشر خالد هادي حیدري ستاینه وکړه.

په هغو مراسمو کي چي نن د خالد هادي حیدري د خدمتونو د ستایني په موخه ترتیب سوي ول؛ د ملي شورا  د دواړو خونو ( مشرانو جرګې او اولسي جرګې ) لخوا ښاغلي هادي ته دوي بېلي  تقدیرنامې ورکړل سوې.

خالد هادي د بېنوا او لسګونو نورو پښتو ویبپاڼو، سي این این تلویزون  او ګڼو نورو لویدیځو رسنیو سره د همکارۍ، ادبي، فرهنګي او  هغو ټولنیزو هڅو له مخي وستایل سو چي په کلونو یې د هیواد د سوکالۍ په موخه کړي دي.

د مشرانو جرګې په استازیتوب سناتور بسم الله افغانمل؛ د ښاغلي هادي پر لاسته راوړنو تمرکز وکړ. ددغي جرګې د مشر په لاسلیک تقدیرنامه د  مشرانو جرګې دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان لخوا ورکړه سوه

همدا راز د اولسي جرګې له لوري  د ترتیب سوې تقدیرنامې د ورکړي پر مهال د جرګې په استازیتوب بي بي حمیدې یوسفي؛ خالد هادي یو نه ستړی کېدونکی، مبتکر او رښتینی ژورنالیست وباله. مېرمن یوسفي د ښاغلي هادي څخه د روانو هڅو پر دوام د ټینګار غوښتنه وکړه.

امریکا مېشتی افغان شاعر، لیکوال او ژورنالیست خالد هادي تردې وړاندي هم د ګڼو ټولنو او مرکزونو لخوا ستایل سوی دی او هم ئې د ادب غوټۍ  کلنۍ  زرغون مډال او جايزه  تر لاسه کړې .

خپل هیواد ته تر وختونو وروسته د خالد هادي دغه سفر که نوموړی د کندهار د والي تر شخصي زندانه ورساوه؛ دا دی د قانون جوړوونکي ارګان د ستاینو تر سټېجه یې هم لوړ کړ.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery