دخپریدو نیټه : 2014-07-22 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ځانمرګي برید په کابل کې ۴ بهرني سلاکاران وژلي
احمد فیصل
په کابل کې ځانمرګي برید څلور بهرنیان وژلي او شپږ نور یې ټپيان کړي دي. د کابل امنیه قوماندان وايي ځانمرګی برید نن سهار په قصبه کې د بهرنیانو په یوه کمپ کې د موټر سایکل په واسطه شوی دی. جنرال ظاهر ظاهر سره له دې چې د وژل شویو بهرنیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي خو یادونه یې کړې چې په دغه کمپ کې له نشه یي توکو سره د مبارزې د برخې بهرني سلاکاران مېشت دي. ظاهر ویلي چې ځانمرګی له وړاندې په دغه کمپ کې ځای پر ځای شوی و او د ساتونکو له یونیفورم څخه یې استفاده کړې ده.