مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-22   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د یو وزیرستاني په ګډون ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته .

 

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار،چک،جلریز ،سیداباد او مرکزي بهسودو ولسوالیو تېره شپه او نن (سې شنبه) د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د یو وزیرستاني او دوه قوماندانو په ګډون ۱۵ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۲ نور ملکي وګړې ټپیان شوي دي .

د مرکز میدان ښار په دراني او کشمیریانو،د چک،جلریز او سیداباد ولسوالیو په سیبک،راشکوغر او شیخ اباد سیمو کې د نن (دوشنبه) سهار لس بجې او تېره شپه د بېلابېلو هوایې بریدونو په ترڅ کې د یو وزیرستاني او دوو قوماندانو په ګډون  ۱۵وسله وال طالبان وزل شوي دي .

همدا راز د دغه هوایې بریدونو په ترڅ کې د وژل شویو وسله والو مخالفینو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم لمنځه تللي دي .

په ورته وخت کې د چک په لنګرخیلو سیمه کې یو وسله وال مخالف،چې غوښتل یې د سړک ترغاړې ماین ځای پر ځای کړې،د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوی دی .

د یو بل خبر له مخې د مرکزي بهسودو ولسوالۍ د کوتل په ملا یعقوب سیمه کې تېره مازیګر د یو موټر د چپه کیدو له امله ۱۲ ملکي وګړې ټبيان شوي دي .

په ټپیانو کې   چې ماشومان او ښځې په کې شتون نلري،د ۵ تنو روغتیایې وضعه د اندېښنې وړده .

د یادې بېښې په تړوا ،چې د چلوونکې د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ټپي شوی موټر چلوونکی تر څارنې لاندې دی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery