مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-30   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د شمالی ولسوالیو په جګړه کی له ۶۱ ژوبل سویو کسانو سره نغدی مرسته وسوه.



نن د کوچنی اختر دریمه ورځ ده، چی د داور بنسټ ،د افغانستان د پرمختګ ټولنی په همکاری د هلمند ولایت په شمالی ولسوالیو کی د جګړی له امله د ژوبل سویو لسګونو کسانو لپاره نغدی مرسته چمتو کړی وه، چی د هلمند والی له لوری ورته ورکول سوه .
د داور بنسټ او د افغانستان د پرمختګ ټولنه له ځوانانو څخه تشکیل سوی او کومی نغدی مرستی چی د شمالی ولسوالیو له جنګ ځپلو او بی ځایه سویو کورنیو سره کوی، د هیواد له ځوانانو او ملی سوداګرو څخه یی لاسته راوړی.
د نغدی مرستی د ویش پر مهال د هلمند والی محمدنعیم وویل:- یادی نغدی مرستی چی نن ورځ یی په ایمرجنسی روغتون کی د شمالی ولسوالیو په جګړه کی ژوبل سویو کسانو ته ورکړی، د داور بنسټ او د افغانستان د پرمختګ ټولنی په هڅو چمتو سوی وی.
د نوموړی په وینا نن ورځ نغدی مرسته یی ۶۱ کسانو ته ورکړی چی د هر یو ژوبل سوی کس لپاره ۴۵۰۰ افغانی په نظر کی نیول سوی وی.
هلمند والی وایی:- د دوار بنسټ وړاندی هم د شمالی ولسوالیو له جنګ ځپلو،ژوبل سویو او بی ځایه سویو کورنیو سره نغدی مرسته ترسره کړی .
نوموړی پر ټولو ځوانانو او ملی سوداګرو ږغ وکړ څو د شمالی ولسوالیو له جنګ ځپلو او اړمنو کسانو سره نغدی او یا هم د خوراکی او غیری خوراکی توکو مرسته ترسره کړی .

بل پلو د داوربنسټ مسؤل محمدشریف علیزی وایی:- کومی نغدی مرستی چی نن ورځ یی د شمالی ولسوالیو په جګړه کی د ژوبل سویو کسانو سره په ایمرجنسی روغتون کی ترسره کړه د مرستو دریمه لړی یی ده .
د نوموړی په وینا هلمند وړاندی د هیواد د نورو ولایتونو سره مرستی کولی خو دا مهال ددی ولایت د شمالی ولسوالیو جنګ ځپلی او بی ځایه سوی کورنی مرستی ته زیاته اړتیا لری.
علیزی وایی:- تر دی دمه یی د شمالی ولسوالیو له جنګ ځپلو سره څه باندی ۲۴ زره امریکایی ډالره مرسته ترسره کړی او غواړی څو له دی لاری نور ځوانان او مدنی ټولنی هم یادو جنګ ځپلو سره مرستی ته راودانګی.
دهلمند مدنی فعال او د داوربنسټ غړی بریالی هلمند وایی:- د داوربنسټ ۲۲ زره امریکایی ډالره وړاندی دشمالی ولسوالیوله اوسیدونکوسره مرسته کړی وه او څه اندازه نغدی مرسته چی په دی ورستیوکی یی راغونډه کړی وه نن ورځ یی ژوبل سویو کسانو ته وسپارل.
نوموړی پر ملی سوداګرو،مدنی ټولنو،ځوانانواو په پارلمان کی د هلمند پر استازو ږغ وکړ څو یاده موضوع جدی ونیسی او د شمالی ولسوالیو له جنګ ځپلو او بی ځایه سویو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

د افغانستان د پرمختګ ټولنی په استازیتوب عبدالصابریقین وویل:ـ د داور بنسټ او د افغانستان د پرمختګ ټولنی د غړیو په همکاری یی یاده نغدی مرسته د شمالی ولسوالیو د جنګ ځپلو او ژوبل سویو کسانو لپاره راغونډه کړی وه.
د یقین په خبره د مرستو یاده لړی به یی دوامداره پاتی کیږی .
په هلمند کی د افغانستان د پرمختګ ټولنی استازی فرهاد داوری وایی:- یاده مرسته د مدنی حرکتونو په هڅو راغونډه سوی او په دوامداره توګه به یی د شمالی ولسوالیو اړمنو او بی ځایه سویو کسانو ته رسوی.

د شمالی ولسوالیو په جګړه کی د ژوبل سویو کسانو سره په داسی حال کی نغدی مرسته ترسره کیږی، چی ویل کیږی لا اوس هم د یادو ولسوالیو بی ځایه سوی او جنګ ځپلی کورنی مرستی ته زیاته اړتیا لری .
چی په همدی موخه د نغدی مرستو ترڅنګ یادو ولسوالیو ته خوراکی او غیری خوراکی توکو مرسته هم رسول سوی ده، چی د سیمی د اوسیدونکو په وینا ددوی لپاره بسنه نه کوی.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery