مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-24   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

موږ ته د كومو كړو سزا راكول كيږي...؟


 محمد نعيم كاكړ
 نه شو ويلي چې پښتنومين حيث القوم كومه ګناه كړي ده چې دوي د يوه داسې ناورين سره مخامخ كړل شوي دي چې نه يې سرشته نه يې څه سرشته نه يې دښمن څرګنددي نه يې خپل يادوست هر يوه د پښتانه په سرګرځولي دي كه هغه د ډېره ليري څخه راغلي دي يا د ګاونډ څخه يا پخپل كور كښې راته شين دي چې موقعه په لاس ورشې و ژوند كولو ته نه ايله كوي ددې سره كه پښتون هر څوسوان هم ورسره وكړي خو بېرته يې هم ځغملو ته تيار نه وي كله كله سړي ته دا سوچ ورولويږي چې دا خو يوه داسې د سيسه د دهغه قام په ضد نړۍ والو تياره كړي ده چې دهغه بوټي د سره څخه واستل شې داخبره ځكه راته دريږي چې موږ شاوخوا په يوه ژور نظر و ګورونو هيڅوك د پښتانه دوست نه شته او هر په نړۍ كښې يا په سيمه كښې يا په ګاونډ كښې راسره پروت د سره څخه ودي ته تيارنه دي چې ستا سمه او جائيزه خبره درسره ومنې خو خپله نا سمه او ناجائيزه خبره په تاومنې چې ښكاره بيلګه يې د افغانستان اوسنې د ولسمشري د لومړي او دويم پړاو تر سره شوي ټولټاكني وي كه يو لوري بريالي شوي وو نو هيڅ خبره نه وه هر چا به امباركي وركړي وي او خپل ولسمشر به منلي وي خو د بده مرغه هم دهغه څوك چې ماته يې وخوړله او دده سيال وو او په خټه پښتون وو دهغه په ضد يو طوفان راپورته شو آن دا چې افغانستان يې په داوباندي دلګولو څخه ډه ډه ونه كړه تور يې داولګوي چې ګټونكي په ډېره لويه كچه درغلې كړي ده او د ولسمشر په ګډون نوري دولتي اداري هم په دهغه درغليو كښې ورسره ملګري دي چې ژوندي بيلګه يې ښاغلي امرخيل وو پښتانه وائي چې و بل ته ګوته پورته كوي لږ د ايله ګوته و خپل ځان ته هم وغزوه او په خپل ګريوان كښې هم وګوره نور په دي اړه موږ څه نه وايو ولې چي ښاغلي جان كيري راوغوښتل شو يا خپله راغلي دواړي خواوي سره كښينولي مخامخ يې افغانانو ته يو ترحه او پريكړه وړاندي كړه چې د هري خواومنل شوه خو دپردي وشاته څه شوي دي په دي خو هم دهغه څوك خبردي يا يواځي لوئي څښتن خو موږ به په دي قناعت او صبر وكړو چې خدائي(ج) دي و هر لوري ته دومره وس او توان وركړي چې د ښاغلي كيري په منځ كښې شوي لوزنامه عمل وشې ځكه چې پخوا ودي ته ورته پريكړي ډېرې شوي وي چې پايلي يې موږ افغانانو ښه وليدي خو د شوي لوزنامي وروسته د نړۍ والو او په ځانګړي ډول د افغانانو و مخ ته ډيري پوښتني رابرسيره شوي دي چې ددې ځوابونه ښاغلي اشرف غني احمدزي او د ولس كاله دارك په ماڼي كښې پاته شوي ولس مشر حامدكرزئي يه وركوي چې يواځي د يوه پوښتنه د ولسمشر څخه د كولو اجازه غواړم چې په دهغه دوولس كاله كښې تاته دهغه ځپلې ولس ته ډېره ګټه راوړه يا كه ډېر بايلات...؟
 نن پښتون خوا ر د ډېرو بدو شخړو او ناورينونو سره مخامخ دي نن يې صباون په خطر كښې دې عزت او ننګ يې ونيلام ته راوستل شوي او بلې خواته د جبرترناتار لاندي او په لكاو وګړي د تېرو څلويښتو كلو څخه و كډوالي ته اړشوي او د يوې سيمي څخه و بلي سيمه ته و كډه كول ته اړدي په دوي باندي څه تيريږي په كار دي چې دا پوښتنه دهغه چا څخه وشې څوك چې په دي هاړ كښې په ښوډېره اسماعيل خان يا نورو خواو كښې په خيمو كښې شپه سهار كوي او د نورو و خيرات ته يې اړكړو دا ځكه چې دوي د سپيڅلي اسلام په نامه و نورو مسلمانانو ته د اوسيدو ځايونه وركړل هغو پښې دومره اوږدي كړي چې خپله دوي بې كوره كيدو ته اړكړل هر څه يې وروران كړل مشران يې ورته ووژل او پخپلو كورو كښې تر پوزي كړل دا نو يواځي په شمالي وزيرستان كښې نه وشول بلكې په ټول پښتون ټاټوبى كښې وشول او هغه په لكاو پښتانه چې د كال ۱۹۷۸ء څخه تر نن پوري هره ورځ په لساو وژل كيږي او كله كله خو د مړو شميرو سلاو ته ورسيږي نور څومره وراني وشوي يا كيږي د هغه خو شميرنه نه شته ولي شميرنه او پوښتنه خو دهغه چا كيږي چې هغه مشران لري د پښتانه مشران چيري دي ځكه چې ستر خوشحال بابا يو ځائي ويلي دي.
چې يې څكلي د مغول مزې دي
 ددوي په غاړه ډيري لږي دي
 په ښكار د چاري د پښتنودي
 نور څه يې مه ګڼه لكه خزې دي
 پښتون افغان نن ودي ځائي ته را رسول شوي دي چې يا به بشپړه پوه پناه كيږي يا به خپل ولس ته رښتيا وائي ولس به په هر څه خبروي خو ځموږ ولس ډېر ننګيالي دي خو مشرتابه څخه نوره هيله كول عبث ده و لكه هغه هر ځائي دي كه په دوي كښې همت وي او د ځان د سوكالي په ځائي يې د خاوري او قام ګټي خوندي كړي وي نن به دهغه باتوره ولس د دهغه ناخوالو سره نه مخامخ كيدي ولس به هم رښتيا وائي او رښتيا به اوري ولكه په رښتيا اوريدلو دمغره يا زړه چاودي چاماغزه ولسونه هغه ژوندي پاته كيږي چې دوي پياوړي او زړوړمشرتوب ولري او دومره زيرك وي چې د وخت د مخه د را روان طوفان د مخ نوي چاري د نيولو همت لري داسې مشران نه وي هر څه طوفان تباه او وران كړي بيا دي ځان په خبر كړي يا خبري ډېر كوي غټ غټ وائي د قام په ضد چي كومه طوطيې رواني وي هغه ته په مړو سترګو ګوري خو دومره وس او توان نه لري چې دهغه چا لاس ورغوڅ كړي يا خپل ولس په روانو طوطيو خبر كړي يا ږغ ورباندي وكړي د لږ مهال دپاره به زه داخبره دلته وكړم چې بيځايه په نورو باندي تور لګوو يا داخبره كوو چې نړۍ وال سيمه وال ګاونډوال او په خاوره كښې راسره ميشته ټول ځموږ د ځپلو دپاره يو موټي شوي دي خو داخبره نه كوو چې موږ خپله مسئول يو په خپلو ګټو خبر نه يو د نورو د خوشالي دپاره موږ هر څه و نورو ته ايله كوو كه ځموږ د اسلامي ګوندو مشران دي كه د ملت دعويداره مشران دي يا كه مترقي څوك دي دوي هميش خپل قام او ملت و نورو ته قرباني كړي دي دا ځكه چې د نورو قامو كچه د موږ څخه بيله ده نو ځكه دوي هميش ددې سره چي تر موږ لږ دي زياته ګټي ترلاسه كړي دي خپل ولس او قام يې د مرګ ژوبلي څخه خوندي كړي دي او په نړۍ ځان د يو پرمخ تللې قام په حيث پيژندلي دي خو پښتانه ځان ته څه راوړي دي د سردار محمدداود خان شهيد څخه نيولي بيا تر اوسنې ولسمشر پوري داسې په نورو سيمو كښې پراته د پښتنو او د دوي د مشرانو څه حال دي ولي سردار محمدداودخان شهيد ته د يوه ګاونډ لخوا د افغانستان د مذهبي مشرانو په ملاتړ دده د تخت د چپه كولو په داسې وخت كښې رواني وي چې دمترقي سياست دعويدارانو كښې يو ډلي چې داودخان ته ډېر نزدې ګوندو هغه ځان د مخه كړي او د شهيد تخت يې ورواړاوي بيا د نورمحمدتركي د حفيظ الله امين ډاكټر نجيب د ګل بدين حكمت يار بيا د طالبانو د مشر او اوس د حامد كرزئي سره څه روان دي چې بېرته هم هغه ځائي ته راځو چې د بشپړه ملت سره څه روان دي..؟ دا يوه تاريخي بحث دي چې پائي ته دلته نه شو رسيدلي.
لكه وړاندي چې وويل شول چې موږ به خپل ولس ته رښتيا وايو څوك چې دمشرتابه دعويداره دي هغه به ودي ته هم دهغه خپل ولس اړوي چې دوي و ولس ته جواب وركړي مشر داسې نه وي چې تاوان يې د قام وي او ګټه د ځان يا د نورو وي خو ددې د مخه به ولس پخپل دا پريكړه كوي چې راځي موږ په داسرسر باندي وهي ولي چې موږ مشران خوړلي دي بله دا چې موږ خو وژل كيږو خو په دي نه يو خبر چې ولي وژل كيږو..؟ څوك موږ وژني..؟ تر كله به وژل كيږو...؟ او دا چې هم دهغه ډول به په موږ باندي ژوند تيريږي لكه د څو لسيځو څخه چې را روان دي...؟ يا به موږ دا پريكړه كوو چې موږ يو پياوړي قام يو د سيمي يو لوئي ځواك يو يولرغوني اوږد تاريخ لرو او ځموږ سرشندني دومره ډېر دي چې شمير يې نه شته خو د بده مرغه سرشندني موږ كړي دي خو ګټه يې نورو خوړلي ده چې ژوند بيلګه يې په يووار تر درځن زياتو ملكو خپلواكي ترلاسه كول وو خو ځموږ په برخه هيڅ نه راغلو ددې سره سره چې بيشمره وراني مووشوي وروستي خبره داده چې د كله څخه موږ د دا ناخوالو سره مخ شوي يو..؟ كه په ځير ورته وګورونو د نن څخه نزدې سواپيړي د مخه چې د وخت اميرخپل ولس او خپله خاوره د نورو دپاره وويشله د پښتانه دوراني او بربادي شپي او ورځي پيل شوي چې تر نن پوري دوام لري دويم دا چې د اسلام په سپيڅلي نامه باندي بشپړه زياتوب ددې ولس سره وشو او تراوسه روان دي ځكه چې د اسلام په نامه چې كومه جګړه نن هم روانه ده هغه دوراني په چپه موږ ته څه نه دي راكړي تر ټولو لويه پيښه دا چې دهغه د نورو د ګټو جګړه د پښتانه و خاوري ته ورپوري وهل شو چې دا څرګنده نه ده چې دهغه جګړه نوره څومره دوام كوي او موږ به نور څومره وګړي شهيدان وركوو تر كومه چې د باندنيو ملكو د پوځي ځواكو په افغانستان كښې پاته ده دوي ونه كړل شول چې په دهغه ۱۴كلو كښې كښې ځموږ په هيواد كښې سوله راولي نه د دوي موخه داده خو دلته دوه مخي سياست د څو كلو څخه روان دي غله ته وائي غلا كوو كور به ته وائي بيداره شه دلته ګاونډي يارولي دي چې د طالب په نامه وراني جاري ساتي او بله خواته افغانانو ته وائي كه زه ولاړم دابه تر سره وشې خو ددې ټولو ناخوالو د اواري يو لاره ده چې دا ټول پښتانه افغانان سره جوړشې او يوه موخه ولري چې د بشپړه خاوري څخه د جګړي خواندوركوو لكه باندنيان دي كه ګاونډيان دي د دوي يې كورودان ځموږ د چارو څخه دي لاس وكاږي موږ خپلې چاري نيولي شو خو دا هغه وخت كيدي شې چې هر پښتون افغان لوئي څښتن سره دا ژمنه وكړي چې دهغه وراني او دهغه ورور وژني او دهغه بې ننګي په دمنځ وړمه او د هر هغه چا لاس به غوڅه وم چې ځما وراني د ځان د ګټو په خاطر كوي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery