مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ایتلافی، مشارکتی،سهامی او د ملی یووالی حکومت

عبدالباری عارض

عبدالباری عارض


هغه څلور ظاهرا متفاوت اصطلاحات چی په حقیقت کی د یوه هدف لپاره یعنی د افغان ولس د غولولو او د دموکراسۍ د انحراف په منظور د امریکا ، ډاکتر عبدالله او ډاکتر اشرف غنی لخوا د تورو پردو شاته د نوی دریځ په ټوګه ترغور او څیړنی لاندی ونیول سوه په پایله کی د لمړی متفکر؟ جان کیری په نووښت ( د ملی یووالی حکومت) افشن ته ارجحیت ورکړل سو، ځکه په ترڅ کی یی د جنګسالارانو تحفظ یقینی کیدای سی او مفسدینو، غاصبینو او متجاوزینو ته د ولس او قانون په وړاندی د تیرو کړونو څخه د مصونیت ډاډ تضمین کوی .
له هغه وخته چی د ولسمشریزه ټاکنی دوهم پړاو ته ولاړی وخت ناوخته د رسنیو له لاری د ایتلاف کلمه کارول کیده په خاصه توګه کله چی د دوهم پړاو لمړنۍ پایلی د ډاکتر اشرف غنی احمدزی په ګټه اعلان سوی نو دا کلمی نور هم زور واخیست لکه تاسو چی شاهد یاست په وروستیو کی بهرنیو منابعو هم دا کلمه کارول . د ایتلاف کلمه عموما په پارلمانی سیسټمونو کی مطرح کیږی، په هغه دموکراسی هیوادونو کی چی څو لوی او کوچنی با اعتباره ملی ګوندونه شتون ولری او یو حزب د ګټی معیار پوره نه کړی نو د ګوندونو ایتلاف اړین او مطرح کیږی البته هغه ګوندونه چی کړنلاری یی ورته والۍ ورلری ایتلاف کوی. دا ډول ایتلافونه اکثر ډیر بریالی حکومتونه رامنځ ته کوی دا ځکه چی په بنسټ کی موخه د قدرت لاسته راوړل د دی لپاره چی ولسونو ته د خدمت جوګه سی او سیال ایتلافونه هڅه کوی تربل حریف ښه حکومتولی وړاندی کړی تر څو د راتلونکی لپاره یی په ولس که جذابیت ډیر سی او باور تر لاسه کړی.
زموږ په هیواد کی له دی کبله چی ځواکمن او سراسری احزاب او پارلمانی سیسټم شتون نلری او یا تنظیمونه او کړۍ پر دموکراتیکو بنسټونو ندی ولاړ نو ځکه د ایتلاف کلمه کارول بله معنی او مفهوم لری په دی معنی چی( د دوو ډلو زورواکو تر منځ د ملی منابعو او شتمنیو ناروا ویش) . په دا ډول ایتلافونو کی چی په نړۍ کی استثنایی بلل کیږی موخه و ولس ته خدمت کول ندی بلکه د قانون په وړاندی د زورواکو معافیت او د هغو ترمنځ د ملی ګټو ویشل هدف وی. له هغه وخته چی د ډاکتر احمدزی د ګټی ګنګوسی ډیری سوی نو د ایتلاف د ځورونکی کلمی کارول یوځل بیا سر لیک سو  له دی کبله چی په لمړنیو پایلو کی اشرف غنی ډیر وړاندی وښودل سو نو د ایتلاف د کلمی کارول په ذهنونو کی داسی تعبیر سو چی ګواکی ډاکتر عبدالله او ډله ټپلی ته یی په حکومت کی ونډه غواړی.
له دی کبله چی ایتلاف و ولس ته ځورونکۍ تعبیر لری نو جان کیړی هم د ایتلاف کلمه مردوده وګڼل او د ولس د ذهنی انحراف په منظور د ملی مشارکت او پراخ بنسټه حکومت کلمی ډیری یادی سوی . که څه هم په ذات کی د ملی مشارکت مفهوم د جنګسالارانو ایتلاف ندۍ بلکه د ټولو ملیتونو وړ کسان په حکومت کی راغونډیدل دی اما دا کلمه هم شرایطو ته په پام د مجبوریت په وخت کی کارول کیږی که په دقت د مشارکت مفهوم مطالعه سی په یو ډول د بیلتون مفهوم پکښی نغښتۍ دی په دی معنی چی د ملیتونو یو پربل بی باوری ښیی نو ځکه هر ملیت وای موږ دی هم جز د ملی مشارکت سو ځکه مطمین ندی چی د دوی د ملیت حقوق دی هغه بل ملیت یا واکداران په پام کی ولری. ځکه د مشارکت کلمه د ملیتونو ترمنځ باور او یووالۍ نفی کوی.او پراخ بنسټه حکومت هم عینی مفهوم لرلای سی.
که په خاص ډول ګوته ور ته ونیول سی هغه مشهوری او پیژندل سوی څیری چی د ولس او قانون په وړاندی مسولیت احساسوی د ځان او نامشرع شتمنیو د مصونیت په موخه لمړی هڅه کوی واک قبضه یا غصب کړی او یا لااقل د واک شریکان وی که هغسی و نه کړای سی نو دوهم افشن ته مراجعه کوی یعنی په ټولنه کی ګډوډی او د کورنۍ جګړی پیل دۍ په دی صورت دوی بیا د قانون او عدالت له منګولو خلاصیدلای سی لکه څنګه چی ډاکتر عبدالله ولس او هیواد په موازی حکومت او ګډوډۍ تهدید کړ.
د (ملی یووالی حکومت) هغه نامانوسه جمله ده چی سریع مفهوم نه ارایه کوی او په سیاسی قاموس کی د خاصی او ځانګړی اصطلاح په ډول نده کارول سوی دا جمله د هغه بُن بست په پایله کی رامنځ ته سوه چی د جان کیری په وساطت د اصلاحاتو او همپالنی ټیم او تحول او دوام ټیم ترمنځ د ټاکنیز ترینګلتیا د حل لاره وګڼل سوه . اشرف غنی احمدزی په خپلو ویناوو کی تل ایتلافی حکومت د ډاکتر عبدالله سره رد کړۍ ؤ او جان کیری هم د ایتلاف په وړاندی د ولس په منفی غبرګون پوهیدلۍ ؤ ځکه ټولو غاړو هڅه وکړه د ایتلاف کلمه و نه کاروی . بالاخره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د تیرو تیروتنو د پټولو په منظور چی د دموکراتیکو اصولو په خلاف یی د جنګسالارانو د پیاوړتیا په موخه کړیوه مجبور سو د شمال جنګسالاران د اشرف غنی په حکومت کی ورګډ او یو ځل بیا د کرزی د اداری په شان د سفارتونو ، وزارتونو، ولایتونو، ریاستونو او نورو چوکیو په تقسیم سره جوړ کړی.په اُصولو کی  د ملی یووالی حکومت اشاره هغه حکومت ته ده چی ټولو میلیتونو ته په عادلانه او مساوی توګه خدمات وړاندی کړی خو د جان کیری، عبدالله او غنی مثلث مطلب ددی جملی څخه یو شریکه اداره جوړیدل دی چی پر بنسټ یی د هری کړۍ سهم په حکومت کی څرګند وی  چی په ماهیت کی و کرغیړن ایتلافی حکومت ته لاره پرانیستل دی، ولسی واک محدودول او غیر مسولی مسلح ډلی د راتلونکو څو کلونو لپاره د زړی تیورۍ او تکرار سناریو پر بنسټ د غصب، فساد او تجاوز په برخو کی به خلاص لاس اجازه پریښودل دی، که څه هم اشرف غنی سهامی شرکت رد کوی خو امریکایی اهداف به په هیواد او سیمه کی حتمی ترسره کیږی که د افغان ولس د ځورونی په بیه هم وی. یقین دۍ چی د جهادی قوماندانانو، سیکولر تکنوکراتانو او منورینو ګډه اداره د ولس او هیواد د ارامتیا جوګه کیدای نسی .
ډاکتر عبدالله له لمړۍ ورځی متیقین دۍ چی اشرف غنی ګټونکی دۍ کوم اعتراضونه او غالمغال چی یی جوړ کړۍ ؤ په دی معنی نه ؤ چی دی ولسمشر سی بلکه ددی لپاره ؤ چی په راتلونکی حکومت کی ځان او انډیوالانو ته د پښی ځای پیدا کړی او بالاخره و توانیدی د جان کیری په مټ د ملی یووالی حکومت په نامه د راتلونکی حکومت یو جز وشمیرل سی په دی ډول یی وکولای سو د څو نورو کلونو لپاره جنګی مجریمینو، غاصبینو او مفسیدینو ته سیاسی مصونیت کسب کړی.
 همدا اوس د ملی یووالی حکومت پر تعبیر د دواړو ټیمونو ترمنځ د نظر اختلاف سته خو د عبدالله لمړی مرستیال چی په تنظیمی چوکاټ کی د ارغندیوال له کړۍ سره تړاو لری خپل تعبیر داسی ارایه کړ چی مات نوماند به د حکومت د اجراییوی مشر په توګه ټاکل کیږی او تر دوه کاله پوری به لویه جرګه رابلل کیږی او صدارتی سیسټم به د اساسی قانون په تغیر تصویبوی. له بده مرغه د عبدالله لمړی مرستیال د قانون او لوی جرګی څخه خپله بی خبری په ډاګه کړه .لمړۍ معلومه نده چی اجراییوی  مشر د وزیر په سطح یا لوړ تر وزیر دۍ؟ که داسی وی خو باید د ملی شورا د باور رایه ترلاسه کړی   دوهم محمد خان د افغانستان لویه جرګه د خپلی کړۍ یوه څانګه تعبیر کړیده چی دده په هدایت به صدارتی نظام تصویبوی، تر اوسه دوی د لوی جرګی په تعریف او ماهیت نه پوهیږی ځکه باید ورته په ډاګه سی چی دلته د جهاد میدان ندۍ بلکه د پوهی،سیاست او حکومتولۍ میدان دۍ.لویه جرګه د هیواد عالیترین ارګان دۍ چی د هیواد د ګتو په نظر کی نیولو سره په مطلقه خپلواکۍ د نظام څرنګوالۍ تصویبوی نه دا چی د محمد خان په هدایت لویه جرګه هغه سیسټم تصویب کړی چی د دوی د ډلی ګټی منعکسه کړی.
حاجی محمد محقق په  1393/4/22 نیټه د امریکا د ازادۍ رادیو سره په مرکه کی په ډیره خوشحالی وویل چی ګواکی د جان کیری په مټ یی وکولای سو د تحول او تداوم ټیم سره د اشرف غنی په مشری توافق امضا کړی چی پر بنسټ یی بایلونکۍ ټیم هم باید په واک کی شریک سی. دا د قدرت لیونی علاوه کړه چی بایلونکۍ مشر باید د حکومت اجرایوی مشر وټاکل سی ( اشاره یی ډاکتر عبدالله ته وه). د امریکا د دا ډول تجویز او جوړجاړی څخه څو مطلبه افاده کیدای سی یو دا چی د امریکا پریکړه د ولس تر رایو ارجحیت لری، که ولس په اکثریت د رایو پریکړه هم کړی وی چی اشرف غنی او دده ټیم باید هیواد رهبری کړی خو که امریکا یی ونه منی نو اجراییوی ضمانت نلری لکه څنګه چی حاجی محمد محقق هم ورته خوشحاله دۍ. په دی ډول لمړی دموکراسی چلنج سوه دوهم امریکا نه غواړی په افغانستان کی دموکراتیک بنسټونه پیاوړی او یو مقتدر ملی حکومت جوړ سی ترڅو په سیمه کی ددوی موخو ته تاوان وانه وړی.  بده به نه وی که وویل سی جان کیری د افغانستان په تیرو دوو دورو  ولسمشریزو ټاکنو کی ټاکونکۍ رول خپل کړیدۍ یعنی د ولس تر رایو د ده پریکړه مهمه ده. والسلام

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery