مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-23   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ولې جنګ!

ليكوال :محمدالله تبسم


 

 وايي له سقراط نه چا پوښتنه وکړه چې جنګ څه ته وايي. هغه ورته جواب کې وويل چې جنګ يعني هغه حالت چې په کوم کې سپين ږيري د ځوانانو جنازې تر قبرو وړي. بيا يې ترې پوښتنه چې امن څه ته وايي، هغه ورته جواب کې وويل چې امن يعني هغه حالت چې په کوم کې ځوانان د سپين ږيرو جنازې قبرونو ته وړي.
دعمرانياتو د بعضې علماوو له نظره د امن په نوم څه شى له سره شتون نه لري. او دې کوم حالت ته چې مونږ امن وايو دا د دوو جنګونو تر منځ د وقفې وخت دى. چې په دې کې انسانان يا ارام کوي يا د بل جنګ لپاره تيارى.
مونږ اکثره دا خبره ډېره اورو چې جنګ د مشکلاتو حل نه دى. جنګ تباهي راوړي جنګ بربادي راوړي. جنګ خوشحالۍ وژني. او جنګ انساني ژوند له منځه وړي. خو يو سوچ بايد دا هم وکړل شي. چې انسان له اوله تر اوسه له يو بل سره په جنګ کې اخته پاتې شوى. او هماغه جنګ کوونکي انسان په جنګ کې خپله خوشحالي لټولې.
د دنيا هر هنرمند انسان له جنګه نفرت کړى. د دنياد ليکوالو او قلموالو اکثريت د جنګ په خلاف ليکنې کړي.د جنګ په خلاف يې قيصې جوړې کړي. او په خپله ټولنه کې يې د جنګ په خلاف فکر د عامولو کوشش کړى.
که فکر وکړو نو پوهيږو چې جنګ هميشه د حق او باطل تر منځ وي.خو بيا کله چې د همدې هنرمند او ليکوال او قلموال په ټولنه چې کله بيا دده په نزد کوم ظالم انسان حمله کړې او جنګ يې کړى. نو بيا ده خپل قلم نه د وسلې او د يوې جنګي الې په توګه کار اخيستې. جنګي ترانې يې ليکلي او خپله ټولنه يې د ظالم په خلاف جنګ ته بيداره کړې. او که همدا قلموال د جنګ په ګرمولو او د جنګي شعور د بيدارولو لپاره قلم نه دې کارولې نو بيا خپله قلموال ځان د قلم په حق کې ګنهګار بللى.جنګ هميشه د ظالم او د مظلوم تر منځ وي. ظالم هميشه دا غواړي چې د خپلو اهدافو په لاس ته راړلو کې مخکې لاړشي. او مظلوم خپل غلام جوړ کړي. او په وسايلو او ساحلو يې قبضه ولګوي. له بلې خوا بيا د مظلوم له خوا د جنګ صرف يو هدف وي چې له غلامۍ نه ځان خلاصول دي.
ګورو چې زرفرست د مفاداتو د حصول په خاطر مظلوم انسان ډاروي. چې بيا دې هم د مظلوم د نه ډاريدو نه ډاريږي. يعني د جنګ فاعل هم په ډار او د جنګ مفعول هم په ډار.
ليکن تجربه دا ښيي چې څومره ظلم زيات شوى همدومره د ظلم مزاحمت هم ورسره زيات شوى. او د فزيکي علم د نيوټن د قانون چې عمل او رد عمل سره مساوي وي خو په مخالف طرف رښتيا کوي.
اوس ګورو چې په پښتون ملت باندې هم د ظالمو انسانانو له خوا په مختلفو لارو جنګ شروع دى . هره ورځ پښتون انسان وژل کيږي وهل کيږي او د مفاداتو د زيان له ويرې تر خپلې ولکې لاندې ساتل کيږي. او ددوى په خلاف لا تر اوسه د جنګ سوال د امن غوښتونکو په مخکې سوال پاتې دى.
خو دې حالاتو ته په کتلو که پښتانه ددې جنګ په خلاف جنګ ونه کړي نو امن پسند پښتون دې د تاريخ پاڼې راواړوي.اوفکر دې وکړي چې هسې نه يوه ورځ د ريډ انډين غوندې مونږ هم ګمنامه او ورک شو.

طبيعي قانون دى چې د بعضو کارونو د ختمولو لپاره بايد خپله هغه کار تر سره کړى . د مثال په توګه د ګندګۍ او غلاظت د پاکولولپاره بايد يو ځل غلاظت ته لاس وروړى. يا يو چا نه د خاموشى غو ښتلو لپاره بايد خپله خاموشي ماته کړى. يعني بايد هغه ته ووايې چې خاموشه شه.
لنډه داچې پښتانه بايد ددې جنګ د ختمولو لپاره بايد جنګ وکړي. کنه تاريخ ګواه دى چا چې د جنګ او ظلم په خلاف مبارزه کړى هغه ازاد شوى او کوم قوم يا انسان چې ډارشوى نو بيا يا د ظالم په غلامې کې مدغم شوى او يا د هستۍ له پاڼې ورک شوى.......
د ازاد پښتون ملت په هيله

 زښته ډيره مننه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery