مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-18   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د کندز خلک د ټوپکماروله زورزیا تی طا لبانو ته پناه وړی

 

 

 

فا تح صلا ح الدین

 

همدا اوس د کندز مرکز او څلور ولسوالئ لکه اما م صا حب ، دشت ارچی ، چاردره او خا ن ا باد د طا لبانو لخوا په محا صره کی قرارلری او د کندز له مرکز څخه نیږدی د شپږ کیلو مترو په شا وخواکی طا لبا نو کړی را تا و کړیده ، لکه څنګه چی ما مخکی هم په دوو لیکنو کی یا دونه کړی وه د کندز خلک د حکومت په ځا نګړی ډول د ا منیی قومندان مصطفی محسنی له بی پروا یی اود پښتنو سره له متعصب چلند او د نظا ر شورای د زرګونو کندزیا نو قا تل میرعا لم له غیر مسوولو ټوپکمارو څخه داسی په تنګ شویدی چی هر یو یی دی ته تیا ر دی چی د خپلی وینی تر  وروستی څا څکی لدی غلوډاړه ما را نو او قا تلینو سر ه وجنګیږی اوز ه به تر هغه خپلی دی قلمی مبا  

رزی ته ادامه ورکړم تر څو د ی بی کفا یته او د نه وړتیا لرونکی د کورنیو چارو وزیر او د نظار ډلګئ میو ګی

یعنی د کورنیو چا رو د وزارت ارشد معین ایوب سا لنګی خپل د ا غله ا و قا تلین د میر عا لم په مشرتوب خا لی سلا ح کړی نه وی او د میر عالم د ا پټی مرګونی ا وما فیا یی شبکی یی لمنځه وړی نه وی ، دا یوا ځی یوه ادعا نده بلکه تا سو را شئ ا وله نیږدی د کندز یا نو په ځا نګړی توګه د پښتنو حا لات ووینی چی څنګه هم دد ولت او هم ددولت د مخا لفینو له لوری په یو ه او بل نوم وژل کیږی خو توپیریی دومره دی چی طا لبان یی مال او نا موس ته خطر نه پیښوی  خو همدا ټوپکمار اود نظار ډلګی غله ا و قا تلین یی بیا نه په سر نه په ما ل  او نه یی په نا موس اړ دی د خلکو کورونه چوروی او په کلو کی د شپی د خلکو کورونو ته ور اوړی اود خلکو نا موس ته سپکا وی کوی  ، زه غواړم یو څو مثا لونه یی تا سو درنو لوستونکو او لیدونکو ته درکړم .

له نن څخه نیږدی دوه یا دری میا شتی مخکی د اما م صا حب د الف بیردی د کلی اربا ب ملا عبد الرحیم د خپل کلی داربکیا نو د قومندان لخوا چی محمد مراد نومیږی د شپی لخوا ووژل شو چی پدی پیښه د پارلمان ریس عبدالروف ابرا هیمی ښه خبر دئ خود مقتول کورنئ ددی لپا ره چی حکومت یی قا تل ته سزا نه  ورکوی د لوی خدای د ا نتقا م په هیله یی چوپتیا غوره کړه ، همدارنګه نیږدی دری میا شتی مخکی د کندز د ولایتی شورا یو وکیل چی نا زک میرنومیږی او په قوم عرب دی چی مخکی به د ما رشا ل فهیم لخوا حما یه کید ه چی د ا دنده اوس قا نونی او سا لنګی په غا ړه اخستی ده او دهمدی وکیل یو ورور چی د کور امیر شا ه پنا مه یا دیږی او یو د اربکیا نو ګروپ لری چی د اما م صا حب د ولسوالی د اب فروشها ی عرب په کلی  کی یی کورونه دی له خپل کلی څخه نیږدی څو کیلو متر ه لری د وردګو یو کلی دی چی د وکیل عبد الرحمان د کلی پنوم یا دیږی هلته یی د غلام نبی پنوم یو کس پدی نوم د خپل کور دننه د همدی وکیل نا زکمیر او دده د سا تونکو لخوا دومر ه د کلا شینکوفونو په  میلونو او کوندا غونو  ووهل شو چی تر اوسه دا ځوان هلک په کوپه ملا ګرځی ځکه  چی  په عمومی سړک یی د موټرو مخی ته د ما ین چا ودنه ولی وشوه ځکه چی دا چا ودنی طا لبا ن کوی ا وطا لبان پښتانه دی نوره یی څوک نه ګوری چی ایا د ا طا لب دی ا وکنه یوا ځی پښتونتوب یی د وژنی او وهنی ټکونی لپا ره  بس ده  لنډه دا چی د ا خلک چا رو اکو ته عا رض شول او والی د پیښي د پلټنی لپاره یو هیت د څواور ګا نونو څخه وټا که چی د هیت مشری سید داود ها شمی چی د کندز د محلی پولیسو مشر دی کوله کله چی هیت ورغی نو همدی وکیل د هیت په وړاندی همدی خلکو ته ګوا ښونه کول اوغا ښونه یی ور ته چیچل چی ولی مو عرض وکړو خو د هیت مشر سید داود ها شمی د همدی وهونکو د پسونو میلمستیا ګا نی وخوړی اود شپی د همدی وکیل نا زکمیر کره پا تی شو ا و دا خلک په همدی توګه د لوی خدای د مرستی په هیله پا تی شول تا سو که غواړی ددی موضوع په هلکه هم دسید دا ود ها شمی او هم د وهل شوی شخص یعنی غلام نبی سره معلوما ت شریکولای شئ چی دا یی یوا ځی دوه کوچنی مثا لونه وو په ټول کندزکی همدا سی حا لا ت دی او  خلک د حکومتی چارو اکو له کړنو په ځا نګړی ډول د ا منیی قومندان لدی ډول چا ل چلند څخه تر ستونی ر ا غلی دی او له مجبوریته لکه د ا لف بیردی د خلکو په څیر اړکیږی چی له طا لبا نو مرسته وغواړی ځکه څورځی مخکی د الف بیردی خلک طا لبا نو ته ور غلی وو چی موږد اربکیا نو له زور زیا تی څخه وژغوری هما غه ده چی اوس د کندز نیږدی ۷۰٪ سیمی د طا لبا نو تر ولکی لاندی د ی او طا لبا ن هم لدی موقع ګټه اخلی او خلکو ته یی دسر ما ل او نا موس د سا تلو ټټر وهلئ دئ او دا خلک یی ظا هراْ لدی غلو ا و ډاړه ما رانو خلا ص کړیدی .

هیله لرم زما د ا لیکنه دی د کورنیو چا رو بی خبره وزیر د حقیقت په سترګو ولولی او ژر تر ژره دی لاس په کار شی کنه د سیمی ا و پا کستان استخبا را تی کړی به لدی مها له ګټه پورته کړی ا و د هلمند نا ورین به ډیر ژر په کندز کی هم تکرا ر شی په ځا نګړی ډول زه د قومی او کور په کور جګړو له پیله ویریږم او که د کورنیو چا رو وزیر خپل دا متعصب ما مورین ا و د هغو د غِه ډلی ټپلی نشی  ورکولای بیا دی په کندز کی په هیڅ نوم پوځی عملیا ت نکوی او د خلکو برخلیک دی طا لبا نو ته وروسپاری بیا یی دوی پوه شه او کاریی ځکه همدا اوس هم همدی ټوپکمارو او محلی پولیسو رسي ر ا اخیستی دی او د ی ته په تمه دی چی کله به د خلکو کورونه چوروی او یا به یی ښځی بی پته کوی او خپل شخصی دښمنان به د طا لبا نو پنوم بیا وژنی او یا دی ملی اردو عملیا ت وکړی ځکه خلک په ملی اردو با ور لری یو ځل بیا هم دا ودزی صا حب ته وایم که د کندز د ا منیه قومندان مصطفی محسنی او د هغه  د دا ړه مارو ، قا تلینو اوغلو ملګرو چاره ونکړئ د یو لوی نا ورین په تمه اوسئ .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery