مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-22   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

بیاهم یو ایتلا فی حکومت ؟؟؟

 


ډا کټر حا مد


دا یو نړیوال عرف او د ننئ معا صری نړی یو تریخ حقیقت دئ چی اسیر ملتونه خپله رښتونی اراده نشی تمثیلولی او نه هم د عمل جا مه ور اغوستلئ شی . د یوه افغان پتوګه د ا با ید ومنو چی موږ په معا صره غلامی کی د پلورل شویو انسا نا نو په څیر ژوند کوو نه مو وینه ا ونه مو حیثیت ارزښت لری له بده مرغه دا د نن ورځی خبره او یا د اوسنیو ټول ټا کنو پوری ا ړونده ستونزه نده له پخوا را هیسی کله چی ښکیلاک د ا نګریزانو د امپرا طوری پنا مه د هند لویه وچه تر کومی تیره  کړه او لوی ا فغا نستان یی څو څو ځله وویشه چی وروستنئ هغه یی د ډیورنډ ویشنه وه چی دا وروستنئ ګوزار ډیرمرګونی او ځورونکئ وو او دیوه سر طانی زخم په څیر زموږ د وجود هره برخه اوس هم ګواښی که نن د وزیرستا نی ما شومانو ټوټی ټوټی جسدونه ګورو او یا د هلمند او کونړ د ځوانانو ډله ایز ه وژنه د هما غه مرګونی سریال برخی دی چی په منا سبو وختونو کی یی هما غه ښکیلا کګر ننداری ته وړاندی کوی پرو ن هم ښکیلاک خپل استا زی پر موږ حا کمول اوملی څيری به یی تجرید او یا وژلي او نن هم کټ مټ هما غه سنا ریو تکراریږی پرون هم موږ د نیا بتی جګړی قربا نی وو او نن هم  ، هما غه پرونی شیطا نی مثلثونه او ننی کټ مټ سره ورته دی پرون هم د سقا و زوی د انګریزانو په لمسون د خا دم دین رسول الله خرقه په غاړه  او هیواد یی له نا بودی سره مخ کړ او نن هم د سقا و لمسي د عبد الله ، قا نونی ، عطا ، ربا نی ، بسم الله او نورو په څیرو کی دا هیوا د په تجزیه ګواښی او هیڅ قا نون نه منی اسلامیت نه پرون هغوی ته ارزښت درلود او نه یی نن لری له ا فغا نیت څخه پرون هم منکر وو او نن هم ورڅخه کرکه لری ، پرون چی روسا نو پسی را وا خستل   دبخارا سمر قند کولاب بد خشان فر غانی او قوقند څخه د   امو دریا ب له لاری  زموږ خاوری ته کډوال شول زما ملا فتوا ورکړه چی ددی هیوا د د ا صلی استوګنو په څیر دی مرسته ورسره وشی ا وتا بعیت دی ورکړل شی ځکه دا زموږ مسلمان وروڼه دي او د وخت حکومت یی په بغا وت و ګواښه نن هما غه خلک ځا نونه د هیواد وارثین او موږ کډوال بولی او په تجزیه مو ګواښی  ، پرون هم زما مشر ا و ملا زما ستونئ مروړه او نن هم هما غه صحنه روانه ده  خو زما سره یو لا ینحله سوال پا تی دئ چی ولی تل موږ قربانی یو؟؟
اوس که ا صلی موضوع ته راشو د بن د جرګی نا وړه میراث یعنی ا یتلا فی حکومت ملت دومره ودرداوه او د میشتو قومونو تر منځ یی چی له بده مرغه لږه کی هسی هم ورته ژمن نه وو دومره د ملی نفا ق زړی وکرل چی ټولول به یی ډیر وخت ا و دیره قربا نی وغواړی .
د یا دونی وړبولم چی په ملی پروسو او ملی مشرانو باندی د باور نه کیدل یو پلان شوی عمل دی او دا د ښکیلاک هغه حربه ده چی تل یی موږ ور با ندی داړلی یو چی ښه بیلګه یی په اوسنیو ټولټا کنو کی د ولس پراخ باور پر ډا کټر اشرف غنی وو خو له بده مرغه بیا هم ښکیلاک هڅه وکړه تر څو دا با ور لمنځه یوسی چی په ډیره پلان شوی بڼه یی په لوی لاس بحران وزیږاوه د امر خیل په وړاندی له تو طیی څخه نیولی د اروپا یی څارونکو تر ډلګئ  پوری ټولو چی څومره یی کولای شول د خپلو کرغیړنو میډیا وو چی په سرکی یی د طلوع نا ولئ تلویزیو ن را ځی د ټا کنو د تش پنا مه بیطرفه څا رونکو ادارو یا فیفا ټیفا او داسی نورو ډنډوره چیانو او حتی دیونا ما په مټ یی د خلکو رایی بی ارزښته ثا بتی کړی او ولس په ځانګړی توګه پښتنو ته یی وښوده چی ستاسو رایی هیڅ ار زښت نلری او اصلی ټا کنه د امریکا په سفارت کی ترسره کیږی نه ستا سو په کلو او با نډو کی د رای پا ڼو په مټ خو زه په ټول ولس با ندی غږ کوم چی نا امیده کیږئ به نه هغوی په لوی لاس غواړی موږ بی با وره او نا امیده کړی که هغوی سل ځله دا هڅه وکړی موږباید یو سلو یو وار ملی پروسی تقویه کړو او پخپل مشر با ور وسا تو اوس نو ویښ شوی یو او نور با ید د غفلت په خوب ویده نشو او هڅه باید وکړو چی د هغوی په وړاندی خپلی رښتونی ملی میډیا وی پیا وړی کړو او خپل غږ هر یو کور او هری خونی ته ورسوو.
له بده مرغه ټول پد ی پوهیږو چی د ملی وحدت تر نا مه لاند ی بیا هم یو نا توانه ایتلا فی حکومت د جا ن کیری د ډیر فشار لاندی له عبدا لله سره منل شویدی چی پکی دنظار شورا ته ښه غوښنه بر خه په پام کی نیول  شویده  جمهور ریس کرزی او جان کیری دا طرحه ډیزاین کړیده چی ډیرئ جزیات به یی وروسته ډاګیز شی او دبیا رایو شمیرل دا هسی د خلکو غولونه او د ټا کنیزو دوه ګونو کمیسونونو ته د اوړو د پزی جوړونه ده نور هر څه  ویشل شویدی او ولس بیا د یوه ایتلافی حکومت یرغمل دئ خو په دومره توپیر چی دا ځل به ددی ایتلافی حکومت مشری ډاکټر غنی کوی او د فهیم رول به  په غیرمستقیم ډول عبد الله تر سره کوی ا ود عبدالله پخوانئ رول به قا نونی ته سپا رل کیږی او پدی ډول به بیا دنظار شورا هڅه کوی چی هم تش پنا مه اپوزیسیون او هم د واکمن پتوګه پا تی شی  او څومره چی کولای شی له یوی خوا به حکومت تر ګو تنیونو لاندی راولی  او له بلی خوا به خپلی مسلح ډلی ټپلی  همداسی پیا وړی وسا تی تر څو تر لاسه کړی ا متیازات یی څوک تر ګوتو ونه باسی خو زما ډاکټر غنی ته یوه سپار ښتنه دا ده چی په ملت دی تل با ور وکړی او یواځی ملی ګټی دی خوندی کړی د فساد سره دی کلکه مبا رزه وکړی او مفسدین دی نه پټوی هر څه دی وخت په وخت له ملت سره شریکوی لږ ترلږه په دریو دریو میا شتو کی دی یو ځل ولس ته حسا ب ورکوی هڅه دی وکړی چی قا نون پلئ کړی او پدی لاره کی دی د هیچا د جنجا لونو اومرده با د زنده باد او خیمو لګولو پروا نه کوی ځوان نسل دی په دندو وګوماری او ولس دی وروورو د قومی ټیکدارانو له منګولو را وباسی او یو ملت دی ور څخه جوړ کړی کنه تا ریخ به پری ډیر نا وړه قضا وت  وکړی او ددویم کرزی لقب به تر لاسه کړی .           

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery