مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-30   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د « سي آی اې پټې جګړې» کتاب چاپ شو

benawa afghanistan
احمد فیصل
سپوږمۍ راډیو د کتابونو د چاپ په لړ کې دا ځل « د سي آی اې پټې جګړې» کتاب چاپ کړی. کتاب امریکايي ژورنالېست او لیکوال «پیټرهارکلیرود» لیکلی او محمد زبیر شفیقي پښتو ته ژباړلی دی. سره له دې چې کتاب نور فصلونه هم لري؛ خو پښتو ته یې یوازې وروستي دوه فصلونه چې په وېتنام، کمبودیا، لاووس او افغانستان کې د سی آی اې جګړې یې انځور کړې ژباړل شوي دي. کتاب په سپین کاغذ په ښه کیفیت په ۲۰۸ پاڼو کې چاپ شوی دی. سپوږمۍ راډیو تر دې وړاندې هم ۱۱ کتابونه چاپ کړي چې ډېره برخه یې سیاسي او د ژونالېزم اړوند کتابونه دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery