دخپریدو نیټه : 2014-07-30 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
پوليس په کندهار کې د ځانمرګي بريدګر د وژلو ادعا کوي .
لودين
په کندهار کې امنتي چارواکي ادعا کوې چي نن ( چهارشنبه ) يې د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې يو تن ځانمرګی بريدګر وژلی دی .
د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانی وايې ، چې بريدګر پوليسو د دې ولسوالۍ د وزيرانو په سيمه کې هغه وخت تر پيژندني وروسته په نښه کړ ، چې بريدګر غوښتل په سيمه کې امنتي سرتيري په نښه کړي ، خو وسله وال طالبان وايې چې بريد دوی کړی دی او پر مهال يې د عامه نظم يو پوليس وژلی دی .
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايې ، چې بريد د حبيب الله په نوم د دوی يوه ملګري کړی دی او له امله يې د عامه نظم د دريو موټرونو د له منځه تلو ادعا هم کوي .