مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-14   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

Polityپالیټي


 دادری واړه په ګډه مفهوم دهراړخیزه ماناپه اړونديوټاکلی لیدوړاندې کوي
 پالیټي:-
په یوټاکلی چاپیریال کې اداري یامدیریت له ارګانونوسره داساسی قانون په اډاله کې که اداره نه وي نوسیاست په څنګه ترسره کیږي لکه حکومت،پارلمان اوداسي نور
 پالیسي:-
په هغه تګلارې پورې اړه لري چې پرمخ وړل کیږيلکه صنعتي سیاست دبهرنیوچاروسیاست،دښځوسیاست اوداسې نور..........
پولیټکس:-
هغه موسسوته اړوندکیږې چې هدف یې اساسي قانون دارګانونوپرسیاست اغیزه ده دااغیزه په ټاکنوکې دګوندي ګډون دلارې ترسره کیږياوداسې نور.....
په عمومی ډول سیاست هغه کړني په برکې نیسي چې په یوه ټولنه کې دارزښتونودټاکلویامشخصولو لومړیتوب ورکولواودویش چاري سرته رسوياوهمدارنګه هغه جوړښتونه یا اډاني چې دغه کړني پکښې ترسره کیږیدلویدیزوپه ډیروهیوادونوکې زیات خلک سیاست دسیاسيګوندونوترمنځ دانتحاب سوي پارلمان په عمومي غونډه کې دانتحاب سویواستازواودولت ترمنځ دسیاسی کړنلارې دغوره کولوپرسراوحکومت دقانونی کارپه په اړوندمبارزه بولې په عمومي ډول سره سیاست په دولت باندې ترسره کیږی نودولت اداره لري په دې خاطرداداري اومدیریت دارګانونوپه رسمی لاس رسی دسیاست دمرکزنقطه ده.
دقاعدی له دغه لاس رسی یوازې په څوکسانوپورې محدود دی په همدې ډول په لرغونيزمانه کې ښاري اداره (دمستقمی دموکراسۍ)دبیلګي په توګه پیژندل سوې وه.
هغه مهال ډيری(اکثریت)رسمېسیاسي حقوق نه لرل.کوچنیانو،ښځوغلامانوپه سیاست کې دګډون حق نه درلودیدوي دبشپړوانسانانوپه توګه نه پیژندل کیدل،دروم په امپراطورۍ کې دملی دولت درامنځ ته کیدوپه بهیراوپه اروپاکې دمطلقه شاهي ترواک لاندې دولتي سیاسي پریکړي دڅوشتمنواوبډایه کسانو(ارستوکراتانو)له خوانیول کیدی،کله چې دلومړی ځل لپاره کپیتالیزم اوصنعت په غوړیدوسو نودپریکړی کړۍ پراخه سوه.
ښاري انسان پردغه کړۍ ورزیات سواو ورو ورویی پرارستوکراتانوکړۍ ټینګه کړه اوپه پای کې یی سیاسی دارستوکراتانوله کنتروله ویستل.
دسیاست دعلم رول اوارزښت:-
دسیاست علم دټولنیزوځلیدیزو«پدیدو»هراړخیزه څیړنه اوارزونه کوی سیاسی ارزونه له انسان سره مرسته کوی څوهغه نړۍ چې پکښې ژوندکوي په سمه توګه وپیژني اودرازرازڅانګوترمنځ هغه څانګه غوره کوي چې ترټولوښه ده اوپه پای پرهغه لویو اوکوچنیوبدلونونواغیزه وکولای سي چې هره یوه یې دژوندانه نه بیلیدونکی برخه جوړوي.
دسیاست اصلی اوغوره مرکزدولت دی.
ځنی نورداسی نظری لری چې دسیاست علم له حکومت سره تړاولري دریمه ډله دا دواړه نظريی سره یوځای کوی لکه فرانسوی څیړونکي اومتفکرپل ژانت وایی:دسیاست علم دټولنیزوعلوموهغه څانکه ده چې ددولت دبنسټونواودحکومت داصولوپه اړوندخبري اوڅیړني کوي.
په دودیزډول ډیرکله ویل کیږی چې ددولت په ارزونه کې حکومت هم په پام کې نیول کیږی ځکه دولت دعملی مقصدونوله مخی دحکومتی ارګانونوله لاری عمل کوي.
هارولډلاسکی وایی:دچارودعملی اداره کولولپاره دولت همهغه حکومت دی.
خودځینی اړخونوله پلوه دحکومت کلمه ډیره پراخه ده که (حکومت)په پراخ مفهوم سره وکارول سي دکنترول اواطاعت په بنسټیزاندولاړدی دغه ځلیدني (پدیدي)دانساني ټولني له پرمختیاسره پرمختیاکړی ده.
دسجویک په عقیده دسیاست علم «هغه ټولني څیړي چې حکومت لري یعنی هغه ټولني چې دهغه غړولږترلږه په ټاکلومسایلوکې دځینوکسانویادیوشمېرکسانوچې دټولني یوه برخه جوړوي له دستورونوڅخه په اطاعت کولوعادت کړی وي»دغه تعریف دسیاست دعلم ډګرونه پراخوي اوهغی ته له دولت څخه هم پراخه مفهوم ورکوي.
دسیاست دعلم دودیزمفهوم ددولت یاحکومت دڅیړني دعلم په توګه نورمناسب نه ګڼل کیږي دغه مفهوم پرهغي بڼي تاکیدکوی اوپه ظاهره قانون خوښوني ته له حده زیاته پاملرنه ددی سبب کیږی څوقوانین پلی سي بی له دی چې تکاملي بهیراوپایلی په پام کې ونیسي.
اوس په عمومی ډول دامنل سوی ده چې دسیاست علم بایدپه ټولنه کې غیررسمی سازمانونه اوهغه سیاسي چلندونه چې دحکومت رسمی جورښت ټاکی اوهمدارنګه هغه ځواکونه چې پرحکومت اغیزه لری په برکې نیسي.
دنوی حکومت له څیړني اومطالعی سره دسیاست دعلم یوشان ګڼل هم له اعتراض سره مخاممخ سوی دي.
دپنځلسمی پیړۍ څخه دمخه ددولت کلمه دسیاسي پلوه نه کارول کیده اوکله چې ددی مقصدلپاره وکارول سوه نو دنوی صفت ورکول سو.داعتراض کوونکوپه ګومان کله چې دولت په ځانګړي نظرکتل کیږي نودسیاست علم دتعریف په برخه کې یوی داسي پایلي ته رسیږی چې نوی دولت دسیاسی سازمان وروستۍ(لنډمهاله)بڼه ده اویوازنۍ سیاسي جوړښت دی چې دبشرهوساینه رامنځ ته کوي.
نوله دی کبله دپوهي هغه ډګرچې دسیاست علم یی په برکی نیسي له دولته هم وړاندی ځي.
کاتلین عقیده لري چې سیاست دسامان لرونکی انسانی ټولني څیړنه دهاوترهرڅه دمخه دټولنۍ سیاسی اړخونه څیړي نوله دی کبله دبرترن دوژوونال په نظر:سیاست هغه سیاسی اړیکی څیړي چې دخلکوپه راغونډیدوسره په یووخت کې منځ ته راغلی دي.
داډول نظرونه دسیاست دعلم دڅیړوډګردومره پراخوی چې ټول هغه څه په برکي نیسی چې دټولنیزژوندپه سیاسی اړخونواویادخلکوترمنځ په سیاسي اړیکوپوری اړه لري خودزده کړي په بهیرکې دسیاست علم اودهغی نوی وړتیاوي له ټولوهغه شیانوسره چې په یوه سازمان لرونکی ټولنه کې دانسان په ژوندپوری اړه لري له سیاست سره بایديوځای اوګډنه سي اوددې وسوسي تروړاندي بایدټینګاروسي.
هارولډلاسول،چارلزمریام،برتراند،راسل،واتکنیس اوهانس مورګانټادسیاست په تکاملی برخه لیک تاکیدکړی دي اوعقیده لري چې واک دسیاست اساسی مفهوم دی اودسیاست ټولي څانګي سره یوځای کوی لاسول دسیاست علم دتعریف په اړوندویلی دي(دسیاست علم دیوتجربي نظام په توګه دواک یاقدرتدرامنځ ته کیدودڅرنګوالی اوپه هغی کې دشرکیدوله څیړني څخه عبارت دي)اوسیاسی کړنه هغه کړنه ده چې دواک پربنسټ ترسره کیږي.
سیاست اوسیاسی علم دماهیت،بنسټ،ډګراودپایلوله پلوه په ټولنه کې دموجوده واک سره تړاولري.
دسیاست دعلم اړوندیوه پوه(دپاملرني مرکز)څرګنداوروښانه دیاوله هغه مبارزی څخه عبارت دی چې دواک ترلاسه کولویاساتلودواک دپلی کولویاپرنوروباندې داغیزیادهغوی دکړنوڅخه دمخنیوی لپاره کیږي اوهمدارنګه ویل سوی دي چې دسیاست دواک په اړونده(مقوله)ده یعني دټولنیزیامادي چاپیریال دساتلویابدولون دکارمندانو،دکاري موسسواودټولنیزوبنسټونوپه وړتیاوپوري اړه لري دهغه زیرموپه اړونده یوه مقوله ده چې ددغه وړیتابنسټ جوړوي اوهغه ځواک دي چې هغه پلي کوي اواغیزه پرکوي.واک ته پاملرنه اوپرواک باندی تاکیددشکل پالني دودیزنظرنه مني چې داکاردسیاسی بهیردواقعی ارزوني سبب کیږي دسیاست دعلم څخه یوداسی تعریف ته اړتیاده چې واک ته یی پام اړولی وياوپه همدی ډول دغه واقعیت پاملرنه کوي چې ددولت دشکل اوکړني کنترولونکي ځواکونه داسی ځواکونه ته ورته دي چې په نوروسازمان لرونکوډلولکه کورنۍ،کارګري اوتعاوني اتحادیوکې(چې ډيریی سیاسی فعالیت نه کوي)فعالیت کوي.خوسره ددی هم دسیاست دتعریف په اړوندنظریی دواک له مقولي سره دځینواړخونوله پلوه درضایت وړنه دي.
لومړی داچې دغه نظریی دواک دسیاسی اوټولنیزواډانوترمنځ توپیرنه ویني.دواک اړیکي اودوخت نفوذ(سیاسی)اوتریوه بریده سازمان لرونکی دي خوپه کارده دهغه سازمانونواقدامونه وپیژندل سي چې یوډول مشروعیت لري اودخلکوداطاعت اودرناوی دعوه هم لري دوهم داچې دواک په لاره کې مبارزی سیاست دهدف لرونکوانګیزوڅخه واټن نلري خودواک(دکوم پربنسټ چې واک کارول کیږي)اودهغه هدفونوترمنځ اختلاف چې واک تری منځ ته راځي سیاست دناڅرګندتوب سره مخامخ کوي په واقعیت کې دسیاست پای دپخلایني له لاري دمخالیفینوترمنځدګډوګټواوټاکلوارزښتونوپربنسټ یوکړنلاری ته رسیدل دي.
دیویدایستون عقیده لري:
 (سیاست په ټولنه کې دارزښتونوپه ویش پوري اړه لري)
سره له دې ټولوخبروواک دسیاست ترسره کولوډیرمهم عنصردي اودسیاسی علم لومړی دنده داده څوهغه وپیژني واک دسیاست دثقل مرکزجوړوي اوپه سیاسی ژوندکې ټول کړکیچونه په واک پوری تړلي دي.
 (سیاست له امکاناتوڅخه دګټی اخیستلوهنردی)
ډیرکله سیاسی فعالان نه سي کولای چې خپلوهدفونوته ورسیږي له دي کبله بایدله واک سره خپلي لوړي الوتني برابري کړيهیڅوک نه سي کولای دخپل قدرت څخهزیات په سیاست کې نفوذاواغیزه وکړي.
 (سیاست پرخلکوباندی حکومت کول دي)
کایتانوموسکاپه واکمنه طبقه کې اړیکواواستین راني پرانسانانودحکومت کولواودهغه کسانوپه وړاندي چې حکومت کوي اودهغه کسانوچې پری حکومت کیږياودهغه کسانوچې امرکوي اوهغه کسان چې امرترسره کوي ترمنځ داړیکوپه اړوندبحث کوي اوعقیده لري چې دادسیاسی ژوندمرکزی اړیکه ده.
 (سیاست دواک لپاره مبارزه ده)
دلویدیزدمتفکرانوترمنځ دایوډیرمهم تعریف دی چې سیاست دواک اوپه ټولنه کې دهغی دپلې کولواونفوذورکولولپاره مبارزه ده.سیاست یعنی په دي پوهیدل چې(څوک ګټونکی دی؟څه ګټی؟کله یې ګټی؟څنګه یې ګټي اوولی یې ګټي؟دسیاستپه اړوندهارولډلاسکي دغه تعریف چې شعاري بڼه لري اوپه اسانۍ سره په یادکې ساتلای سوخوبایدپوه سوچې دغه تعریف دسیاست دعلم تعریف دی ځکه له پوهي،علم اوخبرتیاڅخه خبري کوي.
 (سیاست دارزښتونوامرانه ویش دی)
دغه تعریف په ایستون پوری اړه لري اودادسیاست یوډیرانتزاعی مفهوم دی اوپه پای کې «نولي»هم دسیاست تعریف وړاندی کړی دی(ټول هغه فعالیتونه چې نیغ په نیغه اویاپه غیرمستقیم ډول ددولت واک ترلاسه کولو،ټینګولو اودواک څخه دګټی اخیستلوسره مل دی)د«نولي»دغه تعریف هم نوی نه دی اوپه واقعیت کې ددې خبري بل بیان دي چې سیاست دواک دنیولو،ساتلو،زیاتولویادښودلولپاره مبارزه ده.
که غواړي چې دسیاست په اړوندیوپراخه اوهراړخیزه تعریف ولرونوهغه داسی تعریفولای سو
 سیاست په یوهیوادکې حکومتي کارونه اودخلکو،ډلواوګوندونو(ټولنیزځواکونو)ترمنځ اوپه نړیوال ډګرکې ددولتونوترمنځ سوله ایزاوغیرسوله ایزاړیکي دي.
ددې تعریف پربنسټ دیوسړی دسیاست دیوې ډلي دسیاست دیوګونددسیاست اودیودولت له سیاست څخه یادونه کولای سواودنړیوالی ټولني ترمنځ دخپل منځی سیاستله پلوه هم ددولت سیاست ټاکي،سیاست دیادسوټولنیزوځواکونوترمنځ دهري یوي ګټي په برکي نیسي دیادسوځواکونوترمنځ داختلاف په حالت کې دغه ګټي یوله بل سره په ټکرکې راځي دهغوی ترمنځ دیوکیدواوپیوستونپه حالت کې دټولنیزوځواکونوداړیکواوګټوترمنځ همږي منځ ته راځي په بله ژبه ټولنیزځواکونه دګټودټکرپه حالت کې دیواوبل پرخلاف په شخړولاس پوری کوي،خودروغي اوجوړي اوګډوګټوپه حالت کې سره یوځای کیږي ددغه پیوستونواوټکرنودلارښووني اودهغه لوري ورکولوڅرنګوالي سیاست رامنځ ته کوي.
سیاست دټولنیزوځواکونودګټواواړیکودټکرونواوجوړښتونوډګردي.
په دغه تعریف کې دواک کارولوته هم پاملرنه سوي ده کوم سیاست چې له تضادڅخه رامنځ ته سوی دي په هرحال له سیاست څخه رامنځ ته سوي دی په دې توپیرچې قدرت په غیرسوله ایزبڼه دزور،جبراوتاوتریخوالي له لاری کارول کیږي خودجوړجاړي په حالت کې سیاست په سوله ایزبڼه دهڅوني،نازوني اوداسي نوروله لاري کارول کیږي.
هدف ته درسیدولپاره ددوکړیوډلو،ګوندونو،حکومتونوددولتونوهدفونواوچلندونوته هم سیاست وایي.دسیاست دغه مانادپروګرامونواومرامونودجوړولواودهغودپرمخ بیولوسره اړیکه لرياوالبته تل دهغي لومړۍ ماناسره مل دي.سیاست په ټولنه کې دانسان دفعالیت ډیرحساس ډګردی اوډیر زیات دهري ټولني دکلتوردخلکوداندونودډله ایزواوشخصي ګټواونظریواوداقتصادي عواملوتراغیزي لاندې دي اوخپله هم پرهغواغیزه لري.دسیاست څخه ددې تعریف په رڼاکې کولای سودسیاست دعلم داسي هم تعریف کړو:
 (دسیاست علم دټولنیزوپوهي اوخبرتیایوه څانګه ده چې هدف یې په یوهیوادکې دټولنیزوخواکونوترمنځ پرسیاسي اړیکودواکمنواصولواووقواعدومنظمه پیژندنه اوددلتونواونړیوالي ټولني په ډګرکې اړیکي دي.دټولنیزي پوهي اوخبرتیادغه څانګه دټولنیزوځواکونوترمنځ په اړیکوکې دواکمنواصولواوقواعدوکړني کشفوي اودهغودکړنودڅرنګوالي هم راښیي دسیاست علم ددغه اصولواوقواعدودکشف اوپه عموميډول دحکومتونو،سیاسي ګوندونواونفوذلرونکوډلوټولنیزوبنسټونوسیاسي اندونوکړني څیړي دنړیوالواړیکوله پلوه هم دنړیوالوموسسواوسازمانونوپه بیلابیلوهیوادونوکې دسیاست اوحکومت دعمومي ډیپلوماسۍ دهیوادونوترمنځ داړیکواودهیوادونوبهرني سیاست ته اړوندکیږي څودهغوترمنځ داړیکودبسټونوپه اړوندپیژندګلوي اوخبرتیاترلاسه کوي.

لومړۍ برخه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery